نظــر

امریکا په مخدراتو رټِلی، ته يې د کرامت په رغونه په پښو ودروه! «وروستۍ برخه»

ډاکټر عبدالرحمن الفت

د امریکا تر مشرۍ لاندې د غرب عروج او نزول:
لکه چې ماشوم د مور په شودو لوی شي، امریکه په جنګ کې په خاپوړو راغله، په جهاني اول او دوهم جنګونو کې بلوغ ته ورسېده او ۲۴۵ کاله وروسته د یو زر )۱٬۰۰۰( عسکري هډو په زور او د »دیموکراسۍ د خپرولو« په پلمه، نړۍ باندې حکم وچلوي.
د امریکې/برطانیې ګډه امپراطوري، له دوو سوو کالو راهیسې، د یهودو په شان، په ځانګړیتوب)اِکسِپشِنَلِزمْ (کې ډوبه ده؛ د غرور لوړې څوکې نه جهان ته په حقارت ګوري او د ځان لمانځنه کوي »و زین لهم الشیطان اعمالهم« )النمل ، ۲۴(
خپله دنده بولي چې نړۍ کې مدنیت خپور کړي؛ د » دیموکراسي« او د همجنسو د حقوقو په هڅه، نړۍ باندې خوبایي وپاشي؛ ځکه چې دوی هغه څه لري چې نور يې نلري) آن چې خوبان همه دارند تو تنها داري.

(اما د یو ویشتمې پېړۍ په یوویشتم کال د امریکې حقیقي څېره ښکاره شوه:
کله چې کورونا په لابراتوار کې جوړه شوې وباء د چین نه پورته شوه، خو چین ورنه ځان وایست اما امریکا تر اوسه په خټو کې ګیره ده.

اقتصادي وده په ۲۰۲۰م کې، ۴٫۵٪ وه ، او بیرته په پښو ودرېد. د امریکا برخه بې سارې رکود وه)منفي ۳٫۵٪ (،سره لدې چې دولسو شتمنو ته يې، همدغه وبا)په ۲۰۲۰م کې(شپږ سوه بلیونه ډالره ګټه ورسوله. د امریکې دولس بډایان او نیمايي وګړي)پنځوس په سلو کې(په شتمنۍ کې، برابر دي.» غرور او شتمنۍ« د خلکو آزادي نه مني او عدالت ته غاړه نږدي)مایکل اپستين( ښه مثال دی: اسرائيلي استخباراتو ته يې کار کاوه؛ په منځنۍ امریکا کې د اپستین ځانګړی ټاټوبی او قصر په نیو مکسیکو کې، ماشومانو باندې د جنسي تیری او وژنې ځایونه دي چې له چا نه پټ ندي.
د ډیرو جنسي تېریو وروسته، اعلان وشو چې اپستین په جېل کې ووژل شوو؛ قضیه ژر پټه شوه؛ دا ځکه چې د امریکا ځینې رئیسان او مخور خلک پکې کرغېړن وو. اپستين د امریکې د کانګرس غړي په جنسي افعالو کرغیړن کول او په فیدیو کې ئې ثبتول ، پدې ترتیب د کانګرس غړی د ده په قبضه کې راغلل او کانګرس د اسرائيلو مستعمره شوه. دا یو دلیل دی چې څرنګه فلسطین باندې ظلم جاري دی. په نننۍ امریکا کې، د عاد، ثمود، د فرعون غرور او د قوم لوط ناکردې، د شیطان معبدونه، ټول، د دیموکراسۍ تر سیوري لاندې خوندي دي:»
و ان تطع اکثر من في الارض یضلوک عن سبیل الله« )الانعام ۱۱۶
(نن، نړۍ بربادۍ خوا ته روانه ده او همدغه مکرم انسان) د خدای جل جلاله خلیفه ( په ټولو دولتونو باندې لوی پېټی دی او نه پوهيږي چې ورسره څه وکړي.
کټ مټ لکه د جاهلیت په دوره کې چې عرب حیران وه یوې نوې زېږېدلې جلۍ سره څه وکړي» له شرم سره يې وساتي او که په خاورو يې ومنډي؟
«هغه تورتم چې اسلام ورته خاتمه ورکړې وه، زر کاله وروسته، له سره ژوندی شوی: خو فرق يې دا دی چې د پينځمې تر لسمې پېړۍ تورتم، د فقر ماشوم وه؛ اما د یو ویشتمې پېړۍ تورتم د غربي شتمنو او » کارپورېشنونو «د جرم حرمونی دی: زمونږ وطن کې) سي ـ آی ـ اې (د هیروئینو کارپورېشن، ځوانان يې عاطل او فقر ته سپارلي او د تریلینو ډالرو سره نړۍ کې فساد چلوي» کارپورېشنونه « غواړي چې په) کورونا + واکسینونو (انسانان محو کړي چې نړۍ يواځې دوی ته د هستوګنې ځای شي.

