نظــر

توکم وژنه – دريمه برخه

بريال پاسنی

د توکم وژنې قضيې:

په دې پاراګراف کې د توکم وژنې په ارتباط، په اجمالي ډول څو ډوله واقعات چې بې له کوم شکه د توکم وژنې د تعريف د تطبيقي ساحې په چوکاټ کې راځي؛ د لوستونکو مخې ته د غور او قضاوت له پاره ږدو.

اول: د مساجدو او دينو مدارسو بمبار:

په کندز، تخار، ميدان او ننګرهار کې د ديني مدارسو بمباران او د تنکېو شاګردانو وژل د موجوده منل شوي تعريف په چوکاټ کې واضح توکم وژنه ده. تعريف ته مراجعه هر لوستونکي ته دا بې له کومې ستونزي په ډاګه کوي چې د مدارسو په نخښه کول چې مذهبي تعليمي مرکزونه دي، د توکم وژنې په تعريف کې په ښکاره الفاظو شامل دي. بيا بيا تکرار يې او هغه هم بيا د شلو اوږدو کلونو په دوران کې د مرتکبينو جرمي نيت چې توکم وژنه ده په واضح او بې له کوم ادنی شکه څرګندوي.

د بهرنيو قواو د متبوعه دولتونو له خوا،( چې تقريباً ټول يې د توکم وژنې د کنوانسيون غړي دي او د کنوانسيون مطابق مکلفيت لري چې د توکم وژنې له جرايمو څخه مخنيوی وکړي او د وقوع په صورت کې يې مرتکبين مجازات کړي)،چې د افغانستان مځکه او اسمان يې تر تسلط لاندې دي، د مرتکبينو نه تعقيب او عدم مجازاتImpunity يو بل اضافي دليل دی چې په وسيله يې د يرغلګرو قواوو جرمي ذهنيت ته چې د نيت او قبلې پلان په معنی دی؛ لار موندلای شو.
البته دا احتمالي اعتراض چې د هيواد ټولې مدرسې نه دي بمبار شوي، تعريف ته په مراجعه له اعتباره غورځي. د کل او جز موضوع اصلاً مطرح نه ده او تعريف دلته لازم صراحت لري.(په تعريف کې د مذهبي ګروپ عنصر او د کل او جز افاده وګورۍ).

دويم: ړندې بمبارۍ او د ملکي خلکو وژل:

په ارزګان، فراه، کندهار، کندز، خوست، ننګرهار او نورو ګڼو ولايتونو کې چې د ټولو ليکل يې مطلب اوږدوي د ملکي خلکو وژنې ( ړندې بمبارۍ) او شپنيز عمليات چې معمولاً د امريکا د استخباراتي ايجنسيو له خوا پلان او اجراء کېږي او په راپورونو يې اړوند ادارې او د راډيو ګانو ارشيفونه ډک دي، د توکم وژنې نمونې دي. ناټو او امريکايي قوماندانۍ د زرګونو عسکرو او اجيرانو په درلودلو سره چې يو وخت يې يواځې د نظاميانو تعداد د ۱۵۰۰۰۰عسکروته رسيده خپله نظامي خصوصاً هوايي برترۍ او تسلط د هيواد په اکثره برخو تر ننه ساتلې ده.

که يې غوښتې وای په داسې حال کې چې د توکم وژنې د کنوانسيون مطابق مکلفيت هم لري کولای يې شول چې د خپل نظامي طاقت، استخباراتي شبکو او ماډرنې ټکنالوژۍ په مرسته په ډيره اسانتيا د دې ډول ناوړو پيښو د وقوع او باربار تکرار څخه مخنيوی وکړي.

ددې ډول حوادثو متواتره وقوع او ورپسې معمول بوږنونکي اهمال (Ignorance) او وژونکې بې تفاوتي بې له دې بله نتيجه چې د معافيت کلچر نور هم عام کړي او بې له دې بله معنی چې دا ډول کړنې د امريکا د نظامي مشن له عمومي هدف سره چې توکم وژنه ده بالکل سمون نه شي درلودلای.

تور، سپين، ګډوله، جمهوري خواه او ديموکرات هر يو په خپل نوبت او خپل طاقت دا مشن چې اصلاً او په پراخه پيمانه د منل شوي تعريف مطابق توکم وژنه ده په خورا دقت او سپين سترګۍ مخ ته يو وړ. په طالبانو د کلي او يا جزي مسؤليت د ور اړولو هڅې چې د ملل متحد په راپورونو کې وخت په وخت را ښکاره کېږي او يايې د امريکا په تنخواه سپاره مطبوعات نغارې ډنګوي د صحت د فرضولو په صورت کې هم نه شي کولای د يرغلګرو ځواکونو او د هغوی د نظامي او سياسي ليډرشپ د مسوليت پيټي سپک کړي. اشغالګر د ملکي وګړو د حفاظت مسؤليت لري، يواځې د عامل په ګوته کول مسؤليت له منځه نه وړي.

