افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: ژوند ته مې ګواښونه شته، خو له افغانستانه نه وځم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ غویي، ۱۴۰۰ل): داسې  مهال چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده، د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، ژوند ته یې ګواښونه شته، خو بیا هم له افغانستانه تېښته نه کوي.

غني د جرمني له «شپيګل» مجلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې دده او مرګ تر منځ یوازې یوه مرمۍ فاصله شته او په بیا، بیا یې ژوند ته ګواښونه متوجه شوي؛ خو له دې سره، سره له افغانستانه نه وځي، ځکه دده له قوله، افغانستان جنوبي ویتنام نه دی.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې دی د افغانستان د خلکو له لوري ټاکل شوی او د امریکايي ټانګونو او کودتا په زور یې واک نه دی ترلاسه کړی، نو ځکه «هیڅ قدرت نشي کولای چې ما اړ کړي، په الوتکه کې له هیواده د باندې ولاړ شم، ما بهر کې ۲۸ کاله تېر کړل، بریالی ژوند مې درلود؛ خو خوند یې نه درلود.»

غني ددې تر څنګ ادعا کړې، چې د بهرنیانو د ملاتړ په نشتون کې یې هم عسکرو د طالبانو د بریدونو دفاع کړې او له قوله یې، طالبان نشي کولای حکومت ته یې  سقوط وکړي.

ده ویلي، چې د ډبرین زړه څښتن دی؛ خو په کابل کې پر مکتب برید اثر ورباندې کړی دی.

نوموړي د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه بې ګټې بللې او بهرنیانو ته یې توصیه کړې، چې  له طالبانو سره بیا ځلې تفاهم ونکړي او له خپلې «تېروتنې درس واخلي.»

د اووه زره طالب بندیانو د خلاصون په اړه غني ټینګار کړی، چې دا کار یوازې هله ممکن دي، چې د سولې هر اړخیز توافق ته زمینه برابره شي.

نوموړي رسنیو ته خواست کړی، چې په افغانستان کې په شته چلنجونو او ګواښونو ونه غږېږي، او د فرصتونو په اړه خبرې راپورته کړي؛ ځکه دده په اند، هر څومره چې رسنۍ د ګواښونو په اړه بحثونه کوي، په هماغه اندازه خلک له افغانستانه تېښتې ته هڅېږي.

ده ددې تر څنګ ادعاء کړې، چې هره ورځ یو ساعت کتاب مطالعه کوي او په ځوانۍ کې يې پنځه زره شعرونه یاد کړي وو؛ خو دده په خبره، اوس یې ذهن کې ډېرو نورو شیانو ځای نیولی دی.

غني داسې مهال دده ژوند ته له ور پېښو ګواښونو غږېږي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پايه ښایي په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحي ط د کابل ښاروالۍ ( ادارې ) جمهور ريس اشرف غني وايې ژوند ته مي کوښونه دې ، خو د افغانستان څخه نه وځم. زه شخصاً نه پوهيږم چي دا خبري نوموړې ، د خودی او که د بې خودی ، د هوښ او که د بې هوښۍ ، د عقل او که د بې عقلۍ په حالت کې کړې دي. دا د عقل ، احساس او هوښ څخه مفليس ( اشرف خاني ) ولې و نه ويل چې د ارګ خيلو له خوا يې ژوند تر ګواښ لاندې دی ، که خپل بادر ورته غاښونه… نور لوستل »

PATTANG

وایې : مرغ کم ګویش کم ، که دا فاسد بې دینه ## مړ شي زه به اتڼ وکړم !

طوطی

نه چی هغه ژوندی وی او نور ستا په وژلو اتڼ وکړی؟ د هر انسان مرګ او ژوند د الله لاس کی دی بل دا چی واقعی مسلمان د هیچا هر مرګه خوشحالی نکوی####.

