نظــر

د پنځه اویا کلن بوډا د عقیدت څو کارته!

استاد محمد زمان مزمل

دا اختر زما پنځه اویا کلن اختر دی غواړم پدې کې خپلو څو عزیزانو ته چې د نامراده ژوند له اډو یې رخصت اخیستی د دعاوو پېزوینو کارتونه ولېږم او دا په دې خاطر چې یاالله او یا نصیب چې د بل دغسې اختر چانس به پروردګار راکړي او که نه؟ او په همدې ویر چې مبادا طالبان ورونه په سیاست کې د مجاهدینو په شان د شعارونو او وعدو اوږدې تمناوې دوکه کړي او هېواد خدای مکړه د افغان او افغان هاغو جګړو ته تکرار ننباسي چې زموږ غوندې ډېر به پکې بې جنازې خښ شي هغه چې په یؤ تریخ اغاز کې یې د شوروي د وتلو په مهال موږ خپل عزیز ملت ته سر ټیټی کړو له دغئ مؤقتې سرټیټۍ باید ټول عبرت واخلو او طالبان تر نورو زیات، ځکه که مجاهدینو اسلام ته د خلکو نیوکو ګوتې راواړولې اسلام چې په خپل واضح تعریف کې د بدنامۍ هر څه به خپل وخت ردوي ولې مبادا طالبان په خپلو اشتباوو کې مذهبي مشرانو ته د بدنامۍ میراث پرېږدي.

لومړی کارټ:
ګرانې مور ته!
چې اوس یې هم د قبر په خوا کې لکه ماشوم سلګۍ وهم دغې مور ته دعا کووم چې مور جانې زه دې د محبت او خدمت پوروړی یم خدای دې خپله عفوه ددغه خدمت او محبت نعم البدل درکړي او دغه قطعه شعر هم ورته هدیه کوم:

د غم په تَل کې چې تازه لکه د کاچ پاتې یم
مورې زه ستا د ویخو شپو پور او باج پاتې یم
چې ته رایاده شې مورجانې، زه اویا کاله په شا ولاړ شم.

د ستا په یاد د ماشومتوب تنکی مزاج پاتې یم
زه د پرون ماشوم د ستا په حوصلو سړی شوم
د صبرو زغم ملکې مورې زه دې تاج پاتې یم
زما ایمان زما غرور او کره وړه دغه ټول
د کور دننه زه یادګار د ستا د راج پاتې یم
پلار مې د ټول کلي استاد او ته زما استاد وې
ستا توجه وه چې نن زه د پلار سپین پاچ پاتې یم
ته چې ژوندۍ وې زه بې نیازه او سرشار ګرځېدم
نن په مافیا کابل دعاوو ته محتاج پاتې یم
ستا د ګنډلې جوړې ذوق او سټایل په مینه لمانځم

ځکه همزولو کې افغان پخپل رواج پاتې یم
چې به مریض شوم ته به مې سرته په دعا ناسته وې
زمان که پاتې یمه ستا د دعاوو په معراج پاتې یم

دویم کارت:
خپل مربي پلار مولوي مزمل ته!
زما د هغوو کتابونو او درسونو استاده! چې نن یې زه په مینه کې د خپل نامه په حذف ستا یادګار نوم مزمل لیکم.

د هغوو ټولو ستړو منزلونو او نه ماتېدونکو حوصلو چې زما او د جمال لالا او د نورو ورونو په تربیه او تعلیم کې دې وګاللې په دې پنخه اویایم اختر کې دې د خدماتو او محبت د رب د عفوې هغه دعا درته ډالۍ کووم چې تا زموږ د ښې راتلونکې په اړه د کندهار د روضې د جومات شپه په ویخه تېره کړې وه.

درېیم کارت:
باباګانو ته!
د دعا او مغفرت تکرار دعاګانې ډالۍ کووم په تېره عبدالودود بابا ته چې زموږ د طالبۍ په دوران کې د خپل کور په بام زموږ په تلو همېشه شمله سترګو ته نیوله.

د هغه محبت په بدل کې او په سږني اختر کې ددغو ټولو لپاره د مغفرت دعا کووم.

