خبرتیاوی او پیغامونه

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د مولوي انوارالحق مجاهد د مبارکۍ پیغام

الحمدلله اللذي اعزجنده و نصر عبده والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده.

وبعد:
ټولو هغه مؤمنینو او مؤمناتو ته، چې د رمضان مبارکې روژې یې ایماناً او احتساباً اداء کړي، د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوم او له الله تعالی څخه ور ته د قبولیت او دوامدارې بندګۍ د توفیق دعاء غواړم.

له موقع څخه په استفادې غواړم د خپلو مسلمانانو او خصوصاً افغانانو سره یو څو خبرې شریکې کړم.

که تاریخ ته وګورو دا حقیقت به ووینو، چې کله هم مسلمانانو خپلې قضایا د امت بللي، بر لاسي یې تر لاسه کړې او کله یې، چې قضیه په جغرافیوي حدودو کې محدوده د ځان بللې، نو دشمن بریالی شوی، که لرې لاړ نه شو او تقریبا سل کاله مخکې د عثماني خلافت د پای مرحله وګورو، امت د همدغې مصیبت ښکار شو، چې له ټوټه ټوټه زخمونو یې، دا دی نن 99 كاله بعد هم د وينو د پوارو شاهدان يو او اوس هم زمونږ په ژبه دا اصطلاح څرخیږي، چې د فلسطین مسئله، کشمیر مسئله، افغانستان مسئله د بورما مسئله ….او ددې قضایاوو چې زخمونه په ناسور بدلیږي او دې هرې قضیې چې د کلونو پر ځای لسیزی وخت ونیولو او لا هم روانې دي، لامل یی همدا دی چې د امت قضیه نه ده بلل شوی او بیا هم تر څو چې د امت د قضایاوو صورت و نه نیسي دا قضایا به همداسې وي او نورې به هم مینځ ته راځي، په دې رابطه د الله تعالی او مؤمنانو په وړاندې لوی مسئولیت د اسلامي امت د علماؤو، سیاسیونو، لیکوالانو او د قضایاوو رهبرۍ ته راجع دی ،چې د امت قضایا تر جغرافیوي حدودو محدودې ونه ساتي او دا به مونږ نه یو چې محدودې مسئلې مو عالمي کړي، بلکې دښمن دی چې جهارا نهارا یې د اسلامي امت د متحدې عقیدې او نظریې پر خلاف جنګ اعلان کړی، خو هغوي د یوه ملت او امت په توګه زمونږ په خلاف د جنګ په یوه جبهه کې سره راټول دي، خو زمونږ د سکنیو په وسیله او زمونږ په ژبه، زمونږ امت ته دا تلقین راکوي، چې د افغانستان مسئله د افغانانو او بیت المقدس مسئله د فلسطینیانو او دکشمیر مسئله د کشمیریانو او د بورما مسئله د بورمایانو ………….ده .

اصلاً د همدغې نظریې او مفکورې د ترویج له لارې دښمن ته خپل مسلمان ورور له پښو رانیول کیږي دا که د مجبوریت، که د سیاست، که د ملي منافعو او که د کوم بل حکمت په پلمه او عنوان وي، خو پایله یې همدا یوه ده، چې د مظلومو مؤمنانو یوه قضیه به هم نه حل شي، نه به د آرام او خوښۍ ورځ وویني، همدا حدیث شریف به د نن ورځې مسلمانانو ته کافي وي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي (( مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، كَمَثَلِ الْجَسَدِ الْوَاحِدِ، إِذَا اشْتَكَى عُضْوٌ مِنْهُ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْأَعْضَاءِ بِالْحُمَّى، وَالسَّهَرِ.)) ترجمه : د مؤمنانو د مینې محبت او اتفاق مثال په خپلو مینځونو کې داسې دی، لکه دوي چې ټول یو جسد او بدن وي، که د بدن یوه برخه په تکلیف وي، د بدن ټولې اعضاء ورسره په شکایت او نا قلاره وی.

که حقیقت درک کړو، جرئت ولرو او د مادي امتیازاتو څخه تیر شو، نو ان شاء الله د امت غښتلي علماء کرام، سیاسي مشران او مبلغین کولای شو، چې ددې قضایاؤو د حل ارمان ته ورسیږو او خپل مسئولیت تر یوه حده اداء کړو، که نه ټول به په لوي مسئولیت او ملامتیا کې راګیر یو.

راځئ خپلې قضایا دامت وبولو او د امت قضایا خپلې وبولو د بیت المقدس مسئله د امت مسئله ده، دې ته د اسلامي هیوادونو او تنظیمونو لخوا د فلسطیني قضیې په نظر کتل د بیت المقدس سره جفاء او ظلم او د یهودو سره غیر مستقیمه مرسته ده، چې قابل د برداشت نه ده.

