افغانستان

پنټاګان: امریکايي ځواکونه لا هم د افغان عسکرو مرسته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ غویي، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په درشل کې د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» ویلي، ځواکونه یې لا هم په افغانستان کې د حکومتي عسکرو مرسته کوي.

د پنټاګان مرستیال ویاند «جان کربي» په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ په تېزۍ سره روانه ده؛ خو جنرال میلر هلته وضعیت له نږدې ګوري او دی واک لري، چې د خپلو عسکرو او د هغوی د راوتلو په پروسه کې د اخته کسانو ساتنه وکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړي، چې میلر لا هم په افغانستان کې تر یو حده د افغان عسکرو مرسته کوي او که چېرې امریکايي عسکرو ته کوم ګواښ متوجه وي، له منځه وړلو ته یې جدي دی.

کربي د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ «سینټکام» د شمېرو په اساس وویل، چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو بهیر دوولس سلنه بشپړ شوی او لا هم دوام لري، تر څو تر ټاکلې نېټې پورې بشپړ شي.

پنټاګان داسې مهال د حکومتي عسکرو د ملاتړ خبره کوي، چې د کابل حکومت چارواکي وایي، بهرنیان په اوسني وخت کې په جګړه ییز ډګر کې هیڅ رول نه لري او یوازې حکومتي عسکر د طالبانو د بریدونو په دفاع کې ولاړ دي.

 

په تېرو څو اوونیو کې طالبانو دوې ولسوالۍ نیولې دي، او په هلمند، میدان وردګو او بغلان ولایتونو کې يې پراخه ساحه تر واک لاندې راوستلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

باداران او غلامان دواړه تل ښکرور دروغ وایی . دروغ غلا، او درغلی د دموکراسی ګآڼه او تقوی ده څومره چه ډیر دروغ ووایی ، ډیره غلا وکړی او ډیره درغلی وکړی هغه تر ټولو لوی دموکرات او خامخا ټاکنی ګټی، ټاکنی په دی نه چه ولس رایوی ورکوی بلکه بادارانو ته هغه ښه غلام دی نو ټآکنو کی یی ګټونکی اعلانوی . دموکراتیکو ټآکنو کی دا مهمه نه ده چه چا چاته څومره رایوی ورکړی بلکه د رایو شمیرونکی ګټونکی او بایلونکی معلوموی، د ورته نوو صدوقو او نوو جعلی رایو جوړونه هم دموکراتانو ته اسانه ده مګر سرخوږی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x