نړۍ

داعش: د موصل عیسویان دي یا مسلمان شي یا دي جزیه ورکړي

نن ټکی آسیا(شنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): په عراق کې د اسلامي دولت ځواکونو پرون د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د عراق په موصل ښار کې مېشت عیسویان دي یا مسلمانان شي یا دې هم جزیه قبوله کړي.
د اسلامي دولت ځواکونو د دې اعلان له خپرولو وروسته عیسویانو ته څلورویشت ساعته وخت ورکړی، چې باید تصمیم ونیسي.
په موصل کې یو مسیحي مشر لویس ساکو رسنیوته ویلي دي چې تر اوسه پورې ګڼ شمېر عیسویان تښتيدلي دي، او دا لومړی ځل دی چې موصل له عیسویانو داسې خالې کېږي.

د رویټرز د راپور له خې دغه خبرپاڼې په پنجشنبه په ځينو ښارونو کې وېشل شوې وي او پرون د جمعې په لمنځو کې ولوستل شوې.
د یادولو وړ دی چې اسلامي دولت په ترلاس لاندې سیمو کې د شریعت د تطبیق پوره هڅه کوي. ویل کېږي د اسلامي دولت د قضا څانګې تېره پنجشنبه د سوريې الطبقه ښار یوه مېرمن د زنا په جرم سنګسار کړه.
دغه دېرش کلنه مېرمن د ماخستن له لمانځه وروسته سنګسار شوې ده، چې د سیمې د خلکو له خولې سنګسار يې  د دې جرم په پلویانو کې سخت ويره ګډه کړې ده، د دوی په خبره دغسې چلند موږ له ګناهونو ساتلی شي. همدارنګه په تېره میلادې میاشت کې هم د اسلامي دولت ځواکونو د سوريې په الرقه ښار کې د عیسویانو په اړه ورته خبرپاڼې خپرې کړې وي، چې باید یا مسلمان  شي یا هم جزیه ورکړي.
یاده دې وي داعش یا د اسلامي دولت ځواکونه د ابوبکر البغدادي تر مشرۍ لاندې په عراق، سوریه او په دې وروستیو کې ویل کېږي چې په اسرائیلو کې هم د غزه والو په ملاتړ په جګړه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x