مؤمنان دې د خپلو دعاګانو له لارې د بیت المقدس او هلته د مسلمانانو د حفاظت لپاره خصوصي پام وکړي او په خپلو حاکمانو
دې فشار راوړي، چې هریو د بیت المقدس پر حریم تیری، په خپلو حدودو یهودي تجاوز وبولي او عملاً مسؤلیتونه دې رفع کړي .
د افغانستان محترم او مجاهد ولسه !

الحمدلله د اسلامي امارت په قیادت کې په الهی نصرت افغانانو په مسلحانه جهاد وکولای شول، چې د دې زمانې فرعوني طاقت ماتې ته نزدې کړي، اخري سلګۍ یې په داسې حالت کې دي که الله تعالی مونږ ته استقامت راکړي او د دښمن د سیاستونو په لومو کې ګیر نه شو، لیرې نه ده، چې ان شاء الله هغه ورځ به هم وګورو چې د شورویانو په څېر صلیبي یر غلګر به هم سرکوزي له افغانستان نه وتښتي، مونږ ته به عالیقدر بابا رحمة الله علیه ویل : ( چې افغانستان اخر هم د افغانانو دی، حتماً به امریکایان ځي، خو د افغانانو ایمان او همت به کتل کیږي ) الحمد لله افغانان د همت او ایمان په میدان کې بریالي شول، خو بیا هم افغانان يو ځل بيا له ازميښت سره مخ کیدونکي دي، که دیانت، جرئت، فراصت، حلم او حوصله و نه لرو او د برترۍ معیار تقوا او پوهه و نه نیسو، نو بیا به ( خدای ناکرده) د تیر انقلاب د پایلو انتظار باسو، که مجرم ته د مجرم په نظر و نه ګورو، جرمونو ته به د ودې ورکولو په معنی وي، که مجاهد او اربکی، د افغانیت په ترازو برابر بلل کیږي، دا به ظلم او پایله به یې ډیره دردوونکي وي، عفوه کول په اسلام کې لوړ مقام لري او عفوه غوښتل او اعتراف هم په انسانیت کې خاص ځای لري، خو له دې عنوانونو څخه دې ناوړه استفاده نه کیږي، که شخصي او سیاسي انتقامونه بدې پایلې لري، همدغه راز شخصي او سیاسي عفوی هم د جهاد ثمراتو ته نقصان رسوي، دې کې شک نشته، چې د انقلاب په اوږدو کې د مجرمانو په شتون سترګې نه شو پټولاي، ځکه روسان بیا امریکایان د چا په حمایه کې دلته ووسیدل او روسان چا راوستل، بیا امریکایانو څوک راوستل، د جهاد په صف کې هم دداسې خلکو له موجودیت نه انکار نه شي کیدای، چې عرفاً او شرعاً مجرمین دي، خو د عفوی او مجازات لپاره تعادل په کار دی، داسې نه شي چې له ټولو نه لوي مجرم ته لوي د شاباسۍ مډال ورکړل شي او یا د لوي مجرم په لاس یوه واړه مجرم ته د مرګ سزا ورکول شي، اصلاً د عفوی او مجازات په اړه څه حقوق، عام ملت لري، چې همدا ملت د انقلاب په اوږدو کې ځپل شوی، خو بیا تل له خپل دې حقوقو نه محروم ساتل شوي، نه باید چې بیا داسې وشي، ځکه لکه چې و مو لیدل په طبقاتي حاکمیت کې ددې خطرات ډیر وي، اسلامي نظام زمونږ ټولو هیله، یوازینی مقدس ارمان او د قربانیو قیمت دی، قیام او ساتل یې د ټول ملت مشترک مسؤلیت دی.

په پای کې بیا هم د جهاد په سنګرونو، د دشمن په زندانونو، د روغتونونو په دهلیزونو او د هجرت په کورونو د شهداوو ورثوو او د ګران هیواد په غرو رغونو کې خپلو هیواد والو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او له لایزال رب څخه ورته فتحه، بری او خوښي غواړم، راتلونکی اختر له الله تعالی نه غواړم په داسې حالت کې ولمانځو چې ټول اسلامي امت خصوصا افغانان د ازادۍ، خوشحالۍ، او د عزت په مقام فایز او بریالی وي. امین

مولوي انوارالحق مجاهد د جهادي رهبر محترم خالص بابا رحمه الله زوی او ځایناستی

۲۹/۹/۱۴۴۲هـ ق
۲۱/۲/۱۴۰۰هـ ش
2021/05/11م

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x