افغانستان

کابل کې د مسجد دننه چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ غویي، ۱۴۰۰ل):د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍکې د لمانځه په مهال د یوه مسجد دننه چاودنه شوې، چې له امله یې تر دې دمه اووه ویشت تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کابل امنیه قومنداني وایي، نن ورځ غرمه مهال ۱:۳۰ بجې شاوخوا د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ اړوند قلعه مراد بیک نومي سیمه کې د «حاجي بخشي» په نوم د یوه جومات دننه داسې  مهال چاودنه شوې، چې خلک د جمعې د لمانځه اداء کولو ته پکښې راټول شوي وو.

د امنیه قومندانۍ د اعلامیې له مخې، په دې چاودنه کې تر دې دمه د جومات د امام (مفتي نعمان فضلي) په ګډون دوولس تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي، چې ټول یې ولسي وګړي دي او د ژغورنې ټیمونو روغتونونو ته انتقال کړي.

ورته مهال یو شمېر امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې ماین د محراب په څنګ کې ځای په ځای شوی و، او د لمانځه په مهال چاودنه ورکړل شوې.

دغه چاودنه داسې مهال ده، چې د اختر په مناسبت په ټول هیواد کې درې ورځنی اوربند اعلان شوی او جګړه په بې ساري ډول کمه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د یوه ملا په خاطر چی ویل یی نور جنګ جواز نلری په لس ګونو نور شهیدان شول. زه به څه نه وایم چی دا کار د چا دی. پدی سیمه د روژی میاشت کی ډیری خرابی د موټرو د سوځیدو له وجی د خلکو په نصیب کی شوې، بیا په دوهم ځل څو موټرو ته اور واچول شو، د برق ستری پایی ویجاړې شوی او اوس هم وینو چی په جومات د مین چاودنه هغه هم د اختر په ورځ. فقط خلک باید ووژل شی که یی حکومت وژنی او یا طالب هدف د خلکو وژل دی. یوی بمبارد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x