نړۍ

غزه: د اسرائيلو بریدونو کې د شهيدانو شمېر زيات شوی او حماس د اشغالګرو دوه پوځي مرکزونه په نښه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ غویي، ۱۴۰۰ل): د اسرائيلي ښکېلاکګرو جنګي الوتکو د جمعې په ورځ او د شنبې په شپه د غزې په شمالي تړانګه کې لږ تر لږه ۳۰ ځله بمبارۍ کړي، چې له امله يې د شهيدانو او ټپيان شمېر په زياتېدو دی.

عيني شاهدان وايي، اسرائيلي الوتکو په تلة قليبو سيمه کې د معارف مدريريت، جومات او  د ملکيانو ګڼ شمېر کورونه په نښه کړي دي، چې له امله يې د شهيدانو او ټپيانو شمېر زيات شوی دی.

الجزيره ټلويزوني شبکه وايي، د اسرائيلي الوتکو په بمباريو کې د شهيدانو شمېر ۱۳۹ تنو ته رسېدلی دی او ټپيان تر ۱۳۰۰ زيات شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، تر اوسه د فلسطينيانو په بریدونو کې اته اسرائيليان هم وژل شوي دي.

اسرائيلي الوتکو په غزه کې د برېښنا د لېږد مرکز هم بمبار کړی دی.

د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې «کتائب القسام» ويلي، چې د اسرائيلو «رعيم» او «حتسريم» پوځي اډو سربېره يې بئر السبع او عسقلان سيمو کې پر اسرائيلي اهدافو توغنديز بریدونه کړي دي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

تېره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته يو ځل بيا د اسرائيلي پوځيانو او فلسطينيانو تر منځ د غزې په لويديځه تړانګه په ۲۴ ځايونو کې وروسته تر هغه نښتې پيل شوې، چې فلسطينيانو د اسرائيلي ښکېلاک پر خلاف مظاهرې پيل کړې او د اسرائيلو يرغل يې وغانده.

د تېرې اپرېل مياشتې له ۱۳مې نېټې راهيسې اسرائيلي يرغلګرو په مسجد اقصی، شيخ جراح او باب العمود کليو کې په لمونځ کوونکو او عامو خلکو بریدونه وکړل او له هغه وخته يرغلګر هڅه کوي، چې فلسطينيان له خپلو کورونو وباسي او غاصبو يهودانو ته يې وسپاري، خو فلسطينيان يې په تش لاس دفاع کوي.

د اسرائيلي یرغلګرو د ظلمونو او وحشت سربېره تېره ورځ زرګونه فلسطينيان په مسجد اقصی کې راټول شوي وو او د حماس جنګياليو په ملاتړ يې شعارونه ورکول او هغوی يې د اسلام او امت مېړني يادول.

د مسجد اقصی خطيب شيخ عکرمه صبري د جمعې خطبې پر مهال پر اسرائيلي يرغلګرو غږ کړی، چې د مسجد اقصی له توهين او یرغل څخه ډډه وکړي، په داسې حال کې، چې اسرائيلو له ۱۹۶۷ کال راهيسې بیت المقدس ښار اشغال کړی او هر وخت، په ځانګړې توګه په روژه کې د مسجد اقصی سپکاوی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

بلی د جګړی قربانیان همیش ملکی بی ګناه خلک دی او هلته هم اوس همداسی دی ، د یادی لپاره د عربو بی ایمانی او بی تفاوتی ته اشاره کوم ، کله چی د شوروی خائينانه یرغل د خپلو غلامانو په کومک په افغان ملت صورت وموند نو عرافت ( د فلسطینیانو هغه وخت مشر ) ماسکو ته رسمی سفر وکړ او د خائين برژنیف سره ئي د استقبال وخت کښی روسی مچه کانی وکړی او عرافت د دوی سره د افغانستان یرغل ته اندکترینه اشاره ونکړه یعنی لکه چی دا پیښه هیڅ نه وی شوی لکه چی ویل کیږی… نور لوستل »

PATTANG

کریم جانه همشه بې مانا ټوپونه وهې فکر کوه خبرې لیکه !! هغه وخت دمرستې لپاره هغه تکتیک تیر شوی او عرفات زه هم نه تائیده ومه ، نن ورځ د ملکي فلسطینیا نو له خپل ټاټوبي څخه شړل او کورونه یې ترې په زوراخیستل، ددوی شړل د اسرائیلو د فاشستي حکومت په زور او ظلم سره! ته ولې دخېټې او خټې فرق نشې کولی ! د يهودو هدف داقصی دمسجد ړنګول دي او امریکا یې تر څنګ ولاړه ده !

دوکتور غروال

پتنګ جانه ، بلی د اسرائيلو فاشستی حرکتونه یعنی د ملکی وګړو شړل دخپلو کورونو څخه او شتمنی ورڅخه اخستل دا نن ندی شروع بلکه دا خیانت د کالونو راپدی خوا روان دی او دا بی غیرته عرب اندکترین مثبت اقدام نشی کولای او نه اتحاد سره لرلۍ شی ، دی عربو منافقو افغانستان ته هم دا مرضونه راوړی دی او اوس دا بی شعوره عرب په اسرائيلو پسی منډی وهی ددوی لپاره فلسطین اهمیت نه درلود او نه ئي لری او تاسی محترم فلسطین ته د اقصی مسجد ساتنی ته باید هجرت وکړی او دا موضوع باید جدی ونیسی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x