همداسې د مور لخوا خپلې نیا ته چې د مهربانیو سجل یې اوس هم زما په خاطرو کې ژوندی ده، همداسې د مولوي بابا پلار مُلا محمدین بابا ته چې دی او زموږ د پلار مور بي بي د لیدو نه پکې محروم پاتې یو هغه او د هغه ټولو بچیانو ته یعنې زما ترونو ته د مغفرت دعا کوم هغه چې د مذهب د خدمت او دیني علومو سره یې ځان او خپل اولادونه داسې غوټه کړه چې زه هم پکې د یؤې مدرسې فارغ شوم او د خپل صایب نظر له مخې د ډېرو مذهبي ملایانو خطبو ته مې په دې زړه تنګېږي چې ډېری یې د دین په فهم کې ناکام او اکثریت یې د وخت او خلکو په پېژندولو ناکام دي.
په همدې خاطر خپل نالیدلي بابا ته د مغفرت دعاوې لېږم.

څلورم کارت:
خدای بښلي جمال لالا ته!
جې د مرګ او فراق سوګې له ریاض نه پېښور ته په یؤ غمجن الوت کې هغسې کوز کړم چې کېدای شي په دې بلا موده کې ډېرو پکې خپل لالاګان له یاده ایستلي وي ،ولې جمال پخپل ایمانداره شخصیت کې داسې څوک نه وه چې زه یې هېر کړم او هغه د مدرسې په دوران کې زموږ د صنف د ملګرو او د ټول دارالعلوم د شاګردانو لالا وه.
د هغې پاکې مبارزې په خاطر دې خدای د شاکس لویه مقبره په ټولو مړو د عفوې اډه او د جنت نعم البدل کړي. امین.

پنځم کارت:
قدرمن ماما عبدالرؤف خان ته!
چاچې په تنکي ماشومتوب کې د اول ځل لپاره یؤ بې رنګه پینسل زما په لاس کې راکړ او ما نالوستي په سپیره ابدره کې ځان له وخته مخکې میرزا ګاڼه.
عبدالرؤف ماما او ټولو ماماګانو ته دعا کووم چې که ددوی تربیي چتر نه وائ خدای خبر چې نن به موږ ددغه مافیا افغانستان په دننه کې د څومره نورو ځوَر او خیرا اخیستې وې.

شپږم کارت:
تر ټولو عزیز او ایمانداره استاد مولوي فضل الحق صاحب ته!
چا چې د طالبۍ په سر کې موږ د یؤه پاخه مُلاتوب پر مسیر ودراولو.
اوس هم چې پر مرګ یې بلا کلونه تېرېږي د یکه توت بانډه موږ ته چکنور ده او هم هډه.

اووم کارت:
خدای بښلي عبدالرحیم نیازي ته!
چې د هوښیارې مسلمانۍ اول سبق مو له هغه نه د پوهنتون په لیلیه او د زرنګار پارک د وړې تپې پر سر د شنې بختورې کلیمې لاندې واورېد او زده کړ.
نن هم زه فکر کووم چې په راغلو ملګرو کې د شهیدانو پرته هغه څوک چې د نیازي د خبرو غږ یې په غوږو کې انګازه کوي هغه به زه وم.
هغه نیازی چې په دوه کلو کې یې د داسې نهضت نقشه وایستله چې د موجوده مشرانو لس برابره مشران یې د ځان پسې د خدای لور ته په سپین مخ روان کړل.
نیازی، انجنیر حبیب الرحمن، مولوي حبیب الرحمن او هغه ټول عزیزان چې د یؤ تاریخي او مسلمان افغانستان لپاره د تهجدو په مهال راپورته شول او په رښتینې یې خپل ساه ګانې او ژوندون د لوی خدای د رضا توښه کړ دغو ټولو ته د مغفرت او درجو دعا کوم.
په دې خاطر چې نیازي عزیزانو په یؤ کارت کې حق ادا کړم زه قدرمن مجاهد استاد غلام محمد نیازي شهید ته هم دعا کووم چې موږ په مجموع کې ددغو نیازیانو د بلندهمتۍ پوروړي یو ،په تېره استاد غلام محمد نیازی چې د عقلاني مسلمانۍ یؤ بې بدیله رهبر وه او پخبله د عبدالرحیم نیازي استاد او رهبر وه.

اتم کارت:
شهید داد مولا ته!
چې په تنکۍ ځوانۍ کې یې او د پلار د یک یواځیني زوی په حماسه کې یې د ثور د لوغړن انقلاب په اولو ماښامونو کې د ورځې شل خطرناکې رابطې عیارولې چې هر یؤې یې د یؤه جلاد د مرګ خطر له ځان سره درلود او په درې څلورو بدلو جامو او سټایلو کې یې د جلادانو د مراقبت په دهیلز کې د سر فروشۍ دعوت کاوه او په هماغه اولو میاشتو کې یې مورجانه د یک یواځیني داد مولا ماتم ته کېنوله.
زه ددغه عزیز ملګري او شاګرد او د عربي دارالعلوم د هغه باایمانه د عوتګرانو او مبارزینږ لپاره د مغفرت دعا کوم چې کېدای شي د بلې هرې مدرسې په حساب یې زندانیان او قربانیان زیات وي د اختر دعا لېږم.

