دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده- ۲۶ مه برخه

اسدالله رزين

رستم دغه رنګه یو خوب هم لیدلی و چې: له اسمانه یوه ملکه راکته کیږي، د فارسیانو په ټوله سلا ټاپې لګوې او محمد رسول الله (ص) ته یې ورکوي او رسول الله (ص) یې بیا عمر(رض)ته ورسپاري.

امتي صاحبه!
رستم د مجاهدینو د فتحې سیرت، صورت، همت او صراحت د مجاهدینو په ښکاره سپیرو، خو نوراني څیرو کې بیخې له نژدې ولید. په وحشت کې ولوید، وارخطا سو، نه پوهیده چې څه وکړي او څه ووایي، پخپله ماڼۍ کې ځان ورته کلا بند ښکاره سو، خو آخر یې په ‌‌ډېر مات او وار خطا غږ کې یواځې دومره و ویلای سوای چې موږ ته د څلورو میاشتو لپاره وخت را کړئ چې فکر پکې و وهو.

امتي صاحبه!
د خدای شپې او ورځې وتې او د رستم د ژوند لپاره څلور میاشتې چې ده غنیمت ګڼلې وې تیرې سوې، او د لښکرو د مخامخ کیدو وخت را لنډ سو، خو رستم تر مخامخ کیدو له مخې سعد(رض) ته یو څوک ور واستاوه چې یو پوه سړی را وا ستوه چې یو څه پوښتنې ځنې وکړم.

امتي صاحبه!
هلته د محمد رسول الله(ص) هر یار د هر میدان د ګټلو وړتیا لرله، هغوی په هره ساحه کې روزنې لیدلې وې، هلته د صلاحیتونو او ظرفیتونو کمې نه و، هغوی د آسماني عظیم پیغام د رسولو ماموریت درلود، هلته موخو ته د رسیدو لپاره ټولې روا آسانتیاوې د دوی په واک کې وې، نو ځکه یې (مغیره بن شعبة) ورواستاوه.[1]

د سعد استازی ور ورسید، نو رستم ورته وویل: تاسې زموږ ګاونډیان یاست، موږ په درنه سترګه درته ګورو، د تکلیف په وخت کې مو هر ډول مرستې ته تیار یو. ښه دغه ده چې بیرته ولاړ سئ او د سوداګرۍ لپاره هر مهال زموږ په هیواد کې ټولې دروازې در ته پرانستې دي.

مغیره ورته وویل: موږ په دنیا ګټلو پسې نه یو را وتلي او دنیا نه غواړو، زموږ موخه او غوښتنه آخرت دي. او خدای موږ ته یو رسول را استولی دي. که څوک یې ونه مني موږ خامخا د رسول الله(ص) د نه منلو سزا ورکوو او غلبه هم د هغو ده څوک چې حق دین مني او څوک نه ترې اوړي تر څو چې ذلیل نه سي او منګولې نه پرې لګوي تر څو چې معزز نه سي.

رستم ترې و پوښتل: هغه څه شی دی؟
مغیرة(رض) ځواب ور کړ: هغه تکیه چې په هغې له تکيې پرته هیڅ شی نه تکیه کیږي او شاهدي ورکول دي په دې چې ووايي: (اشهدا ان لا اله الا الله و ان محمد رسول الله) او اقرار کول په هغه څه چې له خدایه راغلي دي.
رستم وویل: څومره ښه او هغه څه شی دي؟
مغیره ورته وفرمایل! هغه د بندګانو له بندګۍ وتل دي، د یوه خدای بندګۍ ته.
رستم وویل ډیر ښه. نور څه شی دي؟
مغیرة (رض) و فرمایل: ټول انسانان د آدم(ع) اولاد دي او د شریک پلار او مور له کبله ټول سره وروڼه دي.
رستم وویل: که ستاسې په دین کې داخل سو، بیا زموږ له هیواده وځئ.
مغیره ورته وفرمایل! په خدای لوړه کوم چې له سوداګرۍ او بلې دغسې اړتیا پرته به ستاسې هیواد ته ور وهم نه ګورو.