الحاج استاذ بیانزی

غلام غنی دا خبری سره د پوهی کوی مګر ورته ویل شوی داسی ووایاست چه غلامه اداره یی وخت دمخه د سقوط سره مخ نه شی یعنی د اشغلګرو په فوځی شتون کی یی غلامه اداره ونه شړیږی او دړی وړی نه شی. زړه می وو ولیکم دا خبری خوب او خیال کی کوی ځان ته تسلی ورکوی مګر کله چه می ماغزه لږ وخوځول زړه می دا ځکه ونه منله چه د غلام د پاره د خوب او خیال سوچونو اجازه هم نشته هغه بیان کړی هر څه چه وایی او کوی د ویلو او کولو ورته ویل شوی.… نور لوستل »

دوکتور غروال

باید دا واضح وویل شی چی په اسلام کښی وژل قطعآ ممنوع دی ، څرنګه چی خدای پاک په قیامت کښی د خپلو بنده ګانو لپاره د ښو او ګناهانو لپاره دوزخ او جنت په قرأن شریف کښی واضح ذکر کړۍ دی او د خدای بنده ګان یوازی او یوازی د قاتلانو ، جنایتکارانو او وطن فروشانو سزا ورکولو لپاره د زندانی کیدو لپاره جواز لری او بس پس د کلیمو او آياتونو څخه باید غلطی استفادی ونشی او نور کسان باید د داسی غلطوفتواګانو په وسیله داسی نامشروع اعمالو ته ونه لمسول شی ، بلی د ځان دفاع باید… نور لوستل »

غوربندی

غروال صاحب ته خدای خبر له تمدن څخه لیرې په کومه جزیره کې اوسی چې قران کریم ته لاسرسی نلری او د مکتب د دورې په له یاده وتلې ترجمې باندې حواله ورکوې. خدای جوړه دغه لاندې ایت تاسو څرنګه ترجمه کوی: وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ ادْفَعُوا ﴿١٦٧ آل عمران﴾ قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ ﴿٢٩ التوبة﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ ﴿١٢٣ التوبة﴾ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنْبَائِكُمْ وَلَوْ كَانُوا فِيكُمْ مَا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا ﴿٢٠ الأحزاب﴾ فَتُوبُوا إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ﴿٥٤ البقرة﴾ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ… نور لوستل »

دوکتور غروال

غوربندیه ، اسلام خو په جهان کښی دداسی وحشیانه اعمالو په وسیله په تروریستی شهرت ته ورټیله کړۍ شو اواوس د قرأن شریف تخریب کولو ته هم ملا تړل شویدی ، لطفآ قرأن شریف مه تخریبوۍ !!!!

یاده : ایا تاسی د جلاد کمونیست غوربندی سره کومی ریشی لرۍ ؟ ځکه اوس اکثره کمونستان افراطی مسلمانان او دیموکراسان شوی دی !!!!

غوربندي

غروال صاحب

تاسو له ځانه سره لګیا یاستی،،

وروره تاسو هېڅوک په هېڅ لاره کې نه پرېږدی،،، کمونست ته مسلمان او مسلمان ته پخوانی کمونست وایی،،،

هوایي غونډاري مه وله

متمرکز بحث وکړی،، چې په خبره سره پوه شو او له یو بل څه زده کړو.

ما په تاسو نیوکه کړې وه چې ستاسو دا خبره چې وایی په اسلام کې وژل قطعا ممنوع دي،،، غلطه ده،، که د خپلې خبرې د صحت لپاره نقلي او عقلي دلیل لری نو دا مونږ ته یې ووایی کنه خپله تېروتنه په ورین تندي ومنی.

دوکتور غروال

غوربندی صاحب ، د ستا ځواب د ما سوال مقابل کښی ثابتوی چی دا تنظیمونه ، کمونیستان د افغان ملت تباهی ته سره متحد دی او دا بله جاهله تربیه شوی ډلګی طالبان سره ددوی کمونیستی وروڼه حتی د کابل شغالانو څخه هم په ظلم او وحشت کښی وړاندی دی او د میرمنو دوښمنی کښی د کابل مکروبونه مسابقه نشی ورسره کولای ، د تاسو له حلقی څخه ځینی جاهل وحشیان په ډیر افتخار سره وائي چی د ګناه کوونکیو لاسونه او پښی باید قطع شی یعنی دداسی وحشیانو حکمرانی کښي به افغان غیرتی ملت په لنډه موده کښی اکثره… نور لوستل »

