افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: له طالبانو  تسلیمي نه غواړو، هر وخت ټاکنو ته چمتو یو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غویي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي،  هر څومره ژر  چې  شونې وي، دی او همکاران یې  ټاکنو ته چمتو دي.

غني چې نن یې له ارګ څخه د اختر په مناسبت خپله وینا اوروله وویل، چې له طالبانو تسلیمي نه غواړي، خو هدف یې دادی چې هغوی له سیاسي لارې روان بحران حل کړي، ځکه دده له قوله، جګړه او زور د حل لار نه ده.

نوموړي وړاندې ټاکنې ترسره کېدل او د ولسمشرانو بدلون د جمهوریت ښېګڼه بللې او پر طالبانو یې غږ کړی، چې دی او همکاران یې هر وخت ټاکنو ته چمتو دي.

غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، چې دا کار د ملي یووالي د ټینګښت لپاره یو ستر فرصت دی، چې دده په خبره، د افغانستان په معاصر تاریخ کې بېساری دی او طالبان هم د روغې جوړې لپاره تر دې ښه وخت نشي موندلی.

نوموړي طالبان د جګړې په زیاتوالي تورن کړل او ادعاء یې وکړه، چې د پاکستان لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» کابل ته د خپل سفر په مهال ویلي، چې د طالبانو امارت ورته د منلو وړ نه دی او ملاتړ یې له جمهوري نظام سره دی.

د غني پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې  نېټې ښایي د بهرنیانو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د غني څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې يې په بیا، بیا په ټاکنو کې ګډون رد کړی و او د غني حکومت یې نامشروع بللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټاکنو کی به طالب هیڅکله هم بریالی نشی او نه به هغوی دی کار زړه ښه کړی. هغوی به حتمآ یو حدیث یو روایت جوړه وی چی د ټاکنو اصول ساده او اکثریت بیسواده خلکو ته ناروا ثابته کړی.

طاهر ثابت

طوطی سیب یوه خبره خو دخپل فکر له محصول نه وکړه. پردی خبری دطوطی مینا په ډول وایی. مګر دا زړه دروغ خبره رښتیا ښکاری. دا نه چه طالبان دخلکو تایید نلری. زما دکوچنی والی خبره یادیږی چه داکثریت رایی څنګه حیف ومیل شوی وی. رښتیا طالبان نسی کامیابه کیدای. ددیموکراسی هر قدم په چل او ددغابازی په اصولو جوړ سوی او دیموکراتان هیڅکله نغواړی چه له دوی نه سوا نور څوک انتخاب سی. طالبان به لیونی وی چه داوسنی نظام په وسایلو باور کوی هغوی په دی شلو کالو کی په خپل مینځ کی رښتیا انتخابات ندی کړی نو… نور لوستل »

Adam Khan
No, no, no that is not the case honey.
Say it like this "Talib is asking me to surrender ASAP but I will see what I can do"
الحاج استاذ بیانزی

غنی په داسی یوه کوچنی خوله خبری کوی چه اصلا هغه خوله نشته ، غنی خوله کی لودسپیکر دی څه چه ورته امریکا او ناتو د ویلو او کولو قومانده ورکوی غنی هغه وایی لنډا به داسی ووایو چه غنی په غلامه کوچنی خوله لویی خبری کول خوب او خیال دی. د باجوه د دی خبری په اړه : چه اسلامی امارت ورته د منلو نه دی او د کابل اداری ملاتړی دی لمړی بند یی چه اسلامی امارت ( الهی نظام ) نه منی سمه وایی پاکستان هم د انګریزانو غلام او سکولر ( کفری حکومت ) لوی درستیز… نور لوستل »

طاهر ثابت

غنی خو عجیب ساده او کند سړی وخوت. هغه نخری هغه په امریکایی دروازو کی د جنګ ګدایی او هغه زمونږ په شمول هوشدارونه چه دا ټول په دی ولاړ ښکاری چه ګواکی غنی له حقیقت نه ناخبره ناجایزه شرطونه ږدی او په حقیقت کی دطالبانو تسلیمی غواړی. اوس چه یی هرڅه ویجاړ کړل بیا ده ته احساس پیدا کیږی چه ددوی تیر بد افعال دطالبانو په تسلیمی مه ترجمه کوی. ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ تربدو لابد دا چه اوس هم انتخابات غواړی. یاخو بیخی دسادګی له سرحد اووښتی ده او یا اوس هم دخیال په دنیا کی دمکرو په جوړولو باندی بوخت… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

وَ إِنْ تُطِعْ أَکْثَرَ مَنْ فِی الأَرْضِ یُضِلُّوکَ عَنْ سَبیلِ اللّهِ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَ إِنْ هُمْ إِلاّ یَخْرُصُونَ اوکه ته چیری خبره ومنی داکثریت له هغونه چه په زمکه کی دی نودوی به ګمراه کی تا دالله له لارینه پیروی نکوی دوی مګر دګمان نه دی دوی صرف خیالی خبری کوی. سوره الانعام ،۱۱۶،۱۱۷إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ یَضِلُّ عَنْ سَبیلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدینَ . بیشکه ستارب ښه پوه دۍ چه څوک لیری کیږی دهغه دلاری نه اوهغه ښه پوه دۍ پرسمه لارتلونکوباندیـ وَالَّـذِيْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِـمْ وَاَقَامُوا الصَّلَاةَۖ وَاَمْرُهُـمْ شُوْرٰى بَيْنَـهُمْۖ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُـمْ يُنْفِقُوْنَ (38سوره -۴۲-الشورا آیات… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x