نظــر

امریکا په مخدراتو رټلی، ته یې د کرامت په رغونه په پښو ودروه!

ډاکټر عبدالرحمن الفت

«ولقد کرمنا بني آدم و حملناهم في البر والبحر و رزقناهم من الطیبات و فضلناهم علی کثیر ممن خلقنا تفضیلا»

مقدمه:
د ملائکو د اندېښنو سره سره، انسان ، د عدم نه د هستۍ ډګر ته راغی، څو چې د هستۍ په ساحه  کې د الله جل جلاله په عظمت پوه شي او خپلې بندګۍ باندې اعتراف وکړي.
د وحیې په اوله ګړۍ کې الله سبحانه و تعالی ځان اكرم وباله او علم او اعتلا يی انساني کړنلار وګرځاوه : »

إقراء و ربك الاکرم ـ الذي علم بالقلم ـ علم الانسان ما لم یعلم« )العلق، ۳-۵
(د اسلام یوه لویه معجزه همدا ده چې په اوږد تورتم کې په بېسواده او د انسانیت نه مُبَرا نړۍ کې د قلم په وسیله، انسانیت ته داسې بڼسټ کېښود چې نننی مدنیت تر اوسه پرې چلېږي.

قلم، د عقل او د علم د لوړولو هغه وسیله ده چې الله سبحانه و تعالی پرې لوړه کړې:
ن ـ و القلم و ما یسطرون« د قرآن عظیم الشان قرائت، د ملتونو تاریخ، د ریاضیاتو فارمولونه، د علومو وده او دوام، د شاعرانو اشعار، د رسم لوحې، ټول»یسطرون« یا )کرښولو(باندې خوندي دي.

قرآن وايی چې هېڅ شی بې قلمه نه زده کېږي، دا ځکه چې قلم د عقل رهبر دی او لیکنه هغه هنداره ده چې انسان ته خپل ذهني نیمګړتیا ورښیي او په سمون يې فکر لوړوي.

اما په نننۍ اسلامي نړۍ کې، ښه لیکوال په رانجو شوو سترګو هم نه وینو؛ په علمي ساحو کې، له سره، بې برخې یو؛ عقلي او فکري کموالی مو طفیلي ژوند رانصیب کړی، چې غربي برلاسۍ ته يې لاره خلاصه کړې ده. غرب ته د مرئیتوب سبب مو د قرآن څخه بیلتون او نا فهمي ده»
یا رب ان قومي اتخذوا هذا القرآن مهجوراً« )الفرقان ، ۳۰)                                                                      ملائکو انسان ته د سفاک او قاتل په صفت کتل او ځان يې د تسبیح او تقدیس کامل بندګان ګڼل، خو نا خبره لدې چې همدغه انسان، د خدای جل جلاله د خلافت او بندګۍ لپاره، په کرامت سمبال شوی، د دې لپاره چې د خلافت او بنده ګۍ له شانه سره مناسبه وړتیا ولري.

د کرامت آواز یواځې او یواځې د قرآنکریم نه اوچت شوی او کوم انساني مصدر نلري: د کوم شاعر یا فیلسوف له ماغزو څخه یې نشئت نشوای کړای، ځکه چې انسانان خصوصاً فیلسوفان، نورو ته په تبعیضي نظر ګوري.

یواځې خدای جل جلاله ته ټول انسانان مخلوق دي او د الهي عدالت مقتضا دا وه چې هر انسان له کرامته برخمن او پرې سمبال وي).

کرامت( بني آدم ته د ژوند د دوام  وسیله ده، هماغسې چې هوا او اوبه یې جسم ته ضروري دي.

د کرامت لومړنۍ تجلا د هر ماشوم پیدایښت سره وینو:
کله چې د مور خندا سره موسکا شي او د قهر سره په ژړا شي او دا چې انسان د خدای بندګۍ ته مينه لري او بل ته سر نه ټیتوي.

