افغانستان

پونیټ ټالوار د خلیلزاد د سلاکار په توګه ګومارل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، پونیټ ټالوار د سولې په چارو کې د سلاکار په توګه ورسره یوځای شوی دی.

نوموړي هغه هغه د سولې په خبرو اترو او بهیر کې یو تجربه لرونکی دیپلومات بللی او هیله یې څرګنده کړې چې هغه به دې برخه کې ورسره ښه همکار پاتې شي.

خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې سیاسي هوکړه د افغانستان او امریکا د ګټو خوندي ښه انتخاب وباله.

پونیټ ټالوار په داسې مهال د خلیلزاد د سلاکار په توګه ګومارل کیږي، چې دا مهال د افغان سولې خبرې د یو ناڅرګند برخلیک او نیمه په ټپه ولاړ حالت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ د کمکي اختر درې ورځنی اوربند پای ته رسېدلی او د هېواد په مختلفو سیمو کې جګړو یوځل بیا زور اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

دا پونیت تلوار داسی ښکاری لکه چی ریشه ئي د پنجابی پاکستان څخه وی !!!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx