افغانستان

میلر: د بهرنیانو تر وتلو وروسته حکومتي عسکر جګړې ته چمتووالی لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غویي، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې په افغانستان کې د امریکایي‌ او ناټو ځواکونو عمومي قومندان «سکاټ میلر» ادعاء کړې، چې د کابل حکومت عسکر له طالبانو سره جګړې ته چمتووالی او د جګړې د پر مخ بېولو وړتیا لري.

میلر له امریکايي تلویزون «سي بي ایس» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د شدت کچه په بې ساري ډول لوړه شوې؛ خو دده په خبره، افغان امنیتي‌ ځواکونه ورته چمتووالی لري او ددې وړتیا لري، چې جګړه مخته یوسي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په دوام دده ځانګړی ماموریت دا دی، چې یقیني کړي، د کابل حکومت عسکر په غوره حالت کې دي.

میلر ددې تر څنګ خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د اختریز اوربند تر پای ته رسېدو وروسته ښایي، د جګړې کچه تر پخوا نوره هم لوړه شي‌ «راتلونکې دوې اوونۍ به سختې وي، موږ باید چمتووالی ورته ولرو.»

https://www.cbsnews.com/news/general-austin-scott-miller-afghanistan-us-withdrawal/

میلر داسې مهال د حکومتي عسکرو د وړتیاوو په اړه ډاډ ښيي، چې امریکایي او ناټو ځواکونه د روان میلادي‌ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې له افغانستانه وتونکي دي، چې ورسره هم مهاله د حکومتي ځواکونو د وړتیاوو په اړه هم ګڼې پوښتنې راولاړې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

امریکا د دوحی له توافقنامی څخه سرغړونه وکړه، خو طالبان افغانان وژنی. دی ته وایی جهاد. دری ورځی د اختر اوربند او پس له اختره بیا جهاد. کچیری جواز د جهاد وی بیا دی ادامه ورکړی نو اوربند د څه لپاره. په والله #### ځکه چی دا جنګ ناروا دی.

مجاهد

امریکا فکر کوی چه د غلامی اداری غلام عسکر اوس روزل شوی اړه نشته چه اشغلګر عسکر حضور ولری خسارات او تلفات یی هم ډیر دی افغانان به خپلو کی سره وژنی تبلیغات به هم کوی چه امرکیایان نشته نو جهاد د څه د باره ، په څنګ کی به یی داعش، سی ای ای ، بلیک واتر او داسی نور به له یونیفورم غیره هدفی وژنی ترسره کوی یعنی علما او سیاسیون به هدف جوړوی او کله به په ښوونځیو او داسی نورو ډلیز قتلونه تر سره او بړی به یی په طالبانو وراچوی دا د نوی خبیث نوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x