افغانستان

قانوني: «د ملي وحدت حکومت» طرحه موږ لا پخوا نوماندانو ته ور وړاندې کړې وه

نن ټکی آسیا(شبنه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): د جمهوري ریاست لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وايي چې د ټاکنو کمیسیون په دویم وار ټاکنو کې د لومړیو پایلو په اعلان ټاکنیزه پروسه کړکیچ ته ورټېل وهله، کنه د نوماندانو ترمنځ د «رایو بیا کتنه او د ملي وحدت حکومت» طرحه خو د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو هغوی ته سپارلې وه.
د قانوني په خبره د دوی ور وړاندې شوې طرحه یو افغاني طرحه وه،  چې د نړیوالې ټولنې په ملګرتیا به پلې شوې وای. خو د ټاکنو کمیسیون د لومړیو پایلو په اعلان سره هرڅه ګډوډ کړل. او ټاکنې له خنډ سره مخ شوې.
نوموړي نن په یوه ناسته کې وویل چې د داوړو نوماندانو له خوا دغه منل شوې طرحه له باندې نه ده راغلې بلکې دایو ه افغاني طرحه ده.
له بلې خوا ډېری سیاسي مبصرین دا یواځې لفظې خطا ایستنه بولي او د اشرف غني او عبدالله ترمنځ شوی جوړ جاړی «ائتلافي» جوړ جاړی بولي او وايي چې په دې ډول دواړه نوماندان د زرګونو هغو افغانانو سره خیانت وکړ چې دوی ته يې رايې ورکړې وي.
په ټاکنو د اشرف غني ډېری کمپاینران پخپلو هڅو پښېمانه دي او په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې دا اعترافونه کوي چې ټاکنې یوه باندينۍ طرحه شوې ډرامه وه.
طالبانو هم دغه ټاکنې د تېر په څېر انتصابات بللي او ويلي يې دي چې دا یواځې د هېواد تجزيې لپاره یو ډرامه وه: «   دغه ډرامه په حقیقت کې د ولس او هېواد د تجزیې لپاره په کار اچول شوې وه، چې نښې یې ټولو ولیدي، د ولس اوهېواد دښمنان لا هم په دې خیال دی چې دقومي، سمتي او ژبنیزو کرکو په راپارولو سره به هېواد تجزیه کړي، مګر نه، افغان ولس او د افغانستان اسلامي امارت به هېڅکله چا ته فرصت ور نه کړي چې ناولي او خیالي خوبونه یې د حقیقت جامه واغوندي!»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

ښه ، يونس خانه! تاسو خو باید د قدرت دپاره دیر تلاش وکړئ ځکه چی د یو متمرکز رژیم په راتلو سره چی و سهامی شرکت ته ورته نه وی ، نو تاسو به حتماً دخپلی ټولو جنایاتو او خیانتونو ځواب ورکوئ! تاسو دیوه جوړه کالو سره راغلی واست ، اوس دا ټول شټه د تاسو له کومه سوه؟ مونږ پوهیږو چی دا ټول تاسو دغلا ، چور تالا ، بهرنی استخباراتو ته د هیواډ پلورنی په بډل کی تر لاسه کړیدی، تاسو دامریکایانو سره په شخصی زندانونو جوړولو کی هم لږ مرسته نده کړی، د محترم جلالی چی دکرنۍ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x