ورزش

لیستر سیتي کلب د انګلستان ایف ای فوټبال جام اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ غویي، ۱۴۰۰ل): د لیستر سیتي فوټبال لوبډلې په لومړي وار د انګلستان ایف ای فوټبال جام اتلولي چیلسي لوبډلې ته په ماتې ورکولو خپل کړ.

چیلسي لوبډله چې وار له مخه د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته لار موندلې، په ایف ای جام پایلوبه کې د غوره لوبې ترسره کولو سربېره ماتې ومنله.

د ایف ای انګلستان فوټبال جام پایلوبه چې د چیلسي په ویمبیلي لوبغالي کې د لیستر سیتي لوبډلې په بریا په ۱-۰ پای ته ورسېده، چې د یادې لوبډلې له لوري یوري ټيلامانز په ۶۳مه دقیقه کې په زړه پورې یوازینی ګول وواهه.

لیستر سیتي لوبډلې له دې وړاندې درې وارې د FA جام پایلوبې ته لار موندلې او په دریواړو کې یې ماتې منلې ده، خو اوس یې په لومړي وار یې په خپل ۱۴۹ کلن تاریخ کې دغه جام په خپل نوم کړ.

خو بل لوري ته چیلسي پرلپسې په دویم وار دغه پایلوبې ته لار وموندله او له بریا محرومه پاتې شوه، خو دغه لوبډله د چمپینز لیګ پایلوبې ته لار موندلې او د مانچسټر سیټي پر وړاندې به د مې په ۲۹مه نېټه په استنبول کې مخامخ کیږي.

د پایلوبې کتلو لپاره زرګونه نندارچیانو هم شتون درلود، دا لومړی وار دی چې له ۲۰۲۰م کال وروسته د فوټبال لوبې کتلو لپاره په انګلستان کې زرګونه نندارچیان حاضر شوي دي.

د یادونې وړ ده چې لیستر سیتي لوبډله د انګلستان پریمیئر لیګ په جدول کې هم په دوهم مقام کې ځای لري، په داسې حال کې چې چیلسي په څلورم مقام ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x