نهم کارت:
خدای بښلي شهید ادم خان ته!
شهید خدای بښلی ادم خان چې په فطرت کې یې خدای د یؤ حماسه جوړونکي مجاهد هر څه  ځای کړي و او هغه چې د ثور د انقلاب د پوچ مغزو کمیټو او منشیانو پرستېژ یې په ځمکه رانسکور کړ او له ادم خان یې د جهاد او ټول افغانستان ادم خان راوکیښ هغه چې د اتلانو د تقسیم په ورځ د اتلولۍ اولنی کارت باید هغه ته ورکول شوی وائ دغه عزیز ته یې د خپل او د خپلې ملګرۍ د پېزوینې په حساب د خدای نه مغفرت او درجې غواړم.

لسم کارت:
خدای بښلی ملا محمد عمر مجاهد او د هغه بایمانه معاون مولوي صاحب ملا رباني، مولوی احسان الله او هغو چې په یؤ باایمانه تلافي کوونکي هڅه کې وغوښتل چې مخ په سقوط او بدنامۍ روان مجاهدین وژغوري او د جهاد منحرف شوی مسیر تصحیح کړي دغو ټولو ته به خپل ځای د مغفرت دعا او د هغوی بازمندګانو ته او په دې حساسا پړاو کې دداسې دریځ نیولو دعا کوم چې شوی جهاد او راغلې تصحیح پکې نه د پاکستان رنګ واخلي او نه د امریکا او پرنګیانو.

یوولسم کارت:
مولوي صاحب خالص بابا او ټیم یې!
د افغانستان د جهاد دورې علماء چې ټول یې د قدر وړ دي په هغوی کې مولوي خالص بابا او قدرمن ټیم یې مولوي صاحب جلال الدین حقاني، مولوي صاحب جمیل الرحمن، مولوي صاحب منصور دا پکې هغه سرخېل ملایان دي چې که د چا د تنظیم مشران دي او د چا د تنظیم مشران ندي دا پکې هغه مقبول مخکښان وه چې تر ډېرو ښه باایمانه وچلېدل او د جهاد او ملت سره یې پیوند له نورو سیاسي تجارانو سره توپیر درلود.
زه چې هر کله مې پېښې وپاروي او د مشرانو په اړه مې په زړه کې بړاس پیدا شي د خالص بابا سیما مې سترګو ته ودرېږي او لږ راښکته شم چې ځه په مشرانو کې خو دغسې په خپل تعهد ولاړ مشران وه
زه خو دغو عزیزانو ته د اختر په مناسبت د مغفرت او درجو دعا کووم او د ولس نه غواړم چې له دغو سره مینه  او دعا  د ژوند برخه کړي.

دولسم کارت:
شهید استاد زمرک یاسر ته!
هغه چې د حق او جهاد سره د یؤ رښتینې پیوند په خاطر یې ښاغلي او اشنا دوستان په موقع پرېښودل او د ښه نه د ډېر ښه په خوا یې ایماني هڅه له دوستیو روابطو او قومي تړاو نه پاکه او سپینه وساتله.
زه دغه عزیز استاد یاسر ته چې زما او دده په منځ کې د یؤې اوږدې سیاسي لړۍ په لړ کې پای تر ما مخکې شو زه دغه دوست ته د اختر په مناسبت د مغفرت دعا ډالۍ کوم او عزیزو بچیانو ته یې د تسلیت او صبر دعا کووم.

دیارلسم کارت:
همداسې په همدې حساب په دې خاطر چې د خپل ملګري نه جدا نشي په همدې کارت کې د هغوی د مقبرې په ډیزائن د شهید رسول خان په یاد د مغفرت لپه پورته کوم، هغه چې عزیز پلار یې د هغه د متواضع قومندانۍ د مرګ په ورځ دا تکراروله:
چې زویه ته خان وې ته رښتیا رسول خان وې ما نه پېژندلې.
همداسې د شهید ادم خان خواږه ملګري شهید زاهد چې په شهادت یې شمشتو محشر شو دغو ټولو ته د مغفرت دعاګانې پېرزو کووم.
دغه مجموعه ګروپ او ټولو سره رودیانو ته دعا کوم.

