نړۍ

ايران د زاهدان د اهل سنت مشر عالم ممنوع الخروج اعلان کړی

نن ټکی آسیا(شنبه،د چنګاښ۲۸مه،۱۳۹۳ل): د ايراني رسنيو له قوله د زاهدان ښار د اهل سنت يو مشر عالم مولوي عبدالحميد اسعميل زهي د امنيتي ځواکونو لخوا هغه مهال ممنوع الخروج اعلان شو، چې غوښتل يې ترکيې ته سفر وکړي.

مولوي عبدالحميد زهي پرون د جمعې په ورځ غوښتل، چې ترکيې کې جوړ شوي اسلامي کنفرانس کې ګډون وکړي، خو د زاهدان ښار د امنيتي چارواکو لخوا له نوموړي سفره راوګرځول شو.

د ايراني استخباراتو يو جګپوړي چارواکي عبدالستار دوشوکي ويلي، چې د ولسمشر د مرستيال علی يونس لخوا ورته امر شوی، چې نوموړی عالم د ترکيې له سفره راوګرځوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې مولوي عبدالحميد د ایران څخه ممنوع الخروج اعلانيږي، بلکې له دې مخکې هم پر نوموړي سني عالم څو واره د سفر بنديزونه لګيدلي دي.

د ترکيې پلازمېنه استانبول اسلامي کنفرانس وړمه ورځ د رجب طيب اردوګان په وينا پرانستل شو.

نوموړ په خپلو خبرو کې پر لويديځې نړۍ کلکې نيوکې وکړې، چې د اسراييلي ظلمونو په اړه يې ګونګه روژه نيولې او دا خاموشي يې نوی صليبي ايتلاف دی.
ښاغلي اردوګان د لويديځې نړۍ تر څنګ پر اسلامي هېوادونو هم نيوکه وکړه، چې د مسلمانانو پر واړندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې هيڅ رښتونی قدم نه پورته کوي.

ښاغلي اردوګان له ګردې اسلامي نړۍ وغوښتل، چې خپل هر ډول اختلافات او شخړې هېرې کړي او ټول بايد د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

د ايراني ولسمشر مرستيال علي يونس وايي، چې د ايران استخباراتو دا پرېکړه کړې، چې د ترکيې اسلامي کنفرانس کې دې د ايراني علماوو استازي ګډون نه کوي او که مولوي عبدالحميد بيا هوايي ډګر ته ولاړ شي، نو امنيتي چارواکي به ترې پاسپورټ واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x