مغیرة(رض)له رستمه را ووت او رستم یې په خولو کې غرق پرېښود. رستم د قوم مشران را وغوښتل او د مغیرة(رض) بلنه یې بیا ورپه یاد کړه، خو هغوی یاده بلنه و نه منله. سعد(رض) بیا هم د امیرالمؤمنین حکم ته په مننه کې رستم ته د (ربعي بن عامر) په نامه یو بل استازی ور واستاوه.

ربعي بن عامر ډیر باشوکته ناستې ته په خپل شوکت کې ور ننوت. د ټولو بالښتو پوښونه طلایي و، فرشونه او پردې ټول له وریښمو جوړ و، د ډیر لوی عظمت ښوونې تهیه نیول سوې وه. د رستم تاج او نور ټول لوړ ارزښته ویاړنې په ښکاره ځایونو کې ځای په ځای و او رستم پخپله په طلایي کټ ناست و.

ربعي پخپل شوکت کې پخپله ورځنۍ زړه، زیږه او د جهاد په دوړو سپیره جامه کې چې تورې او ډال یې په اوږو ناز کاوه. په آس سپور ورغی.
ربعي، خو د ډګر زلمی و، سینه یې په زړه کې پټه وه او د اوسپنې خولۍ یې په لاس کې وه او د مورچل په وقار کې ور مخ ته سو.
د رستم سپایانو رباعي بن عامر ته د سلا کېښودلو وویل، خو ربعي د ربعي په میړانه او متانت او د هغه الفاظو کې  ورته وویل: زه سلا ایښودو ته نه یم راغلی، د امر په اطاعت او مننه کې د اتمام حجت لپاره راغلی یم.
همدغه زما شان ده. او له دغه څرنګوالي پرته نه در ځم.

رستم هر څه پخپله اوریدل، د ربعي د جهادي شان په خیالو کې ډوب و، رستم ته، خو د دوی د مورچلي غرور پته وه، نو ځکه یې خپلو سړو ته ور ژغ کړ: څرنګه چې ده هغسې را تلای سي، راځي دي.

ربعي ور ننوت او د دوی د شوکت ټول پام یې خپل شوکت ته را واړاوه او خپله نیزه یې په طلایي بالښت جګه کړه او هغه بل لوري ته ترې ووتله او پخپل وقار کې یې ځان پرې تکیه کړ.

امتي صاحبه!
ټولې سترګې ربعي بن عامر ته ور کږې وې، تر ربعي بل ښه منظر نه و، طلایي او وریښمین منظرونه نور نه چلیدل. د فارسیانو د عظمت او وحشت ماڼۍ، خو پکې چلیده یواځې او یواځې د اسلامي وقار منظر (ربعي بن عامر).
بیا نو د سعد استازي رستم ربعي بن عامر ته وویل: د راتګ موخه مو څه ده؟
ربعي بن عامر ځواب ور کړ! هغه څوک چې د بندګانو له بندګۍ تر پوزې رسیدلي وي او د لوی خدای بندګي ته ور تلل غواړي او له دغې تنګې نړۍ پراخې نړۍ ته د ور ننوتلو هیلې په ځان کې روزي او پخپلو لاسو د جوړو دینونو له ظلمه او تیري اسلامي عدل ته فنا وړل غواړي، نو رب موږ له خپل دین سره را واستولو تر څو دوی ته د خدای دین ته د ورتلو بلنه ورکړو چې:
څوک یې ومني ځنې ځو او چې څوک یې ونه مني تر هغو ورسره جنګیږو ترڅو د خدای راسره کړې ژمنې ته ورسیږو.

