افغانستان

طالبان وايي د روژې مياشت کې يې ۲۵۸ دولتي عسکر خوشې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غویي، ۱۴۰۰ل): طالبانو د روژې په ټوله مياشت کې ۲۵۸ تنه دولتي عسکر د خپل مشر د عفوې د فرمان له مخې خوشې کړي او خپلو کورونو ته يې ليږلي دي.

د ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ټولې روژې په جريان کې يې تر نن ورځې پورې د بنديانو کميسيون په هڅو دغه شمير عسکر له زندان څخه خوشي کړي دي.

مجاهد ويلي دي چې يادو عسکرو ته يې کرايه او لباسونه هم ورکړي دي او خپلو کورونو ته يې ليږلي دي.

بايد وويل شي چې طالبان وخت ناوخت ورسره اسير دولتي سرتيري د ښه نيت له مخې او يا د اخترونو په مناسبت له زندان څخه ازادوي او خپلو کورونو ته يې ليږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل حکومت مشر اشرف غني يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې امنيتي ځواکونو تر دا مهاله ۸۰۰ تنه ترهګر نيولي دي او په وينا يې چې په دې کسانو به قانون تطبيق شي او د شريعت له حکم سره سم به محاکمه شي.

بايد وويل شي چې د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۷ زره طالب زندانيان شته دي چې طالبان يې د دوحې د تړون له مخې د خوشې کېدو غوښتنه کوي او د سولې د خبرو د دوام لپاره يې مهم شرط بولي، خو د دوحې تړون د مودې پوره کېدو وروسته لاهم د دې زندانيانو برخليک معلوم نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په عوض طالبانو څومره ملیان او نور عسکر وژلی؟ تیر له خوشی کولو دی افغان وژنه بس کړی. ورځ تر بلی سبب د نفرت او انزجار د خلکو او ولس ګرځی دوچنده مو د روژی په مبارکه میاشت کی وژلی حتی لدی هم ډیر.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x