
د فلسطين او اسرائيلو جګړه؛ د عرب دولتونو او اسرائيلو د اړيکو راتلونکی به څنګه وي؟
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ غویي، ۱۴۰۰ل): فلسطين کې د حماس جهادي غورځنګ بنسټګر او پخواني مشر شهيد شيخ احمد ياسين ډېر پخوا ويلي و، چې اسرائيلي ښکېلاکګرو يوازې فلسطين نه دی اشغال کړی، بلکې ټول جزيرة العرب يې اشغال کړې ده.
پر فلسطينيانو د اسرائيلي ښکېلاکګرو تازه بریدونه او وحشت د هغو عربي دولتونو لپاره هم د سرټيټۍ او شرم لامل دی، چې تازه يې له اسرائيلو سره د اړيکو تارونه ښکاره کړي دي او رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې يې ورسره پيل کړي دي.

د تېر ۲۰۲۰ کال په وروستيو کې متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان او مراکش عربي دولتونو د امريکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د ابراهام ارکارډز يا «ابراهيمي تړون» له مخې ډيپلوماټيکې اړيکې جوړې کړې او په ډېره خوښۍ يې خپل ولس ته ډاډ ورکاو، چې له دې اړيکو به دوی ته په ټيکنالوجي، اقتصاد، زراعت، استخباراتو او د ژوند په نورو برخو کې ډېرې ګټې ورسيږي، خو ځمکني حالات ډېر ژر بدل شول، اسرائيلو په پټو سترګو پر بې ګناه فلسطينيانو بې رحمه وحشي بریدونه پيل کړي او فلسطينيان د خپل توان مطابق د عربو او ټولو اسلامي دولتونو له ملاتړ پرته يوازې د الله تعالی په مرسته له اسرائيلو سره مقابله کوي. که څه هم عربي دولتونه له حماس جهادي غورځنګ سره دښمني کوي او خپل يې نه بولي، خو عرب ولسونه له فلسطينيانو سره خواخوږي لري او د اقصی قضيه د خپل ايمان برخه بولي، له همدې امله د اسرائيلو او عرب دولتونو په اړيکو کې هم پخوانۍ تودوښه نه ده پاتې.
د متحده عربي اماراتو او اسرائيلو تر منځ د اړيکو له جوړولو يوازې څو اونۍ وروسته د اسرائيلي استخباراتو «موساد» يوه لوړپوړي چارواکي ته په خليجي هېوادونو بې ساري تود هرکلی وویل شو او دا هغه څه و، چې تر دې وړاندې يې تصور هم ناشونی برېښېده.
خو اوس وضعيت داسې دی، چې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړوونکي دولتونه په ځانګړې توګه امارات او بحرين د شرم او خجالت له داسې حالت سره مخ دي، چې اسرائيلو سره د خپلې ملګرتيا لپاره په ښکاره څه نه شي ويلی.
تر دې وړاندې د دغو عربي دولتونو لوړپوړو چارواکو د ټلويزونو له لارې خپلو خلکو ته ډاډ ورکاو، چې له اسرائيلو سره د اړيکو له لارې به دوی ته په سوداګريز، سياحت، طب، څېړنو، چاپېريال ساتنې او ساينسي ټيکنالوجي په برخه کې ډېرې ګټې تر لاسه شي، خو اوس عربي ولسونه د ټلويزون په پرده پر غزه د اسرائيلو بمبارۍ او وحشتونه ګوري، په ټولنیزو رسنيو کې د غاصبو يهودانو هغه ويډيوګانې ګوري، چې بیت المقدس کې ځايي فلسطيني مسلمانان له خپلو کورونو باسي او اسرائيلي عسکر پر مسجد اقصی يرغل کوي.
په عين حال کې سعودي لږ تر لږه د اوس مهال لپاره لږ د سکون او ډاډ ساه واخيسته، چې د امريکا د سختو فشارونو سربېره يې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو تړون ونه کړ او ښايي لامل به يې دا وي، چې سعودي چارواکو حالات درک کړي وو، چې ښايي دغسې وضعيت رامنځته شي.
له مکې معظمې او مدينې منورې وروسته بیت المقدس ښار د مسلمانانو لپاره تر ټولو مقدس او سپېڅلی ښار دی، له همدې امله يوازې عرب نه، بلکې د اسلامۍ ټول ولسونه پر فلسطين د اسرائيلو یرغل ترهګري بولي او له فلسطينيانو سره خپله خواخوږي د ايمان برخه ګڼي.
له همدې امله د سعودي سربېره د بحرين حکومت هم د فلسطين قضيه د حل لپاره له فلسطينيانو سره خپله خواخوږي اعلان کړې ده.
لندن کې د رايل يونايټيډ څېړنيز مرکز اړوند يوه څېړونکي مايکل سټپفن ويلي، چې د عربي دولتونو هغه ادعا درواغجنه ثابته شوه، چې له اسرائيلو سره د ابراهيمي تړون له مخې به متحده عربي امارات او نور عربي دولتونه پر اسرائيلو فشار وارد کړی شي، چې د فلسطينيانو د غوښتنو او حقونو درناوی وکړي، خو اوس وضعيت داسې حد ته رسېدلی، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن په ښکاره د اسرائيلي يرغل ملاتړ کړی او د عربي دولتونو هغه غوښتنه يې هم نه ده اورېدلې، چې اسرائيل دې پر خپلو وحشي بریدونو کې لږ کمښت راولي.
ډېری عربي دولتونه له حماس جهادي غورځنګ سره دوستي او همکاري نه کوي، خو عربي ولسونه د نورو مسلمانانو په څېر د فلسطين قضيه د خپل ايمان برخه بولي او له فلسطينيانو سره خواخوږي لري.
