نظــر

د خالص بابا د وفات د اتم تلین په مناسبت

ليکوال: عرفان الله لمر شرفزی

تقریبا یولس کاله مخکې خالص بابا زمونږ مدرسې ته راغی. په جسماني لحاظ ډېر زیات كمزوری و، آن د موټر له سیټ څخه هم د راکوزیدو نه و.

همالته په سیټ کې ناست و او د مدرسې له استادانو سره یې خبرې کولې. د كمزورۍ له امله یې په خبرو مخاطب هم نه پوهېد، خو په خبرو یې ورسره راغلی دویم زوی انوارالحق مجاهد پوهیدو، هغه به د خالص بابا خبره استادانو ته تشریح کوله.
بابا به په یو پسې بل استاد ورغوښت او حال احوال به یې ورسره شریکاوه.
استادان او شاګردان ټول په موټر ورټول و، ځکه بابا د هر چا په ذهن كې د حماسو او ویاړونو څېره وه. ماته خو تر هر چا ځکه ډېره له حماسو او ویاړونو ډکه څېره وه، چې د بابا پر نظامی ډګر سربېره له مطبوعاتی ډګره مې هم څه نا څه معلومات درلودل.
د ملاقات په پای کې یې د مدرسې مدیر(مولوی عبدالشافي) د دویم ځل لپاره وروغوښت. د بابا ستونی له ژړا ډك شو په ژړغونی غږ یې له مدیره یوه غوښتنه بار بار وكړه او ماته اوس داسې رامعلومېږی، چې بابا د همدې غوښتنې لپاره سره له هغې كمزوري حالت تر مدرسې د راتګ تکلیف کړی و.
بابا غوښتنه وکړه چې د مدرسې مدیر ښه ورنېږدې شی. مدیر هم ورنېږدې شو. بابا له ژړا په ډک غږ ورته وویل: “ګوره دا مدرسه ما د ډېر لوړ هدف لپاره تأسیس كړې، زما یوازینی ارمان دادی، چې مدرسه له منځه تلو ته پرېنږدې” د بابا د ژړا اواز كرار كرار زیاتېدو :”دا مدرسه د مجاهدینو د بچیو د فکری او سالمې روزنې لپاره جوړه شوې، نو ګوره چې په هر ډول مشکلاتو کې مدرسه درڅخه بنده نشی”
د مدرسې مدیر هم ورسره ژمنه وكړه، چې ستا دا ارمان به پوره کوم.زما په ژوند دا لومړی او وروستی ځل و، چې ما خالص بابا ولید، خو د هغه زوی انوارالحق مجاهد مې که هغه ورځ په لومړی ځل ولید، خو كلونه وروسته مې ددې ویاړ ترلاسه كړ، چې د یرغلګرو پر وړاندې په روانه مبارزه كې د ګډون بیعت ورسره وكړم او په رهبرۍ یې تر دې شېبه وویاړم.
هغه وخت له مدیره د مدرسې په اړه د بابا غوښتنه راته عادي وبرېښېده، ځكه ماشوم وم او د بابا د غوښتنې په عمق نه پوهېدم، خو اوس چې بابا وفات دی، نو د بابا د غوښتنې په عمق مې اوس فكر خلاصېږی، چې بابا ولې پرې ټینګار کاوه.
د ماشوم سمه روزنه د ټولنې په سمون کې پراخه ونډه لری. مونږ که خپل ماشومان په غوره اسلامی فكر او ښوونه وروزو، نو خامخا به د سبا ورځې په ټولنه کې د غوره اسلامي فكر ایډیال، منلي ځوانان او بیا اشخاص ولرو.
كه خپل ماشومان له ماشومتوبه له اسلامی ښوونې، فكر او تربيې څخه لرې وساتو، نو د سبا ورځې ټولنه به په خپل لاس د هلاکت کندې ته ورټېل وهو.
د خالص بابا تأسیس کړې مدرسې (الهجرت والجهاد) همدا ارمانونه په ډېره ښه توګه تر سره كړي او له غېږې یې ګېډۍ ګېډۍ فکري او نظامي مبارزین راټوکېدلي او را ټوکیږي. یوازینی لامل یې ماشوم ته له شپږ کلنۍ تر تاندې ځوانۍ د اسلام د جامع فکر روزنه ورکول دي.
په روان جهاد کې د همدې مدرسې د ګوتو له شمېر وتلي اشخاص د هېواد د خپلواکۍ او د بشپړ اسلامي نظام د قائمېدو لپاره قربانۍ ورکوي.
راځئ! د خپلې کورنۍ کمکیان مدرسو ته په لېږلو په غوره اسلامي فكر وروزو.
راځئ! د خپل چاپېریال ماشومان د مدرسو پر لور وهڅوو.
راځئ! ماشومان په مدرسو کې وروزو، ترڅو د سبا په ټولنه كې غوره فكري او نظامي مبارزین ولرو.
راځئ! د ماشومانو په سالمه روزنه له اسلام څخه د جامع فهم ټولنه رامنځ ته کړو او د بربنډې دیموکراسۍ مخه ونیسو.
راځئ! خپل ماشومان نیک وروزو، ترڅو د وګړو په منځ کې متبادل نیک احترام او خوښ ژوند رامنځ ته کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مظلوم افغان

زما تبصره ولي نشر نه شوه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x