د روژې مبارکه میاشت

د اعتکاف فضايل

مولوي عبدالهادي حماد

په مسجد کي ټاکلي وخت د اعتکاف په نيت اوسېدل د اعتکاف څخه عبارت دئ د حنفي مذهب د علماوو په آند اعتکاف پر درې ډوله دى يو اعتکاف واجب دى دغه اعتکاف د نذر کولو څخه عبارت دئ د مثال په ډول چي څوک ووايي که زما دغه کار وسو زه به دومره ورځي اعتکاف کوم نو پرده باندي د کار د اجرا وروسته په هغه اندازه اعتکاف کول واجب دي او يا د کار شرط ونه لګوي بلکي داغسي ووايي چي پر ما باندي دومره ورځي اعتکاف نذر دئ په دغه صورت کي هم د اعتکاف اجرا کول واجب دي.
دوهم ډول اعتکاف سنت دئ دا هغه اعتکاف دى چي د روژې د مياشتي په آخرو لسو ورځو کي کېږي چي د رسول الله مبارک عادت هم داسي و. دريم ډول اعتکاف نفل دى دغه اعتکاف نه دورځو تعين لري او نه د وخت هر وخت چي يې زړه وغواړي کولاى يې سي که څه هم د ټول عمر نيت وکړي البته په کښته اندازه کي يې اختلاف سته د امام ابو حنيفةپه آند تر يوې ورځي کم اعتکاف نسي کېدلاى خو د امام محمد(رح) په آند د لږ ساعت لپاره هم اعتکاف کېداى سي او هم پر دغه قول باندي فتوى د علماوو ده .
ابن عباس د رسول الله څخه روايت کوي چي رسول الله د معتکف په اړه وفرمايل : معتکف د ګناهونو څخه محفوظ دئ او دومره نيکي ورته ليکل کېږي لکه دټولونيکيو دکونکي لپاره.
مشکوة عن ابن ماجة
په پورتني مبارک حديث کي د اعتکاف دوې خاصي فائدې بيان سوي دي لومړۍ دا چي معتکف به د ګناه څخه محفوظ وي که نه نو انسان ډير واري د ځينو کمزوريانو له وجهي خامخا په ځينو ګناهونو اخته کېږي او په داسي مبارک وخت کي ګناه کول څومره لوى ظلم دى خو ددغه اعتکاف په وجه به په امن وي . دوهمه خبره داده چي معتکف چي ځيني نيک کارونه د اعتکاف په وجه نسي کولاى لکه جنازه ، د مريض پوښتنه او داسي نور بېله کولو به يې الله ثواب ورکړي. الله اکبر! څومره دالله لوى رحمت دى چي د يوه عبادت په بدله کي الله د لسو عبادتو ثواب ورکوي دا په حقيقت کي بخښي ته بهانه لټول دي لږ غوندي توجه غواړي د رحمت باران په شيبو وريږي .
ابن عباس په مسجد نبوي کي په اعتکاف کي و چي يو سړى راغلى پټه خوله کښېناستى ابن عباس پوښتنه ځني وکړه چي اې فلانکيه ! غمجن او خفه دي وينم څه وجه ده ؟ هغه سړي ورته وويل چي اې د رسول الله د اکا زويه ! پر ما باندي د يو سړى حق دى زما دي ددغه قبر دخاوند په عزت قسم وي چي د پوره کولو توان يې نه لرم درسول الله و قبر ته يې اشاره وکړه . ابن عباس ورته وويل : ايا زه ستا سپارښت وکړم ؟ هغه سړي ورته وويل : څنګه چي ته لازمه بولي هغسي وکړه ابن عباس څپلۍ په پښو کړې د مسجد څخه دباندي راووتى هغه سړي ورته وويل چي تا خپل اعتکاف هېر کړى ابن عباس ورته وويل چي هير کړى مي نه دى ما ددې قبر د خاوند څخه اوريدلي دي چي لږ وخت نه و تير سوى ( چي د دې الفاظو په ويلو سره ) د ابن عباس د سترګو څخه اوښکي رواني سوې چي نبي و فرمايل : څوک چي د مسلمان ورور د حاجت پوره کولو لپاره ووزي کوشش وکړي تر لسو کالو اعتکاف ثواب زيات لري او څوک چي يوه ورځ د الله د رضا لپاره اعتکاف ورکړي دده او ددوزخ تر منځ به درې خندقونه پيداسي يو خندق د مځکي او اسمان تر فاصلې زيات دئ . نو دلسو کالو به څومره فضيلت وي چي د يوې ورځي دومره فضيلت دى .
رواه الطبراني فې الاوسط والبيهقي واللفظ له والحاکم مختصرا وقال صحيح الاسناد کذا في الترغيب
د پورتني حديث څخه دوه مضمونونه معلوم سول .لومړى دا چي ديوې ورځي اعتکاف دومره فضيلت دى چي دده او دوزخ تر منځ درې خندقونه جوړيږي د يوه خندق به دومره لوى والي وي لکه ټول جهان او تر يوې ورځي چي اعتکاف څومره زياتيږي ثواب يې هم په هغه اندازه زياتيږي علامة شعرانيپه کشف الغمة کي د رسولڅخه نقل کوي چي رسول الله فرمايي : د روژې د آخرو لسو ورځو اعتکاف ددوو حجو او دوو عمرو ثواب لري . او څوک چي د ماښام تر لمانځه وروسته تر ماخوستنه پوري په داسي مسجد کي اعتکاف وکړي چي جماعت پکښي کېږي او د تلاوت او لمانځه پرته د بل چا سره خبري نه وکړي الله به په جنت کي يوه ماڼۍ ورکړي .
دوهمه خبره دا چي تر پورتنۍ خبري هم مهمه خبره ده هغه د مسلمان ورور حاجت پوره کول دي چي تر لسو کالو اعتکاف يې ثواب زيات ښـودل سوى دئ همدا وجه وه چي ابن عباس د خپل اعتکاف پروا ونه کړه ځکه ددې اعتکاف پوره والى په قضا سره ممکن دى همدا وجه ده چي صوفيان وايي : د الله په وړاندي چي دمات زړه څومره قدر دى د بل هيڅ شي نسته . همدا وجه ده چي په حديثو کي د مظلوم د ښرا وو څخه ويره کول ښودل سوي ده . رسول الله چي به څوک د يو ځاى حاکم مقرر کړى نو دا به يې ورته فرمايل : واتق دعوة المظلوم . يعني د مظلوم د ښراوو څخه ځان وساته .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x