افغانستان

میلر: افغان عسکر دې د طالبانو د واک پراخېدو مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غوايي، ۱۴۰۰ل):په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان «سکاټ میلر» وایي، په اوسني وخت کې يې تر ټولو ډېر تمرکز د خپلو عسکرو په خوندي ایستلو دی، نو افغان عسکرو ته ښایي، چې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

میلر له «بي بي سي» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې امریکایي او ناټو ځواکونه له ورکړل شوي امر سره سم له افغانستانه وتلو ته چمتووالی نیسي او تر ټولو ډیر تمرکز یې په دې دی، چې خپلو عسکرو او د افغانستان راتلونکي ته پېښ ګواښونه له منځه یوسي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د افغانانو له غوښتنې سره سم باید د جګړې د شدت کچه راټيټه شي؛ خو دده له قوله، داسې انګېري چې طالبان به د جګړې کچه لوړه کړي.

میلر د طالبانو له لوري وروستیو پوځي پرمختګونو ته په اشارې وویل، چې افغان عسکر وړتیاوې لري او باید د طالبانو د بریدونو او د هغوی د واک د ساحې د پراخېدو مخه ونیسي.

میلر ددې پوښتنې په جواب کې بهرنیان په افغانستان کې ناکام وو که کنه؟ وویل، چې افغانستان ته د بهرنیو پوځيانو له راتګ سره سم هغوی ځیني لاسته راوړنې او بریاوې درلودې؛ خو دده له قوله، ځیني داسې کارونه هم و، چې باید شوي وای؛ خو ونشول، نو ځکه دده په خبره، دا قضاوت باید راتلونکي تاریخ ته پرېښودل شي، تر څو ددې قضیې په اړه قضاوت وکړي.

میلر داسې مهال افغان عسکرد طالبانو د بریدونو مخنیوي ته هڅوي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د ورکړل شوي امر سره سم ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x