غربي او چیني واکدارانو او بډایانو ته انسان کوم ارزښت نلري:
هغه چې د دوی په رنګ وي، جنسي تېری نه په تنکي عمر کې، په امان ندي او چې د دوی په رنګ ندي، پر ځمکې باندې د ژوند حق نلري.
د امریکې او چین دوام له امکانه لرې ښکاري، ځکه چې دواړه انسانیت سره په جنګ دي.

د امریکې او چین ګډ جرم او جنګ ته تلوسه:
چین د غرب نه د تریاکو د جنګونو )۱۸۳۹م ــ ۱۸۴۲م او ۱۸۵۶م ــ ۱۸۶۰م( انتقام اخیستونکی دی او تلوسه لري چې چینیانو ته د هستوګنې ځای پراخه کړي. مغرور لکه غرب، تر نورو ځان لوړ ګڼي: وایي چې چینیان د »پیکنګ سړي« نه پیدا دي او نور انسانان د»افريقايي اصل« څخه؛ څرنګه چې چین باندې د هستوګنې ساحه تنګه ده نو چین حق لري چې وګړي د چین نه بهر مېشته کړي؛ امریکا د چینیانو لخوا، د )کرستوفر کولومبس(نه ډېر پخوا کشف شوی و، نو چين پکې د هستوګنې اولویت لري)چې هاوتین(د چین د دفاع وزیر د خپل ماموریت )۱۹۹۳م تر۲۰۰۳م( په پای کې دغه د »حقانیت« دعوی په ډېر صراحت نړیوالو غوږو ته ورساوه )چې هاوتین( صراحتاً ویلي دي چې بیالوجیکي حمله چین ته د تسلط یواځینۍ لاره ده، چین ته مهمه نده چې څومره چینیان مري، خو چې د نورو مړینه څو چنده وي!!! »

کويډناینټین یا کورونا:
هغه وایروس چې اصل او فصل يې په تورتم کې ساتل شوی، دغه نړۍ ته مصیبت، د چیني تسلط لومړی ګوزار دی. په هند کې» چیني کورونا « هغه تغیر راووست چې »اویا کلن دیموکراسي« رانووست: د هند صدراعظم نریندرا مودي چې د مسلمانانو په دښمنۍ يې رای او شهرت ګټلی وه، د دښمنۍ نه پښېمان او د اسلام ستاینه يې وکړه او ويې لیدل چې دی کورونا ته عاجز شو او هندوانو د معبد بتان مات کړل چې هېڅ کومک يې ونکړ اما مسلمانان د کورونا ځپلو کومک ته ودانګل، د مودي اسلام ته تعظیم، به بین المللي ساحه کې لوی بدلون راولي. چین او امریکا، دواړه، نړۍ باندې د کامل تسلط په هڅه کې دي.

امریکه هر لوی کړکیچ ته د حل یوه لاره لري، چې جنګ دی؛ سره له دې چې اوس يې بيټرۍ ضعیفه شوې او کړکیچنونه يې هم حد نلري. خو چین له خوبه پاڅېدلی او ښه په قوت کې دی.
د چین سیاست د مسمانانو سره به هماغه وي چې ایغوریانو ته په نصیب شوی، هغه ظلم چې د انسان سره هېڅکله ندی شوی. زمونږ یو پخوانی متل، په لږ تغیر، د چین دريځ بیانوي: » قهر غرب و رحم چین «د غرب »قهر« مو لیدلی، د چین »رحم« ته په انتظار یو!
صلیبي ظلم به په چیني وحشت بدل شي، خو مقابله به يې، دا ځل، د عرفي شراکت په سبب، د ترکانو پر غاړه وي. کمونیستي تساند به افغان کمونیستان وپاروي چې چین ته لاس په نامه خادمان شي، د امریکې زوال او د چین عروج ته به په تمه وي، انتظار به وباسي چې څه به وشي؟ او له ټولو نه عجیبه دا ده چې سره لدې چې مسلمانان غرب ته تسلیم دي، خو اسلام پخپله، د نړۍ هره ګوښه کې خلک ځان ته جلبوی.

