نړۍ

له غزې نه څلوېښت زره وګړي مهاجر شوي دي

نن ټکی آسیا(شنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): ملګري ملتونه په خپل راپور کې وايي چې د اسرائیلو د بریدونو له وېرې له غزې نه د کډوالو شمېر دوه برابره شوی دی.
د ملګرو ملتو سازمان وايي چې د دوی په څلوردېرشو پټنځایونو کې تراوسه څلوېښت زره فلسطینان اوسېږي.
ویل کېږي چې یواځې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د اسرائیلو په سختو بمباریو کې  شپېته فسلطینیان شهیدان شوي دي.
پر دې سربېره اسرائیلي ځواکونو پر هوايي عملیاتو سربېره ځمکني عملیات هم پیل کړي دي او مخ په غزه ور روان دي. دوی وايي چې په ځمکنیو بریدونو کې به د حماس له لوري کیندل شوي تونلونه ونړول شي.
که څه هم اسرائیل وايي چې دوی د خپلې مخالفې وسلوالې ډلې حماس په وړاندې جنګېږي، خو د دوی په بمباریو او بریدونو کې ډېری ښځې او ماشومان شهیدان کېږي.
د فلسطین د طبي مرستو څانګې ويلي دي چې د اسرائیلو په لس ورځنیو بریدونو کې تر درې سوه ډېر غزه وال شهیدان او نږدې دوه نیم زره تنه ټپیان شوي دي چې زیاتره يې ښځې، ماشومان او سپین ږيري دي.
دا په داسې حال کې دی چې داسرائیلو لومړي وزیر څو ورځې وړاندې وویل چې دوی به هیڅوک هم د غزې له بریدونو منع نه کړي.
له بله پلوه د اسرائیلو د بریدونو د غندلو په موخه د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې لاریونونه شوي دي، یاده دې وي چې پرون په کابل کې هم د جمعیت اصلاح افغانستان ډلې له لوري د اسرائیلو د بریدونو دغندلو لاریون وشو. چې ګډونوالو يې د نیول شوي فلسطین ازادي غوښته او هم يې د اسرائیلو د بریدونو د بندولو شعارونه ورکول همد ارنګه دوی مرګ په اسرائیل شعارونه هم ورکول.
له بله لوري د اسلامي هېوادونو په کتار کې د ترکيې زړور لومړي وزیر رجب طیب اردوګان د اسرائیلو د جنایاتو په اړه د لويديځې نړۍ چوپتیا یو نوی صلیبي پلان بللی دی، نوموړي په اسلامي نړۍ غږ وکړ چې داسرائیلو بریدونه وغندي او د بریدونو تر تمامېدو باید اړیکي ورسره وشلوي.
په ټولنیزو رسنیو کې مسلمانو ځوانانو د اردوګان دغه اقدام ستايلي او د اسلامي هېوادونو په نورو مشرانو يې غږ کړی چې باید له اردوګانه يې زده کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x