نړۍ

له افغانستان وروسته پاکستان هم سبا د کوچني اختر اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غویي، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې تېره ورځ سعودي عربستان اعلان وکړ چې سبا (پنجنشبه ۲۳ غويي) به د کوچني اختر ورځ وي، د افغانستان او پاکستان په شمول ځينو نورو اسلامي هيوادونو هم سبا ورځ د کوچني اختر اعلان وکړ.

د پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کې د مفتي شهاب الدين پوپلزي په مشرۍ غونډه کې هم د شوال مياشتې ۲۳ شاهدانو په ترلاسه کولو سره، مفتي پوپلزي سبا پنجشنبه کوچنی اختراعلان کړ.

د مفتي پوپلزي له اعلان نه وروسته د پاکستان د مياشتې ليدو مرکزي کميټې مشر مولانا عبدالخبير ازاد هم له يوې غونډې وروسته سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د پاکستان د مياشتې ليدو (هلال کميټۍ) مشر رسنيو ته ويلي دي چې په غونډه کې يې د هوا حالاتو پوهانو هم برخه اخيستې وه او په وينا يې د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه يې د شوال مياشتې ليدو په اړه شهادتونه هم ترلاسه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x