نړۍ

د اسلامي همکاريو سازمان: نړيواله ټولنه دې د اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو مخنيوی وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غویي، ۱۴۰۰ل): د اسلامي همکاريو سازمان د يوې غونډې پر مهال له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو او وحشتونو د مخنيوي په اړه خپل مسؤوليت ادا کړي.

د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي يوسف العثيمين تېره ورځ د سعودي په جده ښار کې د دغه سازمان په غونډه کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې خپل سياسي، اخلاقي، انساني او قانوني مسؤوليت ادا کړي، د اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو مخنيوی وکړي او د فلسطيني ولس او اسلامي مقدساتو د توهين په اړه د اسرائيلي يرغلګرو د پلانونو مخه ونیسي او د نړيوال قانون په رڼا کې د فلسطيني ولس ملاتړ وکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي يوسف العثيمين

ښاغلي عثيمين زياته کړه، چې «تېري، د املاکو غصبول او فلسطينيان له خپلونو کورونو شړل د دوی د مشروعو حقونو څخه انکار دی او دا کار د سولې بهير سره مرسته نه شي کولای، بلکې د سولې لپاره روانې هلې ځلې او هڅې له ستونزو او ننګونو سره مخ کوي.»

د اسلامي همکاريو د سازمان سرمنشي وويل: «موږ د نړيوالې ټولنې د مشروعيت او عربي ټولنې د فعاليت غوښتنه کوو او ټول لوري بايد د سولې بهیر د بريا او د فلسطينيانو د حقونو لپاره هڅې وکړي.»

په عين حال کې د سعودي د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان په بیت المقدس کې د اسرائيلو روان یرغل او پلانونه غندلي، چې فلسطيني ولسونه په ختيځ بیت المقدس کې په زوره له خپلو کورونو وباسي او هغه ټولې کړنې يې غندلي، چې قربانيان يې ښځې، ماشومان او عام فلسطيني وګړي دي.

د سعودي حکومت تېره اونۍ د اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بېړنۍ ناستې رابللو پرېکړه کړې وه.

د تېر اپريل له ۱۳مې نېټې راهيسې په فلسطين کې وضعيت وروسته تر هغه ترينګلی شو، چې غاصبو يهودانو په بیت المقدس کې د شيخ جراح او باب العمود سيمو کې د ځايي فلسطينيانو پر کورونو بریدونه وکړل او هغوی يې له خپلو کورونو ويستل او اسرائيلي يرغلګرو پوځيانو يې ملاتړ کاو او همدارنګه يې په روژه کې په مسجد اقصی کې پر لمونځ کوونکو بریدونه او د مسجد اقصی توهين پيل کړ.

له تېرې دوشنبې راهيسې د غزې په لويديځه تړانګه کې د اسرائيلي يرغلګرو په بریدونو کې د ۵۲ ماشومانو او ۳۱ ښځو په شمول لږ تر لږه ۱۸۱ تنه شهيدان شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

د اسلامي همکاريو سازمان له نړيوالې ټولنې د اسرائيلي بریدونو د درولو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې ملګرو ملتونو هم د جګړې سملاسي درولو غوښتنه کړې، خو د امريکا ولسمشر جو بايډن په ښکاره د اسرائيلو ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې اسرائيل د فلسطينيانو د بریدونو پر وړاندې د دفاع حق لري او روان يرغل يې د اسرائيلو مشروع حق بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

په پښتوکی متل دۍ وایی ۱۰۰خبری دمرکی یوخردبرمتی،کفارمخامخ داسلام ددښمنانوطرفداری کوی اومسلمانان الله دیوبل وروڼه بللی دی یودبل کومک نکوی که ټوله اسلاموی ملکونه دخپلواسلامی وروڼ دحفاظت دپاره لکه قرآنکریم چه فرمایی ودریږی هیڅکله به کفارپریواسلامی ملک دتجاوزجرئت ونه کړای سی،دمصراخوان المسلمین یی دالسیسی مرتدپه واسطه له منځه یووړۍ په نامه مسلمانا نوهیڅ پرواپه ونه که حطی سعودی دحجو اوعمرودمسلمانوپیسی دکومک دپاره ملحد حکومت ته لاهم ورکی ډیره دشرم خبره ده چه دونه ډیراسلامی ملکونه دکفاروپه مقابل کی لاجوابه دی دکفارو تیل اوخوراکی موادهم ټول داسلامی ملکوورځی.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x