د کرامت تر ټولو لویه تجلا ده، د انسان مینه ازادۍ سره، د کرامت نه پیدا ده؛ د هر انسان تلوسه  اعتلا او لوړوالي ته، د کرامت اصلي جوهر دی؛ د مدنیت د جوړونې او رغونې قدرت په انسان کې، د الهي اسرارو تجلا ده. خدايي عدالت ټول انسانان له کرامته برخمن کړي، نو ځکه د کرامت اور د هر انسان په زړه کې بل دی.                                                                     خدای جل جلاله مقرر کړی چې انسان د ربړ په ګاللو معراج ته ورسېږي»

لقد خلقنا الانسان في کبد« )البلد ، ۴
(دا ځکه چې د انسان عقل، په زیار ایستلو کې روزل کېږي: ربړ ، د انسان پټ قدرتونه په کار اچوي، د انسان لوړوالي ته زینه ده، څو چې د الله تعالی د بې شمیره نعمتونو نه خپل ژوند تأمین کړي او د همدغه کرامت په قوت او د لایتناهي آزادۍ په پراخه ساحه کې، چه خدای جل جلاله انسان ته ورکړي، د ځمکې او آسمان تسخیر ته هڅه کوئ:»و هو الذي خلق لکم ما في الارض جمیعا …« )البقرة ، ٢٩
( ؛  »الله الذي سخر لكم البحر لتجرى الفلك فيه بامره و لتبتغوا من فضله و لعلكم تشكرون ــ و سخر لكم ما في السموات و ما في الارض جميعا منه إن في ذلك لايات لقوم يتفكرون« )الجاثېة ،۱۲،۱۳.

پورتني آیتونه د انسان د ژورو، پټو، ذهني قدرتونو ضمني بیان دی، د انسان د لوړ مقام بیان او د آزادۍ جولان، په سورة الإسراء کې) د رسول صلی الله علیه و سلم د معراج په سوره کې( د دغه لوړوالي سرحد بیانوي»
و لقد کرمنا بني آدم و حملناهم في البر والبحر و رزقناهم من الطیبات و فضلناهم علی کثیر ممن خلقنا تفضیلا« )الإسراء : ۷۰)

د انسان کرامت د خدای له وحدانیت سره کلک تړل شوی، د افغانانو د قربانیو او د پېنځو امپراطوریو د نړولو سِر ، دا دی ، چې پرته له خدایه بل چا ته سر نه ټیټوي. ټول تاریخ د انسان د »کرامت« قصه ده: وځپل شي ، خو بیا ژوندی شي ، چه مدنیت ورغوي . په »احسن تقویم« کې جوړ شوی انسان ، »اسفل السافلین« ته هم  پخپله اراده ښکته کېږي.

د انسان ژوند، د جوړونې او بربادۍ په څپو کې لاهو دی، د انسان د تعالی او تدني بیان هغه شاعر کړی چې خدای ورته ژوره قرآني پوهه او د خیال په آسمان کې د بې ساري تجول لاره خلاصه کړې وه.

زه جسم نه یمه، ما روح د دې جهان وګڼه
ټیټ مې مه بوله بام د خونې مې آسمان وګڼه
دا ټول نقشونه د جهان او مختلف رنګونه
زما د ذوق او ارادې پسې روان وګڼه
په کایناتو باندې زه هر قسم لوبې کوم
بحر و فضا مې د یوې منډې میدان وګڼه
سره له دومره اقتداره چه قدرت راکړې
په نرۍ تار کې مې د زلفو آوېزان وګڼه
ګل پاچا الفت

ولې «انساني کرامت» د اسلام په راتلو ورغېده؟:
اروپا، په شپږو پېړیو کې له۴۰۰ م نه تر ۱۰۰۰م( په «اوږد تورتم» کې اوسېدله او پرله پسې بربریت کې ډوبېدله. یونان او روم په تبعیض، فخر او ځان ځانۍ ولاړ وو. تورات یا انجیل او د یونان او روم فلسفه کې،» انساني کرامت« ته هغه مقام نه و ورکړی چې په قرآن عظیم الشان کې ورکړ شوی. ستر راهب سینټ آګوستین ، ۳۵۴م – ۴۳۰م نه د بیا رغونې لاره ورکه وه، نړۍ نه بېزار و، یواځې آخرت يې د عیسویانو د راحت ځای لیده. یهودو «انساني کرامت» په نیلو او رېښو کې ځپلی: د یهودو «ځانګړيتوب» ــ چې یهود یواځنی قوم دی چې خدای ته منل شوی او نور انسانان يې مزدورۍ ته پیدا دي، هغه ابدي ادعا ده، چې اسرائیل يې تر ننه مدعي دی. په عیسویت کښې ، د امپراطور کانسټانټین تر غرور لاندې »تثلیث« اساس وګرزېد او »وحدت« ورنه قرباني شوه ، او کرامت ته ځای پاتې نښوو : »قالت ــ ان الملوک اذا دخلوا قریة افسدوها و جعلوا اعزة اهلها أذلة و کذلک یفعلون« )النمل۳۴( . لڼډ ئې دا چه د رومي او فارسي امپراطوریو په شخړو کښې ، »انساني کرامت« برباد شوو او »اوږد تورتم« خپور شو.
په همدغه »اوږد تورتم« کې، اسلام د انسان د بیا رغونې ډنډه په غاړه واخیسته او دواړه)فارس او روم (په غرور ولاړ قوتونه، يې وران کړل چې د ظلم له کبله يې بربریت خپره شوې وه» انساني کرامت« له سره ورغېد، انساني ژوند ته لاره خلاصه شوه او مدنیت راژوندی شو: د دوو پېړیو په اوږدو کې، د اسلام په رڼا کې، بشري ټولنه بیرته د انسانیت په لور رارهي شوه.
د برابرۍ او مساوات په پلي کولو، د کرامت په رغونه، دغه» اوږد تورتم« ختم شوو »
ولقد کرمنا بني آدم و حملناهم في البر والبحر و رزقناهم من الطیبات و فضلناهم علی کثیر ممن خلقنا تفضیلا.