PATTANG

کریم جانه تا ته چې زه فکر کومه لکه چې دخپل کلي د مقبلو عنعنات دهیر کړي وي ، زه به یې په در یاد کړمه ! د یو چا له چا څخه چې بد راځي که په حقه وي او که په ناحقه نو هغوی هره مرداري پورې تړي !!اسلام ددوی د شومو اهدافو بر خلاف دی نو ځکه اوس دا نوی اتریبوت *تروریزم*پورې تړي ! که په بوزنیا هرڅیګووینه کې داروپا په منځ کې اوددې بشر دوستانو په ریڼو ستر ګو کتنه او دفاسدي امریکې په شمول او ملګریو ملتونو د عساکرو په په حضور کې په زرګونو… نور لوستل »

دوکتور غروال

پتنګ جانه د تاسو لپاره لږه اضافه روشنائي : که څه هم زه د مقبلوغیرتی او باهمته قوم پوری تړاو نلرم اما باید وویل شی چی د تاسو داسی ادعګانی د شګو څلیو شکل لری او همیش د لږ باد سره له مینځه ځی ! لکه څنګه چی د افغانستان لپاره د کمونیستانو وخت کښی او اوس د ایجاد کړ شوی معاملګری دولت کښی د تقسیم لیونتوبه بیماری روانه دی اوددی بیماری تجروبه د هغه وخت د واحد یوګوسلاویا ټوټه کیدو باره کښی افغانستان لپاره هم غوښتل کیږی چی دا جنایت په افغانستان کښی هم عملی شی ، هغه وخت… نور لوستل »

طوطی

ښه دی وپیژانده دا هماغو ## غوربندی دی اسلام خویی تباه کړه اوس یی په احادیثو او قرآن پسې راخیستی.

طوطی

غوربندیه: له انترنت څخه کاپی او پیست کوه ##. ته چی دومره ملا یی له ملګرو سره دی ما ته ووایه چی په کوم آیت او حدیت ته دې جنګ ته جهاد وایی: آیا په هغه کلی او ښار کی چی د آذان آواز په جګه د خلکو تر غږو رسیږی هلته جهاد روا دی؟#### تر څو به آیاتونه او احادیث د خپلو ګټو لپاره استعمالوی د##.

عبدالواحد اڅګزۍ

غرواله قرآنکریم اخبارندۍ چه وی ګوری اوهلته یی وغورځوی یادیدل غواړی خوته لایواربیاتکلیف وکه (۵-سوره المائده آیات ۳۳)په معنی ووایه چه څه حکم کوی.وایی:مفسدین په دارکۍ ،لاس اوپښی یی دچپی خواپری کۍ یایی دملکه وشړۍ دایی ددی دنیاذلت دۍ په آخرت کی سخت عذاب ورته مقرره دی.

دوکتور غروال

د ستا دا وحشی استدلال د اسلامیت په هکله واقعآ د ستا روانی بیماری نښانی دی ، د تاسی په شان د اسلام دوښمنانو جهان ته اسلام ظالم او بی رحمه تبلیغ کوۍ په واقعیت د تاسی شان کسانو ځای دارالمجانین دی تاسی څخه د اسلام بدنامی تبلیغ باید محفوظ وساتل شی !!!!

عبدالرقیب

درواغ وایي. نه یې ژوند ته ګواښونه سته او نه په کابل کي پاتیږي. دا ورځي او شپې د ډاکټر نجیب په څیر د خپلو بهرنیو خواخوږو سره په تماسونو دی چي د ځان ایستلو لپاره لاره وپلټي. دی دوې ویري لري. یوه دا چي امریکایان د شخصي ګارډ مصارف پر بند نه کړي چي بیا به یې ژوند ته خطر وي او بله دا ویره چي امریکایان دده د خوراک شوله پر بنده نه کړي چي دده پلاستیکي کلمې ځایي خواړه نه هضمولای سي او نه جزبولای. بیا به یې نو مرګ یقیني وي.

Back to top button
16
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x