شعـــــرونه

نوې شېبه بې تا روانه ده او تېره به شي/ ريحان

شفاعت ريحان

نوې شېبه بې تا روانه ده او تېره به شي
دا زهرجنه خاطره تۀ وا چې هېره به شي؟

د يار له دره د جانان په خولۀ رټل به څۀ وي
زما په مينه به دا څۀ وکړي خو ډېره به شي

تا مې په سر له نورو اخيستل ډالر او چوکۍ
دا خبر پټه ده، خو وخت راځي برسېره به شي

سېلۍ ويلي ”لښته مينه دي ځواني ته رسي
لاليه! ځوانه به شي، ستره به شي، بېره به شي“

زۀ دې د سترګو په خبرو باندې وپوهېدم
خو که په شونډو شي نو ښۀ له زور او زېره به شي

يو که شهيد شي دا د سلو نورو تخم کري
تنکي زلمي را زرغونه به شي بې شمېره به شي

نو شفاعته! محبت که مړ کړي څۀ به وشي؟
هر خوا وحشت به شي او هرې خوا ته وېره به شي

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x