افغانستانسولې اړوند خبرونه

باجوه: پاکستان د افغانستان په سولې پروسه کې مخلصانه همکاري کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غویي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د پوځ لوی درستیز  «جنرال قمر جاوید باجوه» وایي، هیواد یې د افغانستان په سولې پروسه کې مخلصانه مرسته کوي.

باجوه په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له شارژدافیرې«انجیلا اګلییر» سره په لیدنه کې د پاکستان-امریکا د دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ د افغان سولې په اړه هم خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې باجوه ویلي، چې هیواد يې د افغانستان په سولې پروسه کې مخلصانه همکاري کوي او باور لري، چې باثباته افغانستان د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان په ګټه دی.

باجوه داسې مهال د افغان سولې پروسه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي، چې تېره اوونۍ نوموړی د یوه پلاوي په ملتیا په یوه نا اعلان شوی کابل ته راغلی، او دلته یې له اشرف غني، عبدالله عبدالله او د حکومت له نورو لوړپوړو چاوراکو سره ولیدل.

که څه هم ددې لیدنو جزئيات پټ پاتې شول، خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، دوی د برتانیا په منځګړیتوب غواړي د اسلام اباد او کابل تر منځ دوه اړخیزې اړیکې غښتلې کړي او د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي همکارۍ سندونه لاسلیک شي.

د خلیلزاد له قوله، کابل ته د باجوه سفر په همدې موخه و.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، باجوه کابل ته د خپل سفر په مهال ډاډ ورکړی، چې د طالبانو له امارت ملاتړ نه کوي، بلکې د غني د جمهوریت ملا تړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

بلی پنجابیه باجوه تاسی شیطانو منافقو د انګلیس چوچه ګانو د ظالم شورویانو غلامانو وحشت وخت کښي او بیا ددوی ظالم بادار یرغل افغانستان څخه غیری اسلامی ، غیری انسانی او غیر د ګاونډی شرائيطو مراعات افغان غیرتی ملت ته ثابت شوۍ دی چی تاسی افغان ملت تباهی لپاره د امریکا او انګلیس په هدایت او مصرف رنګارنګ مکروبونه وروزل چی اوس ئي یوه برخه کابل کښی ده او افغان ملت ئي ګروګان ساتلۍ دی او د ملت تباهی باندی لګیا دی او د بلی برخی باره کښی هم د تاسو هلی ځلی روانی دی چی افغان ملت لا پسی… نور لوستل »

طوطی

د دغه ## په خبره به کوم ## اعتبار کوی. دوی کچیری غوښتل چی افغانستان کی سوله راشی دا کار یی شل کاله مخکی کوالی شو.

طوطی

هر څوک چی پر پاکستان باور کوی په اشتباه او غلطی کی دي. پاکستان به هیڅکله خپل نیابتی عسکر په مفته ور نکړی مګر چی ډیره ګټه پکی نوی. د چین د یو مشر سفر کابل ته بیا د پاکستان د پارلمانی هیت سفر او ورپسې د پاکستان د فوځی مشرانو سفرونه او بالاخره له افغانستان څخه د چین په لور د سړک جوړونی کار چی ۱۵٪ یی لا له مخی اعلان شو چی جوړ شوی. په دغه لار به پاکستان هم خپله راکړه ورکړه له منخنی آسیا سره کوی دا ټول پر مختګونه ممکن سبب د دي شی چی… نور لوستل »

طوطی

نوی تحلیل: نیکمرغه اختر تولو ته عبادتونه او روژمی مو قبول سه. ویل کیږی چی غنی به له باجوه سره د انګلیس او د امریکی په وساطت یوه ننګینه معاهده لکه د کندمک د معاهدې په شان له پاکستان سره امضاء کړی. د دې معاهدی په اساس به پاکستان ته د دی حق ورکړل شی چی په آزادانه توګه په افغانستان که د پاکستانی طالبانو او نورو په اصطلاح ترهګرو پر ضد نظامی عملیات وکړی. دی معاهدې کی ویل کیږی چی د افغانستان عسکر او صاحبمنصبان چی تول اخراجات یی انګلیس او امریکا په غاړه اخلی هم په پاکستان کی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x