نظــر

توکم وژنه – دوهمه برخه

بريال پاسنی

البته دا احتمالي اعتراض چې هيڅ امريکايي ادارې حتی بش چې د سرسخته مذهبي افکارو څښتن دی هيڅکله هم صراحتاً د اسلام په مقابل کې د دښمنۍ څرګند موقف نه دی نيولی، لاندې نقاطو ته په پام له اعتباره غورځي.

۱: د دوی په بيانونو کې د اسلام کلمه په ډير عام مفهوم چې په سلګونو فرقې او تر امريکايانو ورتېر امريکايي مسلمانان (سيکولران) په ځان کې رانغاړي استعماليږي. امريکا نه غواړي د اسلام د ټولو فرقو سره په ښکاره دښمنۍ کې چې په دې صورت کې به يې سترې اقتصادي او سياسي منافع متضررې او شکست به يې يقيني شي پريوځي. (تفرقه واچوه او حکومت وکړه). دقيق او مشخص هدف ويشتل او په يو وار د هدف له منځه وړل د Sniper مهارت دی.

۲: امريکايي اداره نه شي کولای په امريکا کې د مسلمانانو د موجوديت له کبله ښکاره د اسلام ضد موقف ونيسي ځکه دا چاره که په احتياط ترسره نه شي د امريکايي ټولنيز نسج د سپښيدلو ستر پو تنشيل لري. نو د اسلام په باره کې نرم خطاب داخلي مستمعينو او بهرنيو سيکولر مذهبو او امريکايي مشربه فرقو او سياسيونو ته خصوصاً هغو ډلو ته چې د انګريز اطاعت نيمه مسلماني بولي او نيمه نوره ورته په عبادت کې ښکاري متوجه دي.

۳: انګريزي او امريکايي استعمارد خپلو نظامي کړنود توجيه له پاره اوپه دي موخه چې ددوي اعمال توکم وژنه ونه بلل شي کو ښښ کوي د طالبانو اسلام يو خاص ډول اسلام يعني داسي مسلماني چې د اسلام له اصلي سټي يو بيکاره راوتلي (نعوذ بالله) نغوړګي دي چې پري کول يي په کار دي معرفي کړي او په دې وسيله دا وښايي چې د طالبانو د مذهبي دريځ پر ضد د دوی کړنې اصلاً د اسلام ضد کړنې نه دي. دا د علم او معرفت ضد ډله د وحشي قبايلو يعنې پښتنو په وحشي محيط کې راټوکېدلې ډله هغه ديوبنديان او يا د هغوي د مسلک پيروان دي چې له علم او معرفت څخه يې بيزاري او له انګريز سره  دښمني يې د ډهلي د لعل قلعي د جګړي(۱۸۵۷) له ورځو هرچاته روښانه ده.

۴: په هلمند کې د انګريزي لښکرو په ټوپکو د انجيل د اياتونو ليکل حتی د يو شکاک ذهن لپاره کافي دليل دی چې دا ومني چې د انګريزانو ځای په ځای کېدل په هلمند کې نه د مذهبي جذباتو خالي دي او نه هم د ۱۸۸۲ کال د ميوند جګړه يوه زړه او بې ارتباطه تاريخي واقعه ده. په هلمند او بالاحصار کې د انګريزي قواوو ځای په ځاي کېدل دا پيغام لري چې دادي بيا په پخوانۍ وهلې لار راغلو او هغه به کوو چې نيکونو مو کړي دي. د مطلب د ښې افادې لپاره يوې تاريخي واقعي ته لنډه اشاره په کار ده او هغه دا چې کله چې انګريزانو په خپل دوهم يرغل کې بيا بالاحصار ونيوه او وران يي کړ نود قلعي تر خوا يي د دار لرګي نصب کړه اويو شمير مجاهدين يي د ځينو بي ضميره افغانانو په وسيله په پيسو رانيول ( د جايزو مساله هغه وخت هم موجود وه. عادي مجاهد په پنځوس کلداري او قوماندان په پنځه اويا کلداري) او په عام محضر کې يي په دار و ځړول. په ټوپکونو د انجيل د اياتونو ليکل او د يوه مسلمان بي دفاع ملت په مقابل کې له هغوي استفاده او هغه هم د کلونو کلونو په اوږدو کې د توکميز بيخ ايستنې څرګند دليل دی. د سواتۍ ملالې واقعې ته دومره باد ورکول او هغې ته سندرې ويل او ډالۍ کول د ميوند د ملالۍ د شهيد جسد (د افغانستان د تاريخ) له ګوره را ايستل او په دار ځړول دي.

