افغانستان

خوست: د‌ کمپاين عسکرو د دولتي کارمند وراره وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ غویي، ۱۴۰۰ل): په خوست ولايت کې د کمپاين عسکرو له لوري د عامو خلکو د وژنو په دوام دا ځل دې عسکرو د يو دولتي کارمند وراره وژلی دی.

راپورونه وايي چې د کمپاين عسکرو ددې ولايت د متون سيمې اورغه کلي کې د خبير احمد په نامه د خوست د امنيه قومندانۍ د وياند وراره وژلی دی.

له سيمي څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې پېښه وړمه شپه هغه مهال رامنځته شوه چې د‌ کمپاين عسکر په ګزمه بوخت و او وژل شوي کس د دوی د هويت معلومولو په موخه د لاسي برق رڼا پرې اچولې وه چې په مقابل کې د‌ کمپاين عسکرو پرې ډزې کړې وې او ځای په ځای يې وژلی و.

بايد وويل شي په خوست ولايت کې د کمپاين عسکر وخت په وخت ملکي او مسلکي خلک په نښه کوي چې له امله يې په خلکو کې ويره او وحشت خپور کړی دی.

د يادونې وړ ده چې دوه کاله وړاندی هم د کمپاین عسکرو په همدې کلي کې د احمد شاه په نامه د بي بي سي راډيو يو خبریال هم وژلی و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x