ټولنیزه برخه

له اسلام سره جفا…..!

جلال الدین تاجوال

د اسلام لغوي او اصطلاحي تعریف، د اسلام معنی، د اسلام مقصد او هدف دادی چې ژوند، عقیده، عبادات، اخلاق، معاملات دا ټول به په يو منظم چوکاټ د ډیرو لوړو او منظمو اصولو پابند وي، مطلب دا چې ټول ژوند په پوره دقت او جدیت سره د یو لړ اصولو او قانون تر سیوري لاندې وي، داسې هیڅ امکان نه لري چې یو کار او امر دې په اتباع د شریعت کې وي او بل په اتباع د نفس یا د بشر په لاس جوړ شوي قانون کې، اسلام د ټولو امورو لپاره هیڅ داسې وړ او غټ کار نشته چې اسلام د هغه لپاره امر او نهي، ښه والی او بد والی، حلالوالی او حراموالی، خیر او شر تر منځ توپیر ونشي کړای بلکه د هر څه لپاره ډیر لوړ او منظم اصول د ډیر لوړ ذات جل جلاله لخوا ترتیب شوی چې دا اصول او مقررات ډیر خیر دي، خو خبره داده چې ددې دین او دې اصولو په اهمیت او حکمت پوهیدل د الله جل جلاله په وړاندې رتبه غواړي، د دین په حکمت او خیر به هغه څوک پوهیږي چې په زړه کې د دین قدر وي د الله جل جلاله له ذات سره تعارف او تعلق ولري نو خلاصه به داسې ولیکم:

-لمونځ کول، روژه نیول او ښه اخلاق نه درلودل.

-جهاد کول خو په ادابو او فرایضو يې ځان نه خبرول.

-ښه اخلاق لرل خو فاسد معاملات کول.

-ښه اخلاق لرل، لمونځ، اودس، روژه نیول خو د اسلامي نظام دوباره احیا، له مسلمانانو سره مینه نه لرل.

-اسلامي هیوادونه د شریعت د مصادرو په حیث نیول(یعنې چې ترکیه او عرب څه کړې موږ یې ولې نه کړو)

دا له اسلام سره سم تعارف نه ده، دا د اسلام صحیح فهم نه دی، نو چې څوک له اسلامي سره مکمل تعارف او فهم ونه لري (او د حاصلولو کوشش هم نه کوي) یا فهم او تعرف لري قصداً دغسې کوي هغه له اسلام سره جفا کوي هغه به په داسې ورځ چې دلایل، منطق او ژبه هیڅ کار نکړي څه جواب ورکړي.

یاربه د اسلام صحیح فهم او مینه مو په زړونو کې واچوه

اللهم جعل من الذین اشِداُ علی الکفار رحماُ بینهم

امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

جلال الدین تاجوال صاحب په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځم او د یوه مسلمان ورور په صفت مې درته دا وړاندیز دی چې که دغه متن مو له خپرولو څخه د مخه تصحیح کړي وای او بیا خپور شوي وای نو ډېره به ښه وه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x