د نن سرلیکنه

د اقصی ویر

سرلیکنه:‌

له تقریبا دوو او نیو راهیسې پر فلسطیني بیوزله مسلمانانو اسرائیلي بریدونه او وحشیانه بمباري روانې دي .

د فلسطینی روغتیایی چارواکو په حواله تر اوسه پوري په یادو بریدونو کې 174 فلسطیني ولسی وګړی شهیدان او تر ۱۲۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي چې په وژل شویو کې یې ۵۰ تنه تنکي ماشومان دي.

په ختیځ بیت المقدس د شیخ جراح په کلي کې اسرائیلي ځواکونه ولسي کلیوال له خپلو کورونه په زور شړي او کورونه یې د دوي په مخ کې ورته په بمونو ورانوي.

همدا راز اسرائیلي پوځي چارواکي د مخابروي پیغامونو په وسیله په غزه کې د لوړو ودانیو مالکانو ته له ودانیو څخه د وتلو اخطار ورکوي او له اخطار سره سم یې ودانۍ په توغندویو ورانوي.

دا هر څه د نړۍ د بشري حقونو د مدافعو ټولونو د بشري جرمونو د نړیوالې محاکمې، د بښنې د نړیوال سازمان ، نړیوالو رسنیو او همدا راز ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په مخ کې تر سره کیږي.

هیڅوک ، هیڅ سازمان او هیڅ ټولنه د دې جرئت نه لري چې پر اقصی مسجد او بیوزله فلسطنیانو د دغه اسرائیلي وحشت مخه ونیسي او یا هم اسرائیلي غاصب چارواکي د ماشومانو او میرمنو د وژلو په جرم د بشري جنایاتو محکمې ته راکش کړي.

سره له دې چې په نړۍ کې ۵۲ اسلامي هیوادونه شتون لري او د مسلمانانو شمیر یو نیم ملیارد وګړو ته رسیږي خو بیا هم اسرائیلي غاصب ځواکونه لیدل کیږي چې په ډیرې سپین سترګي سره د مسلمانانو د لومړۍ قبلې بي حرمتي کوي او پرغزه او نورو فلسطیني سیمو باندې خپل دغه ډول جنایات تر سره کوي.

د مسلمانانو د دې ذلت باره حالت اساسي لامل د هغوی ځانځاني او خپل منځي اختلافات دي چې هر چا خپل ځان په یوې جغرافیايي محدودې کې را ګیر کړی او د بل مسلمان ورور په ویر یې ځان کوڼ اچولی دی.

مسلمانان د نړۍ په کچه تر ټولو ستر بشري ځواک لري، تر ټولو زیاتي اقتصادي طبیعي زیرمې لري او قرآن کریم هغوي ټول د امت واحده په نوم یاد کړي.

خو له بده مرغه چې دوی خپل منځي اسلامي وحدت له لاسه ورکړی او په مختلفو فکرونو او ملتونو ویشل شوی چې د الله د قول مطابق یې د نړۍ د نورو ملتونو په منځ کې خپل اسلامي وقاراو هیبت له لاسه ورکړی همدا وجه ده چې نه دوی خپله د یوه او بل درد دوا کولای شي او نه یې نور ملتونو په حال زړه سوځوي…

همدا دی د الله د قول مصداق چې فرمايي : و لا تنازعوا فتفشلوا وتذهب ریحکم …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x