شعـــــرونه

خلک مۀ ويښوه..!/ بشارت

داد محمد بشارت

درده ويدۀ شه ! نيمه شپه ده ، خلک مۀ ويښوه..!
سهار دی لرې شپه اوږده ده ، خلک مۀ ويښوه..!

ګريوان مې پرېږده نور د سوي زړۀ ازار مۀ اخله..!
درده پۀ څۀ دې بيا لانجه ده ؟ خلک مۀ ويښوه..!

ستونی مې ناست دی که مې غږ ستا په درزا کې ورک دی
زړګيه شور دی انګازه ده ، خلک مۀ ويښوه..!

سهاره پټ شه سر د شپې لۀ شړۍ مۀ وباسه..!
د عنبري زلفو کيسه ده ، خلک مۀ ويښوه..!

کرار غږېږه د چا ياده زۀ او تۀ ويښ يو بس
نوره نړۍ پۀ خوب ويده ده ، خلک مۀ ويښوه..!

پۀ کريغو ورته ژاړم که دا زړۀ مې يو څۀ سپک شي
نن لۀ سپوږمۍ سره مې شپه ده ، خلک مۀ ويښوه..!

شي به يې مړې څړيکې راپورته د قيامت پۀ ګمان
د بشارت زړۀ هديره ده ، خلک مۀ ويښوه…!

د.م بشارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x