مسلمانان په بد حال او کرامت يې ویجاړ دی، اما اسلام نړۍ باندې بې لښکره حکم چلوی لکه چې د هند صدراعظم يې تعظیم ته مجبور شو. د اسلام پاڅون چین او غرب، دواړو ته، ډارونکې او لړزونکې معضله ده)کورونا( د کنټرول وسیله ده، چې نړۍ د چین او امریکې بندګۍ ته غاړه کېږدي: چین او امریکا غواړي نړۍ په بل مخ واړوي!

ټول عالم په ډار کې ژوند کوی او هر اعتراض، ژر، په مرۍ کې خپه کېږي. د تانزانیا رئیس، د »بایوکمستري« ډاکتر ، د واکسین پر ضد یواځنی معترض وه او څو هفتې د مخه ناڅاپه مړ شو، چین او امریکا دواړه په جنایت کې شریک دي. دا چې د وایروس په اړه په جنګ ندي، دلیل يې په جرم کې شراکت دی. د وایروس پلټنه په امریکا او په چین کې د )ډاکتر انتوني فوچي( تر نظر لاندې شوی دی.د)پوزبند( په تړلو خلک د آزاده هوا نه محروم شوي؛ واکسينونه پرله پسې ورټومبل کېږي؛ د وایروس له پرله پسې ترزیق سره به انسان د خدای ورکړي مناعت نه بې برخې شي؛ د)کورونا( پرله پسې څپې به د نړۍ وګړي، اتیا په سلو کې، برباد کړي او ځای به يې خاصې طبقې ته تش شي.

د واکسین نه تېښته نشته؛ مرئیتوب ته غاړه ایښودل حتمي ده. د واکسین جوړونې ته ټول په تلوار دي چې ژر نړیوالو ته تزریق شي: کارپورېشنونه ګټو ته په تلوسه دي؛ او دولتونه، د خلکو د ساتنې په غرض، هغه کوي چې خلکو ته ضرر رسوي، لکه چې ټول د کوډو تاثیر لاندې وي. اما د جرم عاملان د پوښتنو او محکمو نه ډار نلري.

د واکسین پلویان )انتوني فاوچي او نړیواله صحي موسسه، ډبلیو، اِچ، او( د بل ګیټس په پیسو چلېږي. د بل ګیټس د واکسینو له کبله په زرهاوو په افریقا او هند کې مړه شوي. کوم عقل منلی شي چې بل ګیټس به چاته ګټه ورسوي، حال دا چې د ده مور او پلار » اِیوجِنِسِست« وه )هغه ملحده ډله ده چې خدای سره په جنګ دي او غواړي چې بشر له نیمې زیات کم شي څو چې نخبه وو ته ځمکه د هستوګنې توان ولري (په کوم اساس به نړۍ دده د ښېګنې توصیه ومني؟ حتی د ده) مایکروسافټ کمپیوتر پروګرام(د وایرس پر ضد ټینګار نلري؟

آیا بهتره نده چې اسلامي نړۍ هلاکت نه ډډه وکړي او د امریکې او چین په بیولوژيکي جنګ کې ځان اخته نکړي. دوی کولی شي چې »هایدراکسو کلوروکوین« باندې عجالتاً علاج وکړي) چې شپېته کلنه امتحان شوې دوا ده، مخلص ډاکتران يې قبلوي؛ بل ګیټس پورې تړلي، فاوچيان يې ردوي(هر کله چې عقل آزاد شي، هغه ډاکتران چې مادي ګټه او بله آجنده نلري) کوم چې تر اوسه په وژلو او تهدید چپ ساتل شوي(کولای شي چې په آزاده او آفاقي علمي فضا کې یو مؤثر علاج پیدا کړي چې نړۍ پرې ډاډه شي.

د غرب لوبې په مونږ باندې:
د ملت ستر پاڅون )د کمونیستانو پر ضد( امریکې ته د سرو زرو فرصت شو چې ویتنام کې د خپلې ناکامۍ انتقام د روسیې نه واخلي. پاکستان د مجاهدینو د څلوېښتو ډلو نه،و)۷( ډلو ته رسمیت ورکړ. د امریکې او عربي هیوادونو پیسې، د افغاني احزابو د مشروعیت مصدر وګرځېد: چا ته چې ډېر ورسېد، حزب يې لوی شو او پخپله لوی مجاهد شو، په سوچه عبارت، جهادي قیادت د ملت د ارادې نه بهر وټاکل شو.

