نړۍ

امنيت شورا درېيم ځل هم د امريکا له امله د غزې په اړه د پرېکړې په صادرولو کې پاتې راغله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غویي، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره ورځ درېيم ځل پر غزه د اسرائيلي یرغلګرو د بریدونو په اړه ناسته رابللې وه، خو د امريکا له امله د پرېکړې په صادرولو کې پاتې راغله.

يه يوه اونۍ کې دا درېيم ځل دی، چې امنيت شورا د امريکا د مخالفت له امله د غزې په اړه د پرېکړې په صادرولو کې پاتې راځی.

د امنيت شورا له ناستې وروسته د چين، «چې اوسمهال د امنيت شورا مشري کوي» د تونس «د امنيت شورا يوازنی عضويت لرونکی عربي دولت» او د ناروې استازو په ګډه اعلاميه کې په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا

په عين حال کې د امريکا متحده ايالتونو پر غزه د خپل متحد اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو دفاع وکړه، خو په ورته وخت کې يې له حماس جهادي غورځنګ څخه وغوښتل، چې سمدستي خپل توغنديز بریدونه ودروي.

پر يوه بل تورونه پورې کول

د امنيت شورا په دې ناسته کې د اسرائيلي يرغلګرو او د فلسطين استازو تر منځ د ويډيويي کنفرانس له لارې د ګډون پر مهال يوه بل تورونه پورې شول.

د فلسطين د بهرنيو چارو وزير رياض المالکي اسرائيل په جګړه‌ييزو جرمونو او عبري يهودي دولت يې پر فلسطيني ولس او ديني مقدساتو په تېري او وحشت تورن کړل.

خو په ځواب کې يې ملګرو ملتونو کې اسرائيلي سفير جلعاد اردان تور پورې کړ، چې حماس په لوی لاس د روانې جګړې د پيل لپاره د لامل پيدا کولو په موخه پر اسرائيلو توغنديز بریدونه کړي دي.

اسرائيلي سفير له امنيت شورا غوښتي، چې د فلسطينيانو د توغنديزو بریدونو غندنه وکړي، خو په مقابل کې يې د فلسطين د بهرنيو چارو وزير له امنيت شورا غوښتنه کړې، چې د اسرائيلي يرغلګرو د وحشت او بریدونو د مخنيوي لپاره عملي ګام پورته کړي.

رياض المالکي پوښتنه کړې، چې امنيت شورا او نړيواله ټولنه به تر کوم وخته پټه خوله وي او د ملکي وګړو شمېر به څومره بس وي، تر څو دوی د اسرائيلو یرغل وغندي؟

هېښوونکې خبره

واشنګټن يوازينی هېواد دی، چې د يوې اونۍ په ترڅ کې يې درې ځله د امنيت شورا د درې غړو هېوادونو «چين، ناروې او تونس» طرحه رد کړه او په ښکاره يې د اسرائيلو د یرغل ملاتړ وکړ.

د فرانسې خبري اژانس د نوم نه څرګندولو په شرط د يوه غربي ډيپلوماټ له قوله ليکلي: «دا يوه هيښوونکې خبره ده؛ ځکه موږ ټول په دې هيله وو، چې امريکا به ګڼ اړخيزه ډيپلوماسي ولوبوي او ټول به يې پر پله ولاړ شو او موږ فکر کاوو، چې متحده ايالتونه به په دغسې يوه حالت کې د امنيت شورا اهميت ته درناوی ولري.»

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د امريکا له لوري د غزې په اړه د پرېکړې مخالفت باندې يې ژوره خواشيني ښوولې ده.

وانګ‌ يي وويل: «د يوه هېواد د مخالفت له امله امنيت شورا ونه توانېده، چې په يوه غږ خپله پرېکړه صادره کړي او موږ له متحده ايالتونو غواړو، چې په دې اړه خپل مسؤوليت درک او ادا کړي.»

خو په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې لينډا توماس ګرينفيلډ يوازې دومره وويل چې هېواد يې له هر ډول ستړيا پرته د روانو دښمنيزو بریدونو د پای ته رسولو او سولې راوستو لپاره هلې ځلې کوي.

د يادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده. همدارنګه د اسلامي همکاريو سازمان هم تېره ورځ د سعودي په جده ښار کې د يوې بېړنۍ غونډې پر مهال له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې پر غزه د اسرائيلو وحشت او ظلمونو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

خو د امريکا ولسمشر جو بايډن په ښکاره د اسرائيلو ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې اسرائيل د فلسطينيانو د بریدونو پر وړاندې د دفاع حق لري او روان يرغل يې د اسرائيلو مشروع حق بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x