رستم ورته وویل د خدای وعده څه شی ده؟
ربعي ځواب ورکړ: جنت دی او له نه منونکو سره په جنګ کې چې څوک د شهادت جام پر غاړه واړوي، د جنت حورې یې جنت ته د راتلو لارې جارو کوي او د بري زیری هم د جنتیانو په ژوندي پاتې کیږي.

رستم ورته وویل: ستاسې خبرې مو واوریدې، کیدای سي چې د نور فکر کولو لپاره وخت راکړئ.
ربعي بن عامر په هو ځواب ور کړ، خو زیاته یې کړه: يوه او یا دوه ورځې.
رستم ورته وویل: تر څو موږ خپل اهل رای او قومي مشران خبر کړو، چې ربعي په ځواب کې ورته وفرمایل: موږ ته له رسول الله(ص) داسې سنت نه دي را پاته  چې له دښمن سره مخامخ کیدا تر درو ورځو ډیره وځنډوو، نور خوښه ستاسي.

امتي صاحبه!
دغه د اطاعت زرغونې پایلې دي چې مسلمان ته د بري دروازې پرانیزي، د همت او غیرت بیلګې یې جوړوي، د دښمن په زړه کې د ویرې غومبسې کټوي، وار خطا کوي یې، تر اغیز یې لاندې کوي، ماتوي یې، خواروي یې، نسکوروي یې او مؤمن ته ویاړنې ډالۍ کوي.

رستم ورته وویل: ایا ته د دوی مشر یې؟
ربعي بن عامر ورته وویل نه، خو مسلمانان ټول لکه یو تن داسې دي.

امتي صاحبه!
رستم له خپلو اهل رایو او مشرانو سره په داسې حالت کې ولیدل چې له ر بعي په شدید اغیز کې و او ورته ویې ویل: ومو لیدل چې دغه سړي څومره پیاوړې او با کفایته خبره کړای سوای.
قوم ورته وویل ته د دغه سړي په خبرو وغولیدې او اوس غواړې چې خپل دین ورته پریږدي او تا یې جامو ته ونه کتل.
رستم ورته وویل: هلاک سئ، جامو ته مه ګورئ. رایې، خبرې او سیرت ته یې وګورئ.

امتي صاحبه!
سعد بن ابي وقاص(رض) په دوهمه روځ هم(حذیفه بن محصن) ور واستاوه او هغه هم همدغسې له معنی ډکې او د خیر خبرې ورته وکړې او په دریمه ورځ یې هم (مغیره بن شعبة) ور واستاوه او رستم ته یې داسې څه وویل چې نور رستم ته هیڅ دلیل نه سو ور پاتې.

رستم د فقیرۍ په جامه کې له (مغیره بن شعبة) څخه له خپله تصوره لوړې خبرې واوریدې.
رستم یې ډیر و درداوه، و یې سوځاوه، منطق یې ور تمام کړ او په پای کې یې هغه ځنې واوریدل چې غوښتل یې.
رستم په لمر لوړه وکړه چې زموږ له هیواده به وځئ. کنه و سبا به سره ګورو.
مغیرة بن شعبة ورته وویل: زر به پوه سئ.
داسې ښکاریده چې رستم پخپله لوړه پښیمانه و او یو څه زارۍ چې ترې پاته وې ورپه یاد سوې او مغیرة ته یې وویل:
ما ستاسي لپاره د کالو او ستاسي د امیر لپاره زر دیناره، کالي او د سپرلۍ وسیله چمتو کړې ده کیدای سي چې در سره یو یې سئ.

مغیره ورته وویل: ان شاء الله ډیر ژر به مو د ځواک واګي در سستې او د غرور نیلۍ به مو در شل کړو، جزیة به هم را کوئ، ذلیل به یاستئ او زموږ حکم به منئ.
مغیرة چې کله دغه خبره ورته کوله، رستم ډیر سخت په غوسه کې سو او سره را و ایشیده.
[1] البدایة والنهایة ج۷ص۳۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x