شعـــــرونه

افغانستان/ نومير

فدامحمد نومير

ګران راته تر ځان وطن
ګران راته جانان وطن
ګران تر درست جهان وطن
ګران افغانستان وطن
ګران افغانستان وطن

جار ېې تر‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ ډاګونو زه
جار يې ترهسک غرونو زه
جار ېې تر سيندونو زه
نوم لري نښان وطن
ګران افغانستان وطن

خاورې يې رانجه زما
روڼ دي پرې ليمه زما
غرونه یې دي شته زما
روح مې دی هم ځان وطن
ګران افغانستان وطن

سترګې بې ړندې کړمه
غوڅې به يې پښې کړمه
شنډي بې بهانې کړمه
دا د مسلمان وطن
ګران افغانستان وطن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x