افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: د کابل حکومت د مشرتابه «بې بنسټه» څرګندونې دوه اړخیز باور ته زیان رسوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غوايي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان لوري ته یې د هغوی د مشرتابه د بې بنسټه څرګندونو له امله سخت اعتراض وړاندې کړی او ورته څرګنده کړې يې ده، چې دا ډول څرګندونې به د سولې په پروسه کې د پاکستان رول کمرنګه کړي.

د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان مشرتابه له لوري د وروستیو «بې بنسټه او غیرمسئولانه» څرګندونو اندېښمن کړي او په همدې تړاو يې په اسلام اباد کې د کابل سفیر ته خپل سخت اعتراض وړاندې کړی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ډول بې بنسټه څرګندوې به ددواړو «وروڼو هیوادونو» تر منځ باور زیانمن کړي او د افغان سولې په پروسه کې به د پاکستان مثبت رول به ضعیف کړي.

پاکستاني لوري وړاندیز کړی، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سولې او عمل پلان په پلې کېدو باید همکاري زیاته شي او دوه اړخیزي اړیکې نورې هم ورغوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت که څه هم د حکومت د کوم مشر نوم نه دی مشخص کړی، خو دوې ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» له اوربند څخه په ګټه اخیستنې ننګرهار ولایت ته سفر کړی و او هلته یې په یوه وینا کې پاکستاني لوری د افغان جګړې عامل بللی و.

محب پاکستاني استخبارات تورن کړي و، چې په افغانستان کې ورانوونکې کړنې کوي او د افغانانو په وژلو کې ونډه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x