« غربي تاریخ لیکونکي د )ډارک اِيجِز( یا »اوږد تورتم« نوم په )مِډَل اِيجِز( یا )قرون وسطی( بدل کړی، د دې لپاره چې د یوې مهمې پوښتنې مخه ونیسي: چې» اوږد تورتم« څرنګه پیدا او څرنګه فنا شو؟ او د دغه مهارت هدف دا وه چې د اسلام دور د غرب په رغونه کې پټ وساتي، خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي) رابرت بریفالت( دغه تاریخي حقیقت، یو لړزونکي عنوان لاندې برملا کړ:» د انسانیت جوړونه« چې )۱۹۱۹م( کې نشر شو او ټوله قصه برملا شوه. بریفالت، له » اوږد تورتم« څخه خلاصون ، د اسلامي مدنیت شهکار ګڼي او حق حقدار ته سپاري، دی لیکي چې د غربي ژوند هیڅ اړخ د اسلامي مدنیت له تأثیره بهر ندی پاتې شوی:

په غرب کې د علمي آزمېښت او تجربې مؤسسان) راجر بیکن او فرانسس بیکن(د عربي علومو شاګردان وه. د غرب د پرمختګ بڼسټ )تعلیمي نظام( د اسلامي مدنیت تحفه ده ) اکسفورد ( د انګلیس لومړی پوهنتون،»د  اسلامي اسپانیې« د باغ یو نیالګی دی چې انګلستان کې يې وده کړې. حتی د نظافت ماده»صابون« یوه تحفه ده چې ټولو غربي ژبو مشتقاتو ته يې په قاموس کې ځای ورکړی.
بریفالت وغوښتل چې غربي بېځایه ادعا ته)چې غرب د اوسني تمدن بڼسټ ایښودونکی دی( خاتمه ورکړې. علامه اقبال پخپل کتاب»د اسلامي فکر بیا رغونه «کې، هیله مند وه چې د بریفالت کتاب به غرب ته د اسلام حقیقي بڼه وروښیي، خو غرب حقیقت نه تل تر تله ډډه کوي. ما د خپلو څېړنو په لړ کې)۹۵/۹۶م ، هارفرد ــ ۲۰۰۵/۲۰۰۶م پرنستون(فرصت وموند چې د) بریفالت( د کتاب یادونه د تاریخ څانګو ته وکړم ، خو کوم تأثير يې نه درلود) له نېکه مرغه، دغه کتاب له غربي تورتمه وتلی او په کلیفورنیا کې له سره نشر شوی (د علومو لوی مورخ) جورج سارتون (د ریاضیاتو ډاکټر، عربي ژبه يې د اسلامي تاریخ د څیړنې لپاره زده کړه، خپل لوی کتاب» د علومو تاریخي څېړنه «کې لیکي چې مسلمانان د ټولو اوسنیو علومو بڼسټ ايښوونکي دي. د غرب »رونَسانس« ، یا لوی بدلون )۱۴م ــ ۱۷م پېړیو کې( ؛ د ) کاتولیک ( پر ضد د ) پروتستانت (د مذهب زېږېدنه؛ د خدای او د بنده مستقیم ارتباط، نه د راهب یا اسقف له لارې؛ ګرد اسلامي تأثیرات دي او لیډر يې ) مارتن لوتر(د قرآن کریم سره ښه آشنا و. اما غرب دا ټول اسلامي روحي څپې، چې غرب يې له سره ژوندی کړ، په تورتم کې ساتي.