څوارلسم کارت:
شهید جهادوال ته!
چې د تره کي او امین دواړو د رالېږلې اردو هیبت او برم یې په هغو ځدرانو کې او د پکتیا په هغو پرخو کې خاورو ته وسپاره چې د تاریخ په اوږدو کې مهاجم فاتحینو دغه قلمرو د غبار په روایت نه وو د سینې لاندې کړی.
جهادوال او د هغوی ټولو ملګرو ته د مغفرت دعا کوم د هغه شهادت په بدل کې ورته ددې اختر مبارکي وایم.
بالمناسبه او په دې خاطر چې د جهادوال ځای ډکوونکی قهرمان وه ددوی د ملګرتوب په پاس شهید قومندان فیض محمد ته هم د مراتبو او مغفرت دعا کوم.

پنځلسم کارت:
شهید بنوال ته!
هغه ماما کاکړ ته د مغفرت لپه پورته کووم چې د سالنګ اخوا په مجاهد قطغن او ترکستان کې یې د جهاد لومړنۍ جغرافیه جوړه کړه او د خپل د کوره یې هومره شهیدان ورکړل هومره چې نورو په یؤه کلي کې ورنکړل.
بالمناسبت زه د سالنګ اخوا ټولو عزیزو شهیدانو ته د مغفرت دعا کووم.

شپاړسم کارت:
خدای بښلي حاجي کشمیر خان ته!
چاچې په خط او بریت ځوانۍ کې د جهاد هغه دروند پېټی په اوږه کړ او تر مرګه یې پخپلو اوږو ټینګ وساته هغه چې نورو په څلوېښت کلنۍ کې او د امریکایانو په راتګ له اوږو وغورځاوه هغه عزیز کشمیر ته په اخلاص دعا کړم.
د چا جنازې ته چې د شیګلنو په روایت د شیګل واړه او زاړه، نر او ښځې دومره په سړک راتوئ شول چې د یؤ شیګلي په روایت تا فکر کاوه د کشمیرخان جنازې ته له هدیرو هم سړي راپورته شوي.
دغه اتل مجاهد کشمیر ته د اختر د دعا په سلسله کې له خدایه قبول جهاد، بخښنه او مراتب غواړم.

اولسم کارت:
شهید مولوي شفیع الله ته!
شیهد مولوي شفیع الله چې د کابل په یؤ حساس موقیعت کې د جهاد جنډه تر ډېرو مخکې پورته کړه هغه د زړورتوب او ایماندارۍ هغه تمسال وه چې باید د ټولو تقسیم کوونکو القابو خلاف د هغه د جهاد قدر او احترام وساتو او هغه ته د یؤه مخکښ مجاهد مُلا په دود د مغفرت دعا کووم.
بالمناسبه زموږ په ولسوالۍ کې مولوي صاحب تره خیل، ملامحمدین ،حاجي غازي دې ټولو ته د قبول جهاد او معفرت لپه پورته کووم.

اتلسم کارت:
په کابل کې د سرکاتب درې اتل او شهید زامن شهید شاهد، شهید کریم، شهید بریالي دغو ټولو ته چې په شمال کې د شوروي اتحاد عسکري کانوایانو ته د ټکر پورته پخپل وطن کې د تېرېدو اندېښنې جوړې کړې وې دغو ټولو ته د قبول جهاد او د مغفرت لاس پورته کووم.
بالمناسبه شهید آمر صاحب وکیل او شهید قومندان عبدالکریم باغرقی، شهید عبدالقادر، شهید شفیع الله ،شهید محمد انور او نور چې له قلم پاتې شول ټولو ته دعا کووم.
دغه ټولو ته چې د یؤ مجاهد د نسل مخکښان وه په همدې مناسبت دعا کوم.

نولسم کارت:
د پهلوان د غره کوربه مجاهدین شهید استاد فرید، شهید عبیدالله نیازی، شهید مولوي سید باشي، شهید مؤید، خدای بښلی استاد فتح محمد، شهید احمدي ،شهید څارنوال عبدالرؤف او ددوی باایمانه ملګرو ته د مغفرت قبول شهادت او لوړ درجاتو دعا کوم.
چاچې د مالاجاتو په ترازو او د تېرې او سټوکنډو د اتلانو په ترازو د دښمن د کاروانونو تسلسل نېمګړی او مات وساته.

