تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۲۰) – د ګرديز وروستۍ پرمختيا

شهرت ننګيال

د گردېز وروستۍ پرمختيا:
مولوي حقاني د ثور پر لومړۍ (سه شنبه ماښام) د جنرال رحمت الله ساپي، ډگر جنرال محمد ظاهر سوله مل، برید جنرال مصطفی، حاجي خليل الرحمن په ملتیا له ډگر جنرال امام الدین او تورنجنرال نبي جان سره مخامخ خبرې وکړې.

حقاني دوی ته ډاډ ورکړ چې نه غواړي د چیغې په صورت کې گردیز ته ننوځي – بلکې غواړي د تفاهم او همکارۍ له مخې د يوې نماينده شورا له لارې گډه اداره را منځته کړای شي – چې امنیت ټینگ او د بې نظمۍ او گډوډۍ مخه ونیسي.

ددې لپاره يې دوی ته يوه يوه ټاکي واكي مخابره ورکړه – خو ډگر جنرال امام الدين له نماینده شورا سره پیوستون وځنډاوه.

د ثور پر دويمه د گلم جم ملېشې له گردیز، کابل ته ولېږدېدې، جنرال امام الدين د سبا وعدہ پوره نه کړه.

تا چې سبا وكړ، سبا نه راځي
راشي په هر چا خو په ما نه راځي

ده له حقاني سره اړیکه ټينگه نه کړه – په دې توگه د ثور پر درېیمه د گردیز قطعاتو امنیتي کمربندونه پرېښودل او د مجاهدینو او ولسي خلکو بېلا بېلې ډلې ښار ته ننوتې.

يوازې د گارډ قوماندان تورنجنرال احمد علي اقتاش مقاومت وکړ – دغه قطعات چې د گردیز د رباط سیمې پر يوه غونډۍ ځای پر ځای شوي وو – د مجاهدينو پر وړاندې ودرېدل، تورن جنرال احمد علي اقتاش په ډاګه کړه چې له حقاني پرته بل چا ته وسله نه شي اېښودی.

له همدې ځایه حقاني له خپلو ملگرو سره د گارډ قوماندانۍ ته ولاړ – جنرال اقتاش د وسلو، مهماتو او وسایلو لست ورکر، مولوي حقاني پوځي افسرانو او عسکرو ته لنده وينا وكړه چې غټ ټكي يې دلته را اخلم:

زما عزتمندو!
تاسې گورئ لوى ښارونه فتحه شوي، ځکه خو پخوانۍ بدي او دښمني له منځه ولاړې، الحمدلله د هغې ځای دوستي او ورورۍ ونيو، ځکه خو موږ تاسې يوه صف کې ودرېدو.

زموږ دا نظر و چې نور وسله وال پوځونه څوک له مجاهدینو سره جگړې ته نشي اړ کولی- ځکه خو دا وسلې، مهمات او وسایل غنیمت نشي بلل کېدی – ستاسې صاحب منصابانو او عسکرو تکلیف، مجاهدین خپل تکلیف گڼي.

موږ گردېز ته په ننوتو كې ځکه له عجلې کار وانخیست چې څوک د چیغې په صورت کې ښار ته د داخلېدو مخه ونه ویني – چې ملي شتمني خوندي پاتې شي او دولتي تأسيساتو ته زیان ونه رسېږي، ځکه خو موږ د قول اردو قوماندان جنرال أمام الدين او دده ملګرو ته وویل چې اول خط مه ړنگوئ، باید د گډ اقدام او تفاهم په نتيجه کې مجاهدین ښار ته داخل شي، موږ ډاډ ورکړ چې مجاهدین ستاسې د عزت او ناموس دفاع کوي، داسې دفاع لکه له خپل عزت او ناموس چې دفاع کوي – مور د نماینده شورا د طرحې يو نقل هم ورکړ – چې د وسلو ډيپوگانو، دولتي تأسيساتو حفاظت او ساتنه وکړی شي.