امریکې ستراتیجست)بِرژِزِنسکي(پوهېده چې که د جهاد زعامت، د جهاد ډګر څخه آزمویل شوو زعیمانو ته په لاس ورشي، جهاد به د امريکې او پاکستان له قبضې ووځي او د طبیعي سیر نه به یو سپېڅلی قیادت پورته شي او اسلامي نړۍ ته به مثال او د تقلید مرجع وګرځي.

ښه به دا وي چې وینه د مسلمانانو توی شي، خو زعامت د امریکې په لاس وي، روس به تباه او امریکا به ځانته ابر قدرت شي) توره به لالا وهي، مړۍ به امریکا وهي(.
د امریکې پیسو سره د جهاد کیفیت بدل شو، د پېښور ډلې د)سي ـ آی ـ اې او آی اِس ـ آی( په حلقه کې راغلل او شمالي ډلې د) کې ـ جي ـ بي( په حلقه کې حصار شول او د سالنګ تونل د جهاد په اوږدو کې خلاص وه، څو چې روسي لښکرو او اکمالاتو ته ضرر ونه رسېږي. مخلصو مجاهدینو ته، چې د امریکا پيسې په څاڅکو څاڅکو ور رسیدلې، په ناتوانۍ کې د بربادۍ مخه نشوو نیولای.
د اصیل زعامت په غیاب کې، شوروی اتحاد سره جنګ، د خوار ملت ډنډه شوه. هغه جهاد ، چې خدای جل جلاله ورته د ملت زړونه مسخر کړي وو ، د »اخوانیت« په خُم کې هم رنګ شو.
د کمونیزم په مقابله کې »اخوانيت« ټولو ته )عرب، امریکا او خصوصاً ضیاءالحق ته( مرغوب او محبوب وه. »اخوانیت« غوښته چې د )حکمتیار ، رباني او سیاف( په واسطه ، یو د خوښې »اسلامي« حکومت جوړ شي ، چې نړۍ ته نمونه وي . خو اسلام ته بې پروا ، ورور وژنې نه سترګې پټې شوې.
چوکۍ ته د رسېدلو په بزکشۍ کې ، جهاد په جنګ بدل شو . څرنګه چې په قرآن کریم کې د »احزابو« کلمه منفوره ده ، د احزابو کړنې د اسلام نه بهر وو . جهاد قدسیت بایلود او ورور وژنه عادي شوه : »
و من یقتل مومنا متعمدا فجزائه جهنم خالدا فيها و غضب الله عليه و لعنه و اعد له عذابا اليما« )النساء، ۹۳( . ]

د دغو ناکردو غندنه ، ما په یوه رساله کې وکړ: »سر موفقیت جهاد در حفظ قدسیت آنست« ، چې په فارسي ، پښتو او عربي کې نشر شو؛ یوه قصیده »د جهاد سره جفا« هم د حال بیان و، چې د جهادي قوماندانانو په غونډه کې د جناب جلال الدین حقاني تر مشرۍ لاندې، ولوستل شوو[.

نتیجه:
د مقدس جهاد شهیدان ، د خدای ابدي رحمت ته لاړل . د غداریو سره سره ، د مخلصو مسلمانانو د جهاد په برکت ، )شوروی اتحاد( وشړېد ؛ کوم چې د امريکې رئیسانو )آیزنهاور ، کنیدي ، جانسون ، نکسون ، او کارټر( ته څلوېښت کلنه لاینحله معضله وه ؛ مسلمانانو هغه کار وکړ چې اټومي بمونه ورنه عاجز وه.
د نړۍ سیاسي نقشه بدله شوه؛ ډیر ملتونه آزاد شول؛ خو کله چې امریکا ابر قدرت شو او یکه تازۍ ته يې لاره خلاصه شوه، افغانستان باندې، پر ناحقه حمله وکړه.
د وطن ادارې ته يې هغه ګوډاګیان راوستل چې د )سي ـ آی ـ أې او آی ـ اِس ـ آی( له خوا ، د جهاد په اوږدو کې چڼ شوي وو.
په اسلام مزین مثال يې ــ هم ازهري، هم اخواني، ډېر ژبور ــ سیاف و، عبدالرسول سیاف، د جلال آباد په ناکامه جګړه کې) د پاکستان د پوځ په پلان( د بن لادن همسنګر وه. پېنځه کاله د »اتحاد اسلامي« ریاست ورپه غاړه وه، خو یواځینی کار يې د دغه نیمګړي اتحاد ورانول وه.
کله چې مولوی صاحب منصور يې د مولوي صاحب محمد نبي له حزبه بیل کړ او خپل حزب ته يې راووست . د پيڅو بډ وهل يې بل مهارت ووه ، چې د اتحاد د احزابو لاسلیک شوی سند ، پرې شهادت ورکوي.