خدای جل جلاله ټولو انسانانو ته لوړه عقلي او ذهني پانګه ورکړې او هرکله چې یوه ډله، د یو اجماع او اتحاد په ترڅ کې، خپل ذهني قدرت ته لاره پیدا کړي، نو هر هدف ته چې ودانګي) که شیطاني وي او که انساني( حاصلولی يې شي. هسپانیه ، پورتګال ، انګلیس ، فرانسه ، آلمان او ) امریکا د زېږدو سره سم (ټول ، په سیالۍ کې ګډ وه، چې له بل نه وړاندې، نړۍ باندې چاپه ولګوی؛» ضرورت د ایجاد مور شوه « او ټولو ته تخنیکي لوړتیا په برخه شوه او ښه ژوند نه برخمن شول؛ خو امریکه تر ټولو مخکې شوه. د اسلام موخه انساني وه، نو ځکه یې» اوږد تورتم« ته خاتمه ورکړه؛ د غرب موخه شيطاني او نړۍ باندې حکم وه ، نو ځکه »اوږد تورتم« کې ډوب شو او له سره ډوبېږي.
اوس چین غواړي امریکې نه میدان وګټي؛ تخنیکي لاسته راوړنې يې په رښتیا حیرانونکې دي. د چین حیرانونکی پاڅون د امریکې د ځانګړیتوب ادعا چې» د پروتستانت اخلاق «د ترقۍ یواځینۍ لاره ده، خاورو ایرو ته سپاري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

محترم الفت صاحب !ماډېرزيات کتابونه مطالعه کړى دى اوډيره زياته علاقه لرم چه څوک زماله زدکړى پايده واخلى زمااکثرهدايات دقرآنکريم احکام دى ستاسوله دى مقالى زه وپوهيدم چه تاسوله قرآنکريم عالمان ياست لاکن بد بختا نه چه تاسو داسي مغلق بيان ليکۍچه څوک استفاده نسى ځنى کولاى وګوره قرآنکريم څونه ساده دۍ دسيد جمال الدين کتاب څونه ساده اوآسان دۍنوشته هغه ده چه چاته يي نفع ورسيږى نه داسى لکه دپاچاصاحب(لووړ خيالونه اوژورفکرونه)! په احرام عبدالواحد اڅګزۍ

طاهر ثابت

ډاکتر سیب په دماغ اوقلم دی برکت سه. انسانی کرامت هغه قرآنی مفهوم دی چه غربیان یی په دروغو او دخپل استعماری اهدافو لپاره د human dignity په نامه په ضعیفو مسلمانانو کی رواجوی او بیا همدا ضعیف مسلمانان یا ملحدوی او په شبهو کی مبتلا کوی او په نتجه کی همدا په نامه مسلمان دغربی جال اسیر او دهغوی غلاموی. که مسلمانان په همدی قرانی مفهوم اول پوه سی نو بیا به له غربی فتنی نه خلاص سی. «و سخر لكم ما في السموات و ما في الارض جميعا منه إن في ذلك لايات لقوم يتفكرون» دهمدی ایت شریف… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور الفت صاحب سلامونه او د کوچنی اختر مبارکی درته وایم ! الله ج دی وکړی له یاده دی نه یم وتلای اجمان کی مو د غرمی ډوډی او غوری سره لرلی په مسایلو مو کافی خبری وکړی راته ومو ویل چه زه یو حزبی او حزب زما ورور په شهادت رسولی موږ درته وویل چه : لمړی زه نور حزبی نه یم حزب د وینی نه د عقیدی او نظریاتو پیوند موږ سره درلود هغه ژمنی چه یی لرلی جلا شوی نو زه هم نور حزبی نه یم او پوره باور هم نه لرم چه ستاسی ورور به… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

اصل موضع : تاسی ډیره ښکلی او اموزنده لیکنه لیکلی ستاسی په اجازه د یوڅه زیاتولو هڅه به وکړم : ستاسی د لیکنی زیاتی برخه انسانی کرامت ته وقف شوی د ټولو سره موافق یم تکریم عزت ته ویل کیږی د الله ج له صفاتو څخه شمیرل کیږی او انسان ته یی د خلافت وړتیا او پیاوړتیا په ورکولو انسان یی د الله ج په مالکیت ( زمکه ) کی د الهی اصولو لاندی خداګونه مدبرانه مدیروټاکلو مګر هغه انسان چه د خلافت خداګونه نسبی صفات ولری ( په استثنی د معبودیت، مالکیت او خالقیت صفات ) چه ځانله الله… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x