۵: هغه جزا ګانې چې د کفارو لپاره په قران شريف کې تعين شوي دي په خورا کم توپير د يرغلګرو له خوا په هيواد کې دننه او د باندې عملي شوي دي چې سمبوليک ارزښت يې خورا روښانه دی. په ګوانتنامو کې د بنديانو په ګونډو درول،(و تری کل امة جاثية کل امة تدعی الی کتابها اليوم تجزون ما کنتم تعلمون) په تنګو خونو، قفسونو او د موټرو په ډالو کې اچول او ساتل، د وژل شوو کورنيو د اعضاوو راټولول او يو په بل کوټه کولاو بيا اور ورته کول (تصلي نارا حامية)په کليو او بانډو د فاسفورس لرونکو بمونو استعمال(لهم من فوقهم ظلل من النار ومن تحتهم ظلل…) ،water boarding(ثم صبوا فوق راسه من عذاب الحميم) داسې تورې کڅوړې وراغوستل چې له محيطه جلا او مخ او څټ يې يو او تور شي، په ګوانتنامو کې کلونو کلونو له پاره د بنديانو بې اتهامه ساتل(ليس له اليوم ههنا حميم) او داسې نورې جزا ګانې سمبوليک مفاهيم لري. پيغام دا دی چې اخرت لرې خبره ده هغه جزاګانې چې په اخرت کې يعنې له مرګه وروسته دنيا کې ستاسې په اند ستاسې په قران کې ‌ذکر شوي چې زمونږ له پارهريزرفReserve دي تاسې يې په دې دنيا کې او په همدې ژوند کې دستي ووينۍ.

۶: د جرمي نيت د پوهيدلو لپاره منطقي ده چې د پراخې مشاهدې په بنسټ چې حقيقت ته د رسيدلو يوه منل شوې لاره ده ومنو چې د امريکايي او ناټو د قواو ‌ذهنيت Mindset او سلوک له شايع اسلاموفوبيا څخه هم په پراخه پيمانه متاثره دی، کوم چې د دوی په متبوعه يعنې اروپايي او امريکايي ټولنو کې په بربنډ ډول وجود لري. په اروپا کې د حضرت محمد (ص) په کاريکاتورونو پورې اړوند جنجالونه، په امريکا کې د يوه کشيش له خوا د قران کريم سوځول، په باګرام کې د قرانکريم بې حرمتي، سوځول او په ناپاکو ځايونو کې يي غورځول، جوماتونو او نورو متبرکه ځايونو ته د سپيو سره ننوتل او داسې نور مذهبي ضد سلوکېات هغه کړنې دي چې مذهبي نفرت تري په ډاګه معلوميږي.
ددې قواو توهين اميزه سلوک په نورو نظامي او غيرنظامي چارو کې هم په څرګند ډول تر سترګو کېږي ان تر دې چې دا توهين اميزه سلوک د اشغالګرو قواو خاصه مميزه ګرځيدلې ده. د دوی د مذهبي بې حرمتۍ هرې کړنې ته نظر د سورة النساء دا مبارک ايت (اولءک هم الکفرون حقا و اعتدنا للکفرين عذابا مهينا) ذهن ته تداعي کوي.
د شکمنو کسانو لغړول، ديوالونو ته مخ کول او درول، پرمځکه پړمخې پريستل، لاسونه پورته نيول، په سپيو داړل ( د خوګياڼيو د بهار په شيخانو کلي کې يو کليول په داسي حال کې چې پلار يې يرغلګرو ته زارۍ کولي چې ددې پر ځای چې د ده زوي په سپيو وداړي په مرمۍ دې وويشتل شي) او په ژونديو انسانانو د کورونو او ديوالونو راغورځول له توهينه ډکې وژني دي چې په ټول هيواد کې په پراخه پيمانه او تکرار تکرار واقع شوي دي.(فاتی الله بنيانهم من القواعد فخرعليهم السقف من فوقهم…)

نوربيا…..

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک حقمل

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x