سیاف ویاړي چې امریکنی مولود باندې يې د »اسلامي جمهوریت« نوم کېښود ؛ خو د مولود په انتخاباتو کې، د ریاست نه ، په لویه فاصله ، پاتې راغی ؛ اما د ملت د سختې څپېړي په معنی پوه نشوو او ژبورۍ يې لا زیاته شوه.
د طالبانو ځپل ، »خوب بُکُشِیشان« ، خدای لوري ته دده بلنه وه. د نورو ګوډاګیانو دنیايي تلوسه سیاف نه کمه نه وه. د امريکې استخبارات)سي ـ آی ـ أی(د پاکستان )آی ـ اِس ـ آی(د شوروي اتحاد) کې ـ جي ـ بي(د فرانسې استخبارت، د انګرېز) اِم ــ آی ــ سِکس(د ټولو په ګډون  او د )اخوان المسلمین( په رنګمالي د اوو )۷( احزابو څخه یوه جهادي ګډوله جوړه شوه؛ له بلې خوا ایران اته )۸( حزبونه سمبال کړل، چې په لویه بزکشۍ کې وطن برباد کړي. کله چې )په سبب د ظالمانو حاکمانو ــ ګور او اور او دا وطن درېواړه یو شول( طالبان راغلل او ژوند بیرته په رغیدو شو، خو د ښځو نړیوال غورځنګ، د)سي ـ آی ـ أې( ښځینه مخ، د طالبانو مخې ته ودرید؛ له بلې خوا، اسامه بن لادن داسې غړوندی شو چې طالبانو له غاړې نشو خلاصولای، خو امریکې ته طلايي فرصت پیدا شو، چې هغه پلان عملي کړي چې)بِرژِزِنسکي( په »ګرَانډ چِسبورد : دامریکې د برلاسۍ جغرافیوي او ستراتیجیکي مستلزمات« کتاب کې، په کال ۱۹۹۷م کې، طرحه کړې وه او هدف يې امریکې ته د آسیا په قلب کې ځای پیداکول ووه . )بِرژِزِنسکي هماغه داړه مار دی چې جهاد یې د اصیل زعامت نه بې نصیب کړ( . د »نیوکان« ډله ، چې خلیلزاد پکې غړی ووه ، وتوانیده چې د ۹/۱۱ پلمه عملي کړي.
امریکا هدف ته ورسېد او په وطن کې يې هستوګنه ، د دیني سوداګرو په تائيد ، شرعي شوه : د صبغة الله مجددي له خوا جهرًا ، یوه لويه غونډه کې ؛ د سیاف له خوا سرًا، د پغمان په هسکه څوکه کې . طالبانو مخدرات منع کړ، خو امریکا خوندی کړ ، چې ملت پرې ورټي: امریکا او انګرېز پوهېدل چې افغاني غیرت ته نشي ټینګېدلی )

ګر نداني غیرت افغانیم
چون به میدان آمدي مېدانیم

د انګریز درې واره تېښته ؛ د اتحاد شوروي شړېدل ؛ د تاریخ روڼ شهادت ووه چې امریکا به هم بریالی نشي ؛ نو مخدرات تر ټولو مؤثره وسیله شوه . د جهاد په اوږدو کې ، د امريکا او ضیاءالحق نازولي حزب ته اجازه وه بلوچستان کې فابریکې جوړې کړي او خام مواد په هیروئينو واړوي]د الفرد مک کوی کتاب »د هیروئینو سیاست« )د حکمتیار د هیروئینو تجارت( تر عنوان لاندې، ۴۷۸ – ۴۸۷ صفحې ؛ او هم دا چې د طالبانو له خوا د مخدراتو ختمول، د دوی د ړنګولو یو عامل وه، په ۵۱۷ – ۵۲۸ صفحو کې لوستلی شئ[آخرينی ملت، چې د غرب د استعمار په مقابله کې د انسانیت سپر وه، له پښو غورځول شوی.) سي آي ای( خپل اصلي هدف ته رسېدلې ده: افغان او افغانیت د هیروئینو ټریلونو ډالرو بازار کې نسکور شوی ؛ باتور ملت ته نه نوم پاتې شوی نه نشان : داسې ملک چې د نادرو ثروتنو نه ډک دی ، څپاند سیندونه پکې الهي نعمت دی ، خو عزتمند خلک ئې د ذلت هغې مرحلې ته ټیټ شوي چې خپلو ماشومانو ته »قوت لا یومت« نشي ګټلی . ملت په فقر کې ډوب ، خو هیروئین يې د استعمار د جنګ خرڅ برابروي. پېنځه ملیونه ځوانان يې په تیارو ګوښو کې د هیروئین ستنه په ځان ټومبي، اما د استعمار ګوډاګیان په قصرونو کې خوندي دي.