له همدې امله کومو عربي دولتونو، چې له څو لسیزو پټو اړيکو وروسته له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي او يا يې هم په يوه او بله بهانه د اړيکو جوړولو ته زړه ښه کړی و، اوسني وضعيت نور هم حیران کړي او د اسرائيلو په اړه يې شکونه نور هم زيات شوي دي.
پخوا به، چې د اسرائيلو او عربو د جګړې رپوټونه په يو اړخيزه توګه د فلسطينيانو په ملاتړ خپرېدل، اوس وضعيت تر ډېره بدل دی او عربي رسنۍ هڅه کوي، چې د فلسطينيانو سربېره د اسرائيلو اړوند رپوټونه هم خپاره کړي.
د ساري په توګه د سعودي عربستان العربيه ټلويزون پر غزه د اسرائيلي يرغلګرو د بمباريو ويډيوګانې خپروي، خو په عين حال کې داسې ويډيوګانې او رپوټونه هم خپروي، چې حماس جهادي غورځنګ د اسرائيلو پر خاوره توغندیز بریدونه کوي، چې له امله يې عام يهودان له وېرې منډې وهي او د خطر زنګونه وهل کيږي.
د متحده عربي اماراتو اړوند سکاي نيوز عربيه ټلويزون اګر که پر غزه د اسرائيلو د بریدونو ويډيوګانې خپروي، خو په ورته وخت کې د اسرائيلي چارواکو هغو ويناوو ته هم ښه پراخ پوښښ ورکوي، چې د دوی اصلي موخه د حماس جهادي غورځنګ لوړپوړي مشران او پوځي قومندانان دي.
بل پلو قطر، چې د اردن او مصر په څېر د روانې کشالې په اړه د درېمګړي رول د ادا کولو هيله لري او همدارنګه له حماس سره هم ښې اړيکې لري، د دغه هېواد رسنۍ هم هڅه کوي، چې د فلسطينيانو سربېره د اسرائيلو اړوند خبرونه هم خپاره کړي.
اوس پوښتنه دا رامنځته کيږي، چې د روانې جګړې او د اسرائيلو د ظلمونو او وحشت په رڼا کې به د اسرائيلو عربي دولتونو د اړيکو راتلونکی څنګه وي؟
د دې پوښتنې ځواب په دې پورې اړه لري، چې دا جګړه څومره دوام کوي، مرګ ژوبله او ورانی ويجاړی به يې څومره وي؟
کومو عربي دولتونو، چې له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي، هغوی ډاډمن دي، چې د دې ملګرتيا له لارې به دوی ته د نوې ټيکنالوجي سربېره د ژوند په نورو برخو کې ډېرې ګټې په لاس ورشي، خو دا اندېښنه ورسره شته، چې ښايي دا ملګرتيا په خپلو هېوادونو کې د ناامنۍ او سرخوږۍ لامل شي او په دې سودا کې زيانمن شي. سره له دې، چې عرب دولتونه هڅه کوي، چې حماس پر اسرائيلو ملامت وښيي او خپل ولسونه هم پر دې قانع کړي، خو د دې هر څه سربېره دوی اوس دا نه غواړي، چې په ښکاره له داسې يوه ترهګر دولت سره ودرېږي، چې فلسطينيان وژني او کورونه يې ويجاړوي.
مايکل سټيفن وايي، د متحده عربي اماراتو لپاره دا ناشونې ده، چې له اسرائيلو سره خپلې اړيکې بېرته ختمې کړي، خو تر څو، چې روانه جګړه پای ته نه وي رسېدلي، تر هغو به د خليجي دولتونو او اسرائيلو تر منځ روانه ملګرتيا او اړيکې په خپل ځای په ټپه ولاړې وي.
د مايکل سټيفن په وينا د اسرائيلو او عربي دولتونو د اړيکو د سوړوالي شکل به داسې وي، چې متحده عربي امارات او نور خليجي دولتونه به د پخوا په څېر له اسرائيلو سره خپلو پټو اړيکو ته دوام ورکړي، خو اوس مهال هغه شپې ورځې تېرې شوې، چې د دواوو هېوادونو سفیرانو به ګډې خبري غونډې ته ويناوې کولې او د دواړو هېوادونو له ولسونو سره به يې د رسنيو پر وړاندې په ډکه خوله خندل.
فاسد ترن منافق دغه چیلتاري انسان دی چې په عربو کې عربي جامې اغوندي په لندن کې بیا څلیندر په سر د انګلیسانو نو د ۱۸ او ۱۹ قرن تورې جامې درېشي یې اغوستې وي ، دا فاسد فاحش انسان دی ، ښځې یې ور څخه طلاق اخستۍ ځکه چې لنډغري کوي ! خپله لور یې وهلې، بندي کړې خو دا یو فاسد ، لونډه باز انسان دی
د فلسطین پر سر ولي عربي دولتونه د اسرائیل سره اړیکي نه خرابوي دلیل یې واضح دی. د اسرائیل او د ازادو عربي هیوادونو د تاسیس ډبره د ترکیې د اسلامي خلافت د انحلال په ترڅ کي کښیښودل سول. په دې اساس اسرائیل او عربي هیوادونه داسي دي لکه د یوې مور (شاید پلار یې هم یو وي) زامن. پاته سول فلسطینیان، دوئ سرټمبه او سرناخلاصه خلګ دي او د ماضي په ګرداب کي یې ځانونه حصار کړي دي. دوئ د مستضعفینو په شمار کي راځي. حجرت پر فرض دی او که چیري د حجرت توان ونه لري نو بیا… نور لوستل »