موږ دوی ته وويل: هغه څه چې په مونږ حل کېږي، موږ به يې حل کړو او هغه چې په تاسې حل کېږي، تاسې به اقدام کوئ او هغه چې په گډه حل کېدای شي، ټول به يې په حل و فصل کې برخه اخلو، متأسفانه چې هغوی په خپله وعده وفا ونه کړه او خبره یې تعويق کې واچوله.

کله چې خلک ښار ته داخل شول – موږ بيا هم خپل ملگري وځنډول – خپلو مجاهدينو ته مو وویل: موږ له هغوی سره خبرې کړي. باید ارتباط ورسره ونیسو خو چې خبر شو دوی له گرديز وتلي وو.

موږ خپلو مجاهدينو ته وويل: چې پوځي قطعاتو ته هېڅ ډول تكليف او زیان ونه رسوي، قطعات ټول سلامت پرېږدي، د بیت المال أو ملي شتمنیو ساتنه وکړي.

زما عزتمندو!
تاسې ته به معلومه وي، له موږ سره داسې اشخاص هم شته چې له رژیم سره يې ډېر کار کړی- بیا یې له موږ سره لکه تاسې اسلامي اخوت پیل کړی. موږ د خوست فتحې پر وخت هم دا کار وکړ چې هېچا ته تکلیف ونه رسېږي، موږ د خوست ۴۰۰ زخمیان روغتون ته انتقال کړل – شخصي ډاکټران مو ورته ونیول، سره صلیب ته مو ورکړل، که څه هم مجاهدينو دغه پوځیان په سخت او خونړي جنگ کې نیولي وو – د دوی له لاسه د مجاهدينو شهيدان لا دفن شوي نه وو – خو موږ دوی په عزت له ځان سره وساتل او له څه مودې وروسته مو خوشې کړل.
خو تاسې چې بې جګړې موږ سره یو ځای شوي یاست، حتى زه دا وايم تاسې خدمت کړی او يوه قرارگاه مو حفاظت کړې، ځکه خو زه تاسې ته زنده باد وايم او ډېر درڅخه خوشاله يم، موږ او تاسې به خپله وروري پالو، دعا کوم چې الله تعالی د دنیا او اخرت نېکبختي در په برخه کړي.

دلته مولوي حقاني د سنډې ټایمز او واشنگټن پوسټ د خبریالانو پوښتنو ته لنډ ځوابونه ورکړل.

سنډې ټایمز: د کابل شاوخوا ځینې قوتونه پراته دي، غواړي پر کابل حمله وکړي، تاسې په دې هکله څه نظر لرئ؟

حقاني: کابل رژیم له سقوط سره مخامخ دی – اوس دغه رژیم د جنگ لپاره هدف نشي گرځېدی – که اوس جگړه کېږي دا به د قدرت لپاره وي.

واشنگټن پوست: هغه پوځيان چې گردیز کې مجاهدینو سره يو ځای شوي د افغانستان پوځ کې به ځای ولري؟

حقاني: راتلونکې اردو کې د دوی له نقش سترگې نه شي پټېدای.

على احمد اقتاش رښتیني او با کرکټره جنرال برېښېده، د ده روحيات لوړ، هېواد پالنه او ملي غرور څرگند و، خپل غونډ او تأسيسات يې وساتل، كله چې عرب خبریال احمد زیدان ده ته كامره مخامخ كړه، لاس يې ورته ونیو.

ماته يې وويل: ننگیاله! دوی ته ووایه دا د عکسونو وخت نه دی، ما زیدان له عکسونو منع کړ، جنرال اقتاش زما څنگ ته راغی.
ويې ويل: د دوی هغسې دغسې د وحشي عربو زما عکسونه اخلي، ما ته د ده غبرگون او خبرو خوند راکړ، غېږ مې ترې تاو کړه ده پر تندي ښكل كړم.