په داسې حال کې چې د مخدراتو قربانیان کال په کال زیاتېږي ، فکري اسارت هغه حد ته رسېدلی چې افغاني لیکوال ، مخورین ، علما ، خبریالان ، او )خصوصاً د طلوع تلفېزیون، د ایران کلتوري غږ( دغه شیطاني دسیسې ته کاڼه او ړانده دي. حقیقت نه څېړي چې مجرمین څوک دي؟ او د دین او وطن سره خیانت نه پرده نه جګوي.

ګوډاګیان، په بې شرمۍ کې، په »دست آوردها« ویاړي. کوم »دستآوردها« ؟ کله چې د ګوډاګیانو یواځینۍ جهاني شهرت »رشوت او فساد« دی ؛ مرکزي بانک يې چور کړی؛ محکمې او پولیس يې بې رشوته کار نکوي؛ د فقیرانو دوا او درمل پاکستاني دي؛ ژوند يې هره لحظه په خطر کې آچولی او ښځو باندې هغه تعدی روانه ده چې پخوا چا ليدلي نه وه؟
امريکا عملاً خپل هدف ته رسېدلي، پر اسلام مین ، باتور ملت باندې ، د امریکې دود او دستور چلېږي. د کرامت د رغونې نه بغیر مدنیت ته پایښت او بقا نشته، مسلمانانو ته د آخرت موخه معلومه ده چې جنت غواړي؛ خو د دنیا لاره د غرب د تقلید نه بهر، چې طفیلیت يې خپره کړې، مسلمانانو نه ورکه ده.

د غرب د تقلید اصلي سبب، په اسلامي نړۍ کې د هدف یا د )موخې( نشتون دی ؛ له کومه وخته چې د چنګېز لښکرو بغداد ونړاوه ، او کتابونه يې وسېزل ، مسلمانانو نه ، په نړۍ کې ، د ژوند لاره ورکه شوه ، او بې هدفه شول . په ګرده اسلامي نړۍ کې ، تعلیمی نظام ، سیاسي نظام ، عسکري نظام ، صحي نظام ، او ټولو نه مهم، فکري نظم ، قرآني ندی غربي دی. »د کرامت او آزادۍ په شتون کې مدنیت زرغونېږي او په رټلو يې بربادېږي«د تاریخ عصاره ده او غټ مثالونه يې دا دي:

۱:رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي ووه چې د خلفای راشدین دور د ختمېدو وروسته به حکم »مُلکاً عاضّاً« ته واوړي ؛ په دې معنا ، چې حاکم د خپل تخت او قدرت په ساتنه کې به داسې وي لکه سپي چې هډوکي په غاښو کلک ونیسي . نو هماغه وه چې حکم میراثي شوو ، شوری له مینځه لاړه ، انساني کرامت د امویانو او عباسیانو په وختو کې مخ په ټیټېدو شوو ، تر څو چې د عباسيانو په آخره کې د چنګیز لښکرو وتوانیدل چې دغه امپراطوري دړې وړې کړي . هغه اسلامي حکم چې پر انساني کرامت ولاړ وو ، د کرامت له زواله سره برباد او فنا شو ، او مسلمانان تر ننه اعتلا او ترقۍ نه بې نصیبه دي . )

