شعـــــرونه

ستړی ژوند/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

د سپینې واورې غوندې ویلې شوم نیمګړی ژونده
اخ څومره ستړی دې کړم ستړی ژونده

عظیمه خدایه ازادي راباندې ولوروه
یو څو زلمیو بس هم دغه تکل کړی ژونده

د هجر داغ ته دې ډیوې د اوښکو بلې کړم زه
لکه وجود نه مې چې روح وي تا پرې کړی ژونده

ستر لایزال څښتنه ستا څه مغفرت غواړمه
سر په سجده درته زه ږدم چې تا راکړی ژونده

هره شپه نوي نوي زیري د مرګي راکوي
تناب د عمر مې ختمیږي لکه مړی ژونده

عشقه ټالونه د ښکلا راباندې وغوړوه
هر یو ارمان مې د پښتون رنګه وګړی ژونده

زما د مینې دا ماشومه دنیا مه ړنګوه
تپاند زُهاد یم خپل قسمت درته راوړی ژونده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x