افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا او پاکستان د افغان سولې په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې کړې دي او د سیمې د نورو مسایلو تر څنګ د افغان سولې په اړه غږېدلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې په بنسټ، قریشي له بلینکن سره د تلیفوني خبرو په مهال ویلي، چې له سیاسي لارې د افغانستان د قضیې حل او د سیاسي جوړجاړي تامین د ټولو سیمه ییزو لوبغاړو دنده ده.

خبرپاڼه کې وړاندې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتلو ته په اشارې ویل شوي، چې نور باید په افغانستان کې د جګړې کچه راټيټه شي، یوه دایمي اوربند ته لاره هواره شي او له رامنځته شوي فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي.

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې بلینکن له قریشي سره د افغان سولې او د پاکستان له لوري د «ترهګرۍ ضد ګامونو اخیستلو» ژمنتیا کې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د افغان سولې په اړه د امریکا او پاکستان خبرې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښايي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

پاکستان وایي، په افغانستان کې د روانې جګړې حل په سیاسي جوړجاړي کې ویني او د طالبانو له لوري په زور د واک د نیولو پلویان نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x