۲: په اوسنۍ عصر کې ، مونږ د امریکې د امپراطورۍ د زوال شاهدان یو ، چیرته چې کرامت پرله پسې رټل شوی : د سورپوستو محوه کول ؛ انسانیت په تله کې تلل ، او )۶۶ ٪ یا ۲/۳( برخه تورپوستانو ته ورکول ، لویه بې شرمي ده ؛ کارګرو او ښځو ته ، د ځیګر په وینو ، او وروسته له ډېرو قربانیو ، یو څه حق ورکول ؛ ټول نه ردېدونکي حقايق دي . د دې ټولو ناکردو سره سره ، امریکه ځان د بشر د حقوقو او د دیموکراسۍ حامي ګڼي . که انساني کرامت د امریکې په اساسي قانون کې منل شوای وای ، تورپوستانو به هوسا ، انساني ، ژوند لرودای ، نه د اضطرار ژوند چې اوس ئې لرئ . کوږ بار منزل ته نه رسېږي : نو هماغه دی چې امریکې ته څه اعتبار ندی پاتې شوی ، او نړۍ کې ئې معنوي پانګه بایللې .)

۳: نور غربي امپراطورۍ : شوروي اتحاد ، فرانسوی ، برطانوی ، نازي آلمان ، او نور ټول ، د غرور او انسان رټلو په سبب له مینځه تللي . )جرمني( يواځینۍ غربي هیواد دی چې انساني کرامت ئې د اساسي قانون اوله ماده شوه ، کله چې د )نازي( کرغېړنتوب ته د مینځلو ضرورت پیدا شوو . )

۴: چین تاریخي انتقام ته پاڅېدلی )چیرته چې غرب، په اوله تجربه، له مخدراتو ډیرې ګټې ترلاسه کړې او په افغانستان کې يې ګټه څو چنده ده(چین ، چې انساني کرامت ته په قاموس کې يې ځای نشته، د نړۍ تسلط او د امریکې جنګ ته ځان سمبالوي.
محتمله ده چې په نړیواله مقابله کې هم ځان او هم جهان بربادۍ ته بوځي او د زوال یو بل مثال شي . مخکې لدې چې د حقیقي اسلامي حکومت کړندلارې وڅېړو ، ضروري ده چې ګاونډیو ته نظر واچوو ، ځکه چې د دوی لاس وهنو نه انساني کرامت سخت زیانمن دی : پاکستان : د هر هېواد اصلي قوت خلک دي او پاکستان کې خلک ځپل شوي . پاکستان په اساس کې یوه ناکامه مفکوره وه ؛ نوم ئې د پاکۍ ، خو پاکي پکې نشته . علامه اقبال چې د پاکستان اصلي موسس ووه ، لا په اوله کې ، د محمد علي جناح په باب خپله پښېماني جواهر لال نهرو ته د مريضۍ په بستر کې ښودلې وه .
د »خودۍ فلسفه« ئې پاکستاني جنرالانو )اصلي واکدارانو( باندې ، چې انګرېزانو تربیه کړي ، بې تاثيره ووه . دوی تاریخ څخه عبرت نه اخلي او نه د مستقبل خیال په خاطر کې ساتي ؛ د تورانیانو )قرغستان ، قرغزستان ، ازبکستان ، ترکمنستان ( ، تاجکستان ، د شرقي اروپا ازادي ، ټوله ، خپله کارنامه بولي ؛ حال دا چې د پاکستان وجود د افغان د قربانیو نتیجه ده . که افغان د روس په مقابل کې نوای درېدلای ، ګواډر به اوس ، د چین په ځای ، د روسانو بندر وای.

هند ته يې اقتصادي او عسکري رقابت ځکه بايللی چې پاکستاني جنرالان اسلامي مفاهیم او کرامت ته د قدر په نظر نګوري ؛ خلکو ته خدمت ځان ته کسر شان ګڼي ؛ نو نتیجه دا ده چې خلک د پاکستان په رغونه کښي کومه برخه نلري . واک ټول د جنرالانو دی ، کله لاهور ، کله پنجاب او له لاچاریه ئې پښتون ته يې ورکړي ، چې د دوی تر نظارت حکومت وچلوي . پاکستاني واکداران ندي پوه چې د افغان جهاد غرب ته حیاتي اهمیت لاره او دوی ته سپر شوو ، امریکه چوپه خوله کېناسته چې پاکستان اټومي بمب تر لاسه کړي . اما اداره يې تر اوسه د امریکې تر لاسه ده ، او ممکنه ده چې پرضد ئې استعمال شي مخکې لدې چې دښمن ترې ضرر وويني . بنګلادش ژوندی دلیل دی چې پاکستان د ځان د ساتنې قدرت نه لري : کله چې ۶۰۰٫۰۰۰ فوج هندو جنرال ته تسلیم شول، او بنګلادش پیدا شوو.

