افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا اشرف غني ته د افغان عسکرو د ملاتړ  د دوام ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ غویي، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» له اشرف غني سره په تلیفوني خبرو کې نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې امریکا له افغان عسکرو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

بلینکن پر ټویټر لیکلي، چې له غني سره په تلیفوني خبرو کې د سولې په برخه کې د روانو هڅو د لا پرمختګ په اړه غږېدلی او کابل کې پر یوه ښوونځي د برید له امله یې نوموړي ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې امریکا له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي او له حکومتي امنیتي ځواکونو ملاتړ روان ساتي.

بلینکن داسې مهال د حکومتي عسکرو د ملاتړ له دوام خبر ورکوي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ورسره جوخت داسې وړاندوینې زیاتې شوې، چې ښایي د بهرنیانو تر وتلو وروسته حکومت سقوط وکړي او امنیتي ځواکونه یې وپاشل شي.

حکومت که څه هم ډاډ ښيي، چې عسکر یې د طالبانو د بریدونو مخه نیولای شي؛ خو په تېرو څو اوونیو کې چې د بهرنیانو ماموریت تر هوایي ملاتړ پورې محدود شوی؛ په بېلابېلو ولایتونو کې پراخې سیمې طالبانو لاندې کړې او د لسګونو عسکرو د وژل کېدو تر څنګ ګڼې وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نوی نړیوال یهودی انګریزی استعمار یو شیطانی او استعماری خصلت دا دی چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی. ټول حتی امریکا او ناتو او حتی د کابل غلامه اداره په دی پوهیږی او دا یی څو ځلی په بیلو بیلو جملاتو کی ویلی چه د کابل غلامه اداره هغه هوایی چه د امریکا په اوږو ولاړه ودانۍ ده هره ثانیه چه ا مریکا خپلی اوږی خالی کوی دغه حویلی به شړیدلی په زمکه پرته وی. فکر کیدلو چه امریکا به شانی خالی نه کړی او تلپاتی فوځی حضور به لری او دا… نور لوستل »

عبدالرقیب

اشرف غني دي د بشار الاسد څخه د هغه مستعمله دریشیاني راوغواړي او د هغه ډیري ویډیوګاني هم باید وګوري چي اوس دی په افغانستان کي د بشارالاسد په رول کي دی، د هغه هرڅومره ډیر چمونه چي کولای سي زده دي یې کړي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x