شعـــــرونه

ترهيږي راڼه ستوري/ بشارت

داد محمد بشارت

سپوږمۍ بيم واخلي ، ترهيږي راڼه ستوري
دلته ډار دی چې د لمر لاسونه ښوري

اخ د سپينو سجدو سپين تندي مو مات دي
سرۀ پۀ وينو دي معصوم د تسبيح توري

پۀ سينو کې مو قرآن شو پاڼې پاڼې
سرې مرمۍ په الرحمن او ياسین اوري

د خوښيو او ښکلا ښاپېرۍ تښتي
پۀ دې ښار شوي د څۀ بلاوو سيوري

پۀ دې خلکو خو دا ورځ ووينه خدايه
چې غمونه او دردونه وي مختوري

لۀ څښتن صلاح الدين او عمر غواړي
بل څوک نشته چې اقصی او کابل ژغوري

بشارته پۀ ليدو پسې يې مړۀ شوو
خو د سولې ناوکۍ لا نۀ راګوري

دادمحمد بشارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x