افغانستان

د دوستم د ګواښونو له ویرې د فاریاب والي په لومړۍ لوا کې معرفي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): د اشرف غني له لوري فاریاب ته ګمارل شوی والي د دوستم د ګواښونو له ویرې د ولایت مقام د مقر په ځای د یاد ولایت په لومړۍ لوا کې معرفي شو.

محمد داوود لغماني چې نږدې دوې اوونۍ وړاندې د نقیب الله فایق په ځای د اشرف غني له لوري د فاریاب د نوي والي په حیث وټاکل شو، تر دې دمه نه دی توانېدلی چې ولایت مقام ته ولاړ شي او خپله دنده پیل کړي.

د کابل حکومت مارشال «جنرال دوستم» نیوکه لري، چې اشرف غني دده له مشورې پرته د فاریاب والي له دندې ګوښه شوی او اوس خپل کس دې سیمې ته لېږي.

تېره اوونۍ د داوود لغماني الوتکې ته د میمنې په هوایي ډګر د ناستې اجاره ورنکړل شوه او کابل ته وګرځېده، خو له بیا ځلې راتګ وروسته یې الوتکې په لومړۍ لوا کې ناسته کړې او والي همالته د پوځي چارواکو تر منځ معرفي شوی دی.

دوستم خپلو پلویانو ته امر کړی، چې که د اشرف غني والي په نظر ورغی، الوتکه دې يې په راکټ او دی دې په مرمیو وولي.

ورته مهال د دوستم پلویانو د ولایت مقام دروازه تړلې او په میمنه ښار  کې يې لاریون پیل کړی، چې له امله یې بشپړ ښار تړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x