دريم: مالي خسارات:

بمبارۍ، شپنيز عمليات او په ګڼ ميشتو ساحو کې نظامي کړنې يواځې جاني خسارات نه رامنځته کوي بلکه داخلي مهاجرتونه او مالي خسارات هم منځ ته راوړي. په ننګرهار کې د کوړم د کلي بمبارۍ، د اچېن په ولسوالۍ د بمونو د مور غورځول، په هلمند کې د بهرام چې د بازار ويجاړول،(کان لم يغنوا فيها) د لښکرګاه تازه واقعات او نور په سلګونو زړه دردونکې پيښې په ټول هيواد کې د توکم وژنې د منل شوي تعريف د دريمې فقرې لاندې راځي.

همدا ډول د داخلي زرګونو بې ځايه شوو کورنيو بد حالت چې نن سبا د ښارونو په پنډ غالو کې بې له دې چې د ژوند ابتدايي اسانتياوو ته لاس رسی ولري ښکاره تدريجي مرګ دی چې د تعريف د دريمې فقرې لاندي صريح توکم وژنه ده. دې کورنيو په کليو او بانډو کې د ژوند ټول امکانات يا د همېشه له لاسه ورکړي او يا ورته فعلا لاس رسي نه لري. هر عاقل نفس د دې ډول بې معنی ژوند او د هغه ناګواره تاثيرات په ټولنيز جوړښت باندې بې له کوم مشکله درک کولاي شي.

څلورم: فزيکې يا جسمي خسارات:

په تيرو شلو کلونو کې نه دا چې يواځې ګڼ شمير ملکي خلک په اجتماعي او انفرادي ډول وژل شوي دي بلکه بې شميره هيواد وال له کورونو ايستل شوي او يا اړ شوي، زخميان شوي او په معيوب حالت کې خپل ژوند چې اوس ورته په يو درانه پيټي تبديل شوي دي مخ ته بيايي.

دا له شکه وتلې خبره ده چې په هيواد کې د معيوبينو زياتيدونکی شمير چې اوس تر درې ميليونه اوړي د روسي او امريکايي تجاوزونو مستقيمه نتيجه ده. افغانستان تر روسي يرغل وړاندې د نړۍ د ډيرو با امنيته هيوادونو له جملي ګڼل کېده. د ترورستانو او هيپيانو کاروانونه له هراته تر تورخمه بې له کومې وړې ستونزې په ښارونو او لويو لارو کې په پوره امنيت او ډاډ د هندوستان او نيپال په لور سپاره او پياده نر او ښځې له خپلو ډانګونو او بسترو سره ورو ورو ټکېدل. افغانستان د هر بابا کول (فرانسويان دغه هسيانويان بابا کول بولي) د ژوند ددې لوی سفر يعنې له اروپا څخه تر نيپاله خوږه خاطره ده.

د مخدره موادو کرکيله چې د طالبانو په څلور کاله حکمرانۍ کې صفر ته راکښته شوي وه، اوس بيا دې حد ته رسيږي چې افغانستان يې په کشت کې د نړۍ په کچه سيال نه لري. واضح خبره ده چې د مخدره موادو قاچاق بهر او برعکس داخل ته د الکحولو او هغه موادو چې په( Tablet K) مشهور دي د روان جنګي اقتصاد مهمه پايه ده چې سترې اجتماعي، اخلاقي او اقتصادي ستونزي يې رامنځ ته کړي دي.
که څوک دا فکر کوي چې دا هرڅه دې يواځې او يواځې د افغانانو د لاس چاره وي د امريکايي زبر ځواک ستر طاقت ته او د يو اشغالګر هيواد په حيث ددې اشغال شوي هيواد يعنې افغانستان په مقابل کې د امريکا مسؤليت ته نظر نه کوي او يايې نه ويني.

دا چارې د توکم وژنې د تعريف د دريمې فقرې په ارتباط وګورۍ. وروستۍ تخمينات د معتادينو شمير تر درې ميليونه کسانو زيات بولي. په هر صورت ددې معتادينو تعداد دومره زيات دي چې د ښار په هر ناولي ګوټ کې په درجنونو ليدل کېږي. په دې حالت چې يواځې د يرغل څخه وروسته په افغاني ټولنه کې شروع او تر دې حده شايع شوې ده، غير له ملت وژنې چې د توکم وژني، په تعريف کې صراحت لري د بلې کلمې اطلاق د ځان غولول او خلکو ته په سترګو کې خاورې شيندل دي.

دا يو منلی حقيقت دی چې توکم وژنه په نيت پيژندل کېږي. جرمي نيت په دې معنی دي چې مرتکب دا مني چې هغه څه چې دی يې انجاموي څرګند جرم دي. مرتکب د عمل په جرمي طبيعت او د عمل په عواقبو پوهه لري. مرتکب سره له علمه د جرمي عمل انجام ته له تدبيره کار اخلي، پلان جوړوي او په مستقله اراده عمل ته اقدام کوي نو ځکه يې مسؤليت تر غير عمدي جرايمو په لوړه سطحه مطرح دی. په دې هم پوهيږو چې مجرمين په عين حال کې دا کوښښ هم کوي چې د جرم د ارتکاب اثار او علايم چې د نيت په شناخت کې مؤثر رول لري له منَځه يوسي، په مختلفو لارو يې له عامه او حرفوي انظارو پټ وساتي او احياناً کوښښ کوي چې د جرم د ارتکاب حالات داسې مغشوش کړي چې جرمي نيت په کې بيخي ښکاره نه شي.

نور بيا…..

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x