ټولنیزه برخه

بیت المقدسه! تا به څوک ژغوري!؟

مفتي حمد الله دانشمند

بیت المقدسه!
ته یواځې د فلسطینیانو نه؛ بلکې د ټولو مسلمانانو دوهمه قبله یې!
بیت المقدسه! ته د ډېرو انبیاء علیهم السلام مسکن، معبد او مدفن یې، تاته ابراهیم او لوط علیهما السلام هجرت کړی، ستا د اقصی مسجد په محراب کې سید الرسل صلی الله علیه وسلم د انبیاؤ علیهم السلام امامت کړی، له تانه یې د معراج معجز سفر تر سره کړی، ستا د مبارکې صخرې په حلقه جنتي براقونه تړل شوي، ته د خلکو د منشر او محشر ځای یې، ته د اسرافیل علیه السلام د نداء او اواز مکان یې.

بیت المقدسه!
ستا اقصی مسجد د زمکې پر مخ د قِدم له پلوه دوهم جومات؛ خو د ثواب له پلوه درېیم جومات دی.

بیت المقدسه!
په تا ستر څښتن جل جلاله حسي او معنوي برکات لورولي، تاته د ستر “دجال” لاره نشته؛ خو واړه دجال دي نن په پاک حریم ناولي قدمونه کېښودل، رسما یې ستا په اشغال او يرغل سره د ټولې اسلامي نړۍ ازادي پایمال کړه، ښایي د کامل مسلمان له پاره دا یو وړوکی قیامت وي، فلسطیني پیغلو‍ او زلموټو خو له خپل وس او توان سره سم ستا له دیني ارزښتونو نه د معصومو وینو په بیه او د سرونو په نذرانې دفاع وکړه، په لسګونو شهیـ دان او په زرګونو نور د صهیونیستي نیواکګرو له خوا ټپیـ ان شول؛ آن هغوی ستا له قدرمن حریم نه د مچلوغزې به وار کولو سره هم ددفاع هڅې وکړې، خپل وس یې هیڅ ونه سپماوه.

بیت المقدسه!
که ته د خپلې ازادۍ په پار یو ځل بیا د عـ مري تـ ورو پړکا ته د انتظار شېبې شمارې؛ نو هغه خو د زمکې تل ته رحلت کړی، که د صلاح الدین ایوبي د آسونو شڼهار ته په تمه یې؛ نو هغه هم له دې ورانې نه کوچېدلی دی. که غواړې چې عرب زلمي به د خپلو نیکونو تاریخ ته په کتو یو ځل بیا آسونه زین کړي، ستا مرستي ته به په تـ ـورو، ډالونو او نېزو ځانونه سنګار کړي، دیهـ ـودو او لاسپوڅو به سرونه له تنو بېل کړي، دا به د ” فرضٌ ممتنعٌ” له قبیل نه وي؛ ځکه هغوی لا له وړاندې د فلسطینیانو په معصومو وینو معامله وکړه؛ دوی تمه لري، چې په دې توګه به د دې تورې بلا موخه په بله مهار شي؛ خو دا خوب به یې کله هم رښتیا نشې.

چې ستا په اشغال د هغوی غیرت را ونه پارېدل، لري نه ده چې دا توره او بدمرغه بلا به د حرمین «حرسهما الله تعالی» په پاک حریم هم د یرغل خوب وویني.

بدیهي ده، چې د شهوت او لذت په میو مست وګړي یواځې د دنیوي زیب، زینت، ښکلا په فکر کې وي او بس. د تلپاتې ژوند، تلپاتې خوښۍ ورته افسانه غوندي ښکاري.

بیت المقدسه!
عجم زلمي هم اوس د تېر په څېر د جذبې له جوهر نه بډای نه دي: د ځینو یې د غیرت ګراف صفر ته را ټیټ شوی، د سیرت له پلوه له غربي افکارو مسموم شوي، د صورت په لحاظ هم له پردي کلتور او ثقافت نه اغېزمن دي، روزمره دنده یې “بېډ او بال” دي، سرود او سریالونو ترې د غیرت ماده په بډ وهلې. د ځینو بیا یواځې را پارېدلې جسماني جذبه “په څو لفظي وییونو” او سوو کړیکو سړېږې؛ خو تجربو ښودلې چې دغو اجتماعي مسجعو او موزونو مقولو کومه اغېزمنه بریا له ځان سره نه ده راوړې.

خو بیا هم (بیت المقدسه!) الله پاک ته تمه ده، چې یو بل صلاح الدین ستا پر دفاع او حمایه وګماري، ستا مظلوم حالت به یې احساسات را وپاروي او لښکر به یې د خپلو سرښندنو پرمټ، د تکبیر په ملکوتي ناره ستا له سپېڅلي حریم نه د یرغل تور لاسونه لنډ او د هغوی هر پلان به شنډ کړي.
“وما ذالك علي الله بعزيز”.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x