افغانستانسولې اړوند خبرونه

له اوږدې مودې ځنډ وروسته د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو ګډه ناسته کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ غویي، ۱۴۰۰ل): په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو ټیمونو له اوږدې مودې ځنډ وروسته ګډه ناسته کړې او د سولې خبرو د چټکتیا په اړه غږېدلي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر ټویټر لیکلي، چې نن مازدیګر د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو ځینو غړو د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په حضور کې ګډه ناسته کړې.

د نعیم په خبره «په ناسته کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د هيواد د روان وضعيت او بين الأفغاني مذاكراتو د چټکتیا په اړه خبرې وشوې دواړو لورو و پتیله چې له اختر وروسته به هم مذاکراتو ته دوام ور کوي.»

دغه ناسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له پیلېدو وروسته لومړۍ ناسته ده، چې د دواړو مذاکراتي ټیمونو غړي پکې برخه اخلي.

که څه هم له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د افغانانو خپلمنځي خبرې روانې دي، خو د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافقنامې د ځینو بندونو د نه عملي کېدو له امله خبرې له بن بست سره مخ وې.

طالبان امریکا له کړې توافقنامې په سرغړونه تورنوي، او له دې امله چې هغوی د توافقنامې خلاف په افغانستان کې خپل نظامي حضور وغځاوه، د ملامتۍ ګوته ورته نیسي.

طالبان ددې تر څنګ ټینګار لري، چې د شوې توافقنامې مطابق باید ددوی بندیان له زندانونو خلاص شي او د مشرانونو نومونه یې له تور لست څخه وایستل شي، تر څو د سولې خبرې لا چټکې شي؛ خو حکومت بیا د طالب بندیانو له خلاصون انکار کوي او په تور لست کې د طالب مشرانونو د نومونو شتون پر هغوی د فشار لپاره ګټور بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نور فکر نکوم چی د دوحی سناریو کومه مثبته پایله ولری، خوسی وخت ضایع کول دی خیټې غټول او معاشونه اخیستل نور څه په لاس راتلای نشی. د دوحی خبری به د انګریز، امریکا او د پنجابی د فوځ د مشرانو له راتګ سره کابل ته مړې شی. اوس دوحه کی طالب خپل بندیان غواړی او له تور لست څخه د خپلو مشرانو خلاصون نور د دوحی غونډه نه سوله راوړی شی او نه هم اوربند تامینوالی شی او نه هم له تور لست څخه د طالب د مشرانو نومونه وباسی او نه به هم زندانیان آزاد کړی. دوحه ولاړه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x