افغانستان

د «دولت عالي شورا» د جوړښت په اړه سلا مشورې روانې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غوايي، ۱۴۰۰ل):کابل حکومت د دولت عالي شورا د جوړښت په اړه سلا مشورې روانې ساتلې او ښايي نږدې ورځو کې يې د غړو نوملړ بشپړ شي.

که څه هم څرګنده نه ده، چې دغه شورابه کوم صلاحیتونه لري او کومې دندې به مخته وړي؛ خو ویل کېږي، په نږدې راتلونکې کې به یې نوملړ بشپړ شي.

د حکومت د رسنیو د مرکز مسئول دوا خان مینه پال وایي « دا چېکوم ګوندونه وي او د شورا نوم به څه وي د شورا د واکونو حدود به څومره وي تراوسه دا ټول وروستي شوي نه دي او د ډېرو سلامشورو لپاره بحثونه دوام لري.»

د حزب اسلامي ګوند ویاند «همایون جریر» وایي، د حکومت دننه ځیني کړۍ لا هم ددې شورا د جوړېدو د مخنیوي هڅې کوي، خو دده له قوله، ښایي تر یوې اوونۍ دا شورا جوړه شي او شل ستر سیاستوال یې غړیتوب ولري «ټاکل شوې د شورا غونډې په اتو ورځو کې جوړې شي ولسمشر خپلې هڅې پیل کړې دي خو ځينې کړۍ شته چې د دغې شورا جوړېدل په خپله ګټه نه ویني.»

د ولسي جرګې ځيني غړي بیا حکومت په خپلسریو تورنوي او تور لګوي، چې له دوی سره مشوره نه کېږي.

د هلمند د خلکو استازی «شیر محمد اخندزاده» ویلي، ارګ کې یوازې غني، محب، فضلي او رولا غني خپلمنځي مشورې کوي او نور د موضوعاتو په تړاو د چا نظر نه اخلي.

دغه شورا داسې مهال جوړېږي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او داسې ویرې شته، چې د بهرنیو پوځيانو د ملاتړ په نشتون کې به حکومت د طالبانو په وړاندې سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دالله وبیریږۍ فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ ﴿سوره المائده آیاب ۴۴.معنی :پس مه ویریږۍ تاسودخلکواووویریږۍ له مانه اومه اخلۍ په بدله زمادآیاتوکی قیمت لږ ،اوڅوک چه فیصله ونکړی په هغه څه چه نازل کړی دی الله پس همدغه خلک کافران دی. اسلام یودۍ هرڅوک چه ډلی کی جوړوی په قرآنکریم کی مشرک ورته ویل سوۍ دۍ دینونه چه شیعه اوسونی اونوردی ډلی دی تررسول الله (ص)یوه نیمه پیړۍ وروسته راغلی دی مفسیدونو داسلام دکمزوری کولودپاره جوړکړی دی دقرآنکریم داحکامومخالف دی ،ترتابعینوتنهاپرقرآ نکریم عمل کیدۍ دینونه بدعت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x