نړۍ

پيښور کي افغان کرکټ اسوسیشن ټیم دکرکټ سيالۍ وګټلې

after_winداود جبارخیل

په پيښور كې د نشه يي توكو پر ضد د دکرکټ سيالۍ پاى ته ورسيدې او لومړى مقام د  دافغان کرکټ  اسوسیشن لوبډلې خپل كړ.

دغو سيالیو کې چې پوره يوه مياشت مخكي د پيښور کې پیل شوې وې، ۱۴ لوبډلو ګډون كړى وو چې پايلوبې ته يې دافغان کرکټ  اسوسیشن اوپشتخره لوبډلې راووتې اوپشتخره لوبډلې خپل په ۲۰ اوورونو کي د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره مخالفې لوبډلې ته ۱۰۰ منډې هدف وټاکه،

افغان کرکټ اسوسیشن لوبډلې په ۸ اوورونو هدف تر لاسه کړي اود۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کي ۱۰۲ منډي جوړي کړي دافغان کرکټ اسوسیشن مشر مومن حقیار له  Right to play استازو مننه وکړه چي په پيښور کي يې د کرکټ د ودې او پرمختګ سره همېشه مرسته کړې او د دې لوبي په پايښت کي يې نه ستړي کېدونکي هلي کړي دي.

پاې کې ګټونکې ټیم او همدغه راز په سیالیو کې د نورو برخه اخیستونکو ټیمونو  لوبغاړو او یو شمیر خبریالونو  ته مډالونه ورکړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x