د شمال له پرمختياوو سره مولوي جلال الدين حقاني سټو کنډو کې څو ځلې له مسعود سره په مخابره کې خبرې وکړې خو مسعود ده ته د زړه خبره ونه کړه، مسعود له مولوي حقاني غوښتل له گردیز واوړي او کابل ته نژدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي.

مسعود مولوي حقاني ته ویل: چې دی به د گردیز ځواکونو (جنرال امام الدین) ته ووايي چې لار درکړي.

مسعود په دې فکر و، چې که وتوانېږي حکمتیار او حقاني پخپلو کې ولوېږي او یا لږ تر لږه د مولوي حقاني ځواکونه د هغه په مخه کې خنډ وگرځي. همدغسې يو پلان ائتلاف په ننگرهار کې هم درلود چې سلفیان خپل ځواکونه له کونړ نه جلالکوټ ته را وړاندې او د حزب قوماندان انجنیر غفار له ځواکونو سره چې د کونړ په مخه ښېوه) کې ځای پر ځای و په جگړه بوخت شي.

سړی نه پوهېږي جنرال أمام الدين څرنگه ونه غوښتل په گردیز کې موجود امکانات او مهمات يوې گډې ادارې یا په بله وينا د مولوي حقاني د پلان او پروگرام له مخې نماینده شورا ته وسپاري، امام الدين د ښار کمربندونه پورته کړل او پر گردیز د مجاهدينو او ولسي خلکو لښکر چې همدې گړۍ ته منتظر وو ور مات شو.
د احمد شاه مسعود لخوا گردېز ته د لارې ورکولو خبره دغه راز رابرسېره کولی شي…؟

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان د جهادي قوماندانانو د سرتاسري شورا اعلاميه

د محترم الحاج جلال الدين ((حقاني)) پیغام

د دوو هفتو را پدېخوا د پکتیا ولایت مرکز د مسلحو قواوو سره اخري او مخامخ ملاقات کې د جنوب د سمت عمومي قوماندان الحاج مولوي جلال الدين ((حقاني)) ډگر جنرال رحمت الله ((ساپي)) ډگر جنرال محمد ظاهر ((سوله مل)) برید جنرال مصطفی او د مسلحو قواوو له طرفه د قول اردو قوماندان ډگر جنرال أمام الدين د څارندوی قوماندان تورن جنرال نبي جان او د هغوی د نورو ملګرو په موجودیت پرون شپه ۱۳۷۱/ ۲ / ۱ اخري مجلس وشو او څلور ساعته یې دوام وکړ د هرج و مرج او گډوډۍ د مخنیوي او ملي شتمنیو د ساتنې په غرض د سيمه ييزې نماینده اسلامي شورا طرحه ورته قرأت أو تسلیم شوه خو مقابل لوري د گډې ادارې اعلان سبا ته پرېښود او په دغه وعده يې وروستۍ فيصله وځندوله- له بده بخته د ۱۳۷۱/ ۲/ ۲ په شپه کابل ته د جنرال امام الدین او يو شمېر نورو جنرالانو په لېږد د ښار امنيتي کمربند مات او پر سهار یې نا منظم مجاهدین پر ښار ور وختل.

همدارنگه د جنوب ټولو ولاياتو په ګډه فيصله وکړه چې د امنیت له تأمین وروسته خپلي قواوې چې د مجاهدينو سابقه قوت او نوې فتحه شوې سلاح او وسايط په کې موجود دي کابل کې د سولې لپاره د الحاج مولوي جلال الدين ((حقاني)) تر مستقیمې قوماندې لاندې د کابل په لور حرکت وكړي.

والسلام

د افغانستان د جنوبي سمت عمومي قوماندان
او د قوماندانانو سرتاسري شورا رئیس الحاج مولوي جلال الدين ((حقاني))

راتلونکی عنوان:
له جنرالانو سه شپه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x