نړۍ

روسيه: له اسرائيلو سره د عربي دولتونو د اړيکو جوړول د ثبات په رامنځته کولو کې پاتې راغلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غویي، ۱۴۰۰ل): روسيه وايي، د عربي دولتونو له لوري له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول تر هغه وخته پورې ناکام دي، تر څو، چې د فلسطين قضيه په کې نه وي شامله شوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيرګي فيرشينین د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته د وينا پر مهال د فلسطين او ټول منځني ختيځ په اړه د خپل هېواد په استازولۍ اندېښنه ښکاره کړې او زياته کړې يې ده، چې روان وضعيت يوازې تر ځانګړې جغرافيې پورې محدود نه دی.

دغه روسي ډيپلوماټ ټينګار کړی، چې د سپېڅلو ځايونو درناوی دې یقيني شي او د مذهبي خلکو ازادي ته دې بشپړ درناوی وشي، چې په ختيځ بیت المقدس کې خپل عبادتونه په ازاده توګه وکړی شي.

نوموړي زياته کړې ده، چې په ختيځ بیت المقدس کې د جغرافيوي او تاريخي حقايقو بدلو غیر قانوني کار دی او بايد مخنیوی يې وشي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او ټينګار يې وکړ، چې نړيوالو بشري حقونو ته بايد درناوی وشي، ملکي وګړو او زېر بناوو ته يې له زيان رسولو ډډه وشي.

روسي ډيپلوماټ ويلي، چې فلسطيني ولس د خپلواک دولت حق لري، چې پلازمېنه به يې ختيځ بیت المقدس وي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو او امنيت شورا د منشور پر اساس دې د سولې بهير لپاره چټک ګامونه پورته شي او له ټولو يو اړخيزو طرحو دې ځان ساتنه وشي، چې له مخې يې يهودان د فلسطينيانو کورونه په زور نيسي، دوی له خپلې خاورې شړي او تاوتريخوالي ته زمينه برابروي.

د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، له تېرې دوشنبې راهيسې د غزې په لويديځه تړانګه کې د اسرائيلي يرغلګرو په بریدونو کې د ۵۲ ماشومانو او ۳۱ ښځو په شمول لږ تر لږه ۲۰۰ تنه شهيدان شوي او له پنځو زرو ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

د یارانو د توجه وړ: اوس د اسرائیل نوي یهودي ناقلینو زیادتره برخه روسان تشکیلوي چي د فلسطینیانو څخه نوو خالي سوو ځمکو په قبضه بوخت دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x