شعـــــرونه

دلته يو ګل چې فنا شي/ صديق درياب

صديق درياب

دلته يو ګل چې فنا شي
نور تری سل ګله پيدا شي

د نسيم له آه سرده
په سحر کې غوټۍ وا شي

په يو باغ په يو بوستان کې
يو ګونګټ او بل بورا شي

خپل نصیب هر چا ته رسي
يو بادشاه او بل ګدا شي

څوک به شين وي د خندا نه
د چا عمر د ژړا شي

په طلب اوځي د اور
پيښ په نور او تجلیٰ شي

حوادثو باندې ګرانه!
په ډغرو خو دانا شي!!

د ازاد د پښو تراب دې
د غلام سرمه سياه شي

چې سړې شي بی غيرته
بی حيا بنت حوا شي

که د ځان جوهر دی وموند
مسخر به مهر و ماه شي

عدم نشته بيا آدم له
له پردې مګر په شا شي

دا د رنګ و نور جهان به
لکه وو، هسې فنا شي

درمعلوم به په سختۍ کې
وفادار او بې وفا شي

کله کله په درياب کښې
غورځنګونه راپيدا شي

صديق درياب

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x