شلم کارت:
ډاکټر حنیف صاحت ته!
خدای بښلی ډاکټر صاحب حنیف هغه سپېڅلی مجددي چې د خپل نیکه او حضرت عمر په تآثر یې چاته سر ټیټ نه شو
هغه چې د مولوي فیضان په روایت په لوی کندهار کې د جهاد د مخکښانو په سجل کې خپل نوم ثبت کړ، هغه چې د یؤ کندهاري دراني تآثر جذباتو یې د غلطو او اشتباوو په وړاندې د درېدو حوصله د ماتو له کړپیو نه په غرور تېره کړه.
زه دغه عزیز دوست ته د هغه د ایمانداره درېځو په خاطر د مغفرت او عقیدت دعا لېږم.

یوویشتم کارت:
شهید مژده ته!
چې هېڅ وخت یې د حق په ویلو او لیکلو کې د چا له ویرې ګوتې او شونډې ونه رېږدېدلې هغه چې په تاجک تبار کې د یؤې بشپړې سپېڅلې ملي روحې نه بشپړ برخمن وه.
زما او د انجنیر احمد شاه د عمرونو ملګری وه هغه ته مې دې خدای تېرې دعا قبولې کړي او په راتلونکي کې به یې له باده ونه باسم.

دوه ویشتم کارت:
خدای بښلی میرحمزه ته!
خدای بښلی میر حمزه او قدرمن ورور محمد جلال دا مې د نهضت او د جهاد د پړاو هغه دوستان وه چې د جنجال او جدل نه په ډک پړاو کې پخپلو کې په یؤه ښه دوستۍ او معافیت کې روان وه داسې ورځ مې نه یادېږي چې زه د حزب او جمعیت په جنجالي ماجرا کې له هغوی سره په تعصب او تحزب طرف شوی وم او نه دوی.
نن چې هغه دواړه عزیزان زموږ له کتاره تللي د هغوی له اولادو سره مو تر هغه ښه روابط دي.
زه دغو عزیزانو ته د مغفرت دعا لېږم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

په بښنی سره ٗ پنځه اویا کلن شوي خو طالبان دې و نه پیژندل ٗ په تیره دا د شلو کلو چهاد کې . د دومره ډیرو علماو او طالبانو شهیدانو ته دې یو کارت ورنکړ ٗ که نه د تا کارت ضرورت هم نلرې . دوی د الله په لاره جهاد کړی او د چا کارت ئې په کار نده . ډیر د افسوس ځای ده.

سلامت خان

محترم محمد زمان استاذ ! سلامونه او د اختر مبارکۍ قبولې کړې. کاشکې مو دا مجاهد پالنه، عالم پالنه او شهید پالنه یو څه اپډېټ شوې وای چې د صليبي یرغل په خلاف هغو شهيدو شويو فدايانو او شهيدانو ته مو هم يو د دعا کارت ليکلی وای چې چې په خپله مېړانه او استشهاد یې افغانان يې د غربيانو په لاس له غلام کېدلو وژغورل، که نه اوس به تاسو هم په همدې پنځه اويا کنۍ کې د پتلون اغوستلو او د انګرېزۍ د زده کړې د پرونوونسېشن تمرين ته مجبوره واست.

غ.حضرت

دا به د ګران او ښاغلی ورور مزمل او بل هر چا قانونی حق وی چی د خپلی خوښی او مینی وړ دوستانو ته د مبارکۍ یا تسلۍ کارټونه ولیکی. امّا بله خبره: د ښاری سیمی او صحرائی سیمی اوسیدونکی او یا خپله ښار او صحرا هر یو ځانته بېل فضیلتونه او ښېګڼی او مثبتی او منفی ځانګړتیاوی لری. ښاری خلګ د خپلو ښادیو د مراسمو د سر ته رسولو په موخه هفتې هفتې مخکی لیست جوړوی د کارت یا کلماتو په ذریعه خپلو دوستانو او آشنایانو ته ( مثلاً ) د واده په مراسمو کی د ګډون بلنه ورکوی.… نور لوستل »

PATTANG

حضرتخانه نوره کنایه دې په ما پورې تعلق نلري خو دا حقیقت ندی او له حقیقته لرې خبره ده چې د جومات اوجوماتي اعلان په زریعه به ټول لرې پراته دوستان واده ته خبرېدل چې واده او یا ښادي ده ! په تېرو کلونو کې به دې واده لپاره رقعي لیکل کېدې او هغه به یې بیا ډم ته ورکولې او ډم به هغه بلن لیکونه لرې پراته کلي او یا کلیو ته ، په هفتو مخ کې له ښادي څخه په پښو تګ کا وه او دوستان به یې خبرول ! په اخرو وختو کې باسیکلونه موډ او رواج… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x