افغانستان

د اختر په څلورمه ورځ هلمند کې هوايي برید ۲ ماشومان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کمکي اختر په څلورمه ورځ د دولتي الوتکو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۲ ماشومان «شهیدان» شوي دي.

دا پېښه پرون د یکشنبې په ورځ سهار لس نیمې بجې د لښکرګاه اړوند د درېیمې لوا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي الوتکو د «میر حمزه» اکا په نوم د یو سیمه ییز کس کور باندې له هوا څخه توغندي وویشتل.

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې په دغه هوايي برید کې د نوموړې کورنۍ یوې کوچنۍ نجلۍ او کوچني هلک په ګډون دوه ماشومان «شهیدان شوي او د یو ځوان او ۲ میرمنو په ګډون ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې د کمکي  اختر په درې ورځو کې طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو، چې ددغه اوربند له پای ته رسېدو سره د هلمند په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایاتو کې جګړې او پوځي عملیاتو بیا زور اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x