
سږکال به کرونا لا خطرناکه وي، «واکسین ماشومانو ته د لګولو پرځای غریبو هېوادونو ته ولیږئ»
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵غویي، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه لري چې سږکال به د کرونا ویروس د تېر هغه په پرتله لا خطرناک او وژونکی وي، په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه عادي حالت او ځینې نور لا هم د کرونا په خټه کې نښتي دي.
د کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹م کال په پای کې له چین څخه نړۍ ته خپور شو، تر دې دمه لږ تر لږه د ۳.۳ ملیونه (۳۳ لکه) کسانو د مړینې لامل شوی، چې د بدلونونو څرګندېدل او د واکسین ناکافي پرمختګ د لا اندېښنې لامل ګرځېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس «تیدروس ادانوم ګیبریسوس» په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ډیری هېوادونه لا هم د ناروغۍ ریکارډ پېښې ثبتوي، په دې کې هند، نیپال، سریلانکا او ځینې امریکایي هېوادونه شامل دي، د نوموړي په وینا، لکه څرنګه چې دوی د کرونا حالت څاري، د ناروغۍ خپرېدو دوهم کال به د لومړي په پرتله ډیر وژونکی وي.
«زه پوهیږم چې ولې ځینې هېوادونه غواړي خپلو ماشومانو ته د کرونا واکسین ولګوي، مګر زه له دوی څخه غواړم چې ددې پرځای دې د کوواکس پروګرام سره د واکسینو ورکولو په اړه فکر وکړي». کوواکس د واکسینو نړیواله پروسه ده چې بېوزله هېوادونو ته د واکسینو رسولو لپاره رامنځته شوې ده.
تر دې دمه روغتیا پوهان لا هم ماشومانو ته د واکسین ورکولو په حق کې نه دي، ددوی په وینا ځینې واکسین پوهان ماشومانو ته واکسین له خطره پاک نه بولي، له همدې امله د روغتیا نړیوال سازمان له هغو هېوادونو چې له کرونا څخه د پاکوالي لپاره ماشومانو ته د واکسینو پروسه پېلوي غواړي، تر څو بېوزله هېوادونو ته واکسین ولیږي او د کرونا مخنیوی په بشپړ ډول ترسره شي.
تر دې دمه په ټوله نړۍ کې له ۱ ملیارد او ۴۳ ملیونو زیاتو کسانو ته لږ تر لږه د کرونا واکسینو یو دوز لګېدلی دی، چې له مخې یې په چین کې ۳۷۰ ملیونه او په امریکا کې دغه شمېره ۲۶۰ ملیونه دوزه واکسینو ته رسېدلې ده.