د هندوانو د محتملې حملې په مقابله کې به بې له تسلیمۍ بله چاره ونلري . افغانستان ته ښایي چې د پاکستان سلامتي خپله ستراتیجیکي محاسبه کې هېر نکړي . ایران : ایران، داسلام په نوم ، اسلام او مسلمانانو باندې هغه حال راوستی چې یواځې مغلو راوستي وو . خو فرق يې دا دی چې چنګیز ، د خوارزم شاه د غدر په ځواب کې خونړۍ حمله پیل کړه ؛ اما ایراني آیات )د خدای ځلاند ستوري( غربي دسیسې ته وسیله شول او غرب وکولای شو د شیعه او سني تفرقه خوندي کړي ، څو چې اسلامي نړۍ تر تله په اضطرار کې وساتي . ]

دسیسه اصلاً د برنارد لویس طرحه وه ، چې اسلامي نړۍ له سره په دویلاتو ووېشي او اختلافات پکې خوندي کړي چې مقدمه ئې د خمیني راوستل ووه . د هنري کیسنجر کتاب »د نړۍ نظم« ، زیاته برخه ، د برنارد لویس ستاینه او د اسلامي نړۍ غندنه ده . کیسنجر )۹۹ کلن او لا ژوندی دی( غواړي چې دغه اضطرار دیرش کاله دوام وکړي او د کاتولیک او پروتستانتو د دیرش کلنۍ شخړو )۱۶۱۸ -۱۶۴۸م( نه ، په درد او رنج کې کم نوي
[ . د ایران مرشد ، خمیني ، د روس یرغل ته ګنګ ودرېد ، خو کله چې طالبانو وطن ته امن راووست د ده تهدید سره مخامخ شول . په تېرو څلوېښتو کالو کې دغه آیات ظاهراً د علي رضی الله عنه هڅاند پلویان دي ، خو عملاً يې پر خلاف دي : علي رضی الله عنه خپله روژه ماته فقیر ته ورکاوه ، او په قحطۍ کې روژې ته يې تر بلې ورځې دوام ورکاوه؛ خو دغه پلویان بلیونران دي او ایرانیان له ډېره فقره کفر ته تللي : »

و کاد الفقر ان یکون کفراً« . آیا دوی ته ندی په کار چې د تواضع په رڼا کې حقیقت وویني ، چې د حضرت علي منهج د فقر سره مجادله وه ، نه د سنیانو سره جنګ ، او یا د کفر سره دریځ ، کوم لار چې د تاریخ په اوږدو کې دوی پرې روان دي.
د چنګېز په یرغلو کې ؛ د صلیبیانو په حملو کې ؛ د فاطمیانو په دوره کې ؛ د قرامطه وو په ناکردو کې ؛ د صفویانو په سفاکۍ کې او تر ننه پورې ؟؟؟
دوی ته د »تقیې« لمنه پراخه ده چې برائت ترلاسه کړي : »ظریف« ووېل چې شل زره افغانان چې )سني وژلو ته( سوريې ته بیول شوي ، افغانستان ته به د داعش مقابلې ته تیار لښکر وي ؛ او د امریکې خارجه وزارت څرګنډه کړه چې د داعش لیډران په ایران کې مېشته دي !!!

د دوی د حکم لمنه هرومرو ټولېږي ، ځکه چې د اتیا ملیونو انسانانو ژوند يې په ذلت بدل کړی ؛ او ورسره به ، د دوی عسکري ، کلتوري ، سیاسي او مذهبي تسلط پر وطن باندې ختم شي . د هند او چین محتمل جنګ : دغه جنګ شروع شوی ، د چین اول ګوزار پر هند شوئ ، او ښائي چې د دریم نړیوال جنګ مقدمه وي ، او امریکا وغواړي چې هند ئې »بلا ګردان« شي . امریکا ، هند او چین ته مسلمان رټل او تر پښو لاندې کول ، استراتیجیکي موخه ده ، او برملا ئې تعقیبوي . )

مودي( د هند صدراعظم ،‌ د »ډیموکراسۍ« په ځاله کې ګیرشوي مسلمانانو نه هویت سلبول غوښتل ، خو ښائې کورونا ئې شاګرس ته اړ کړي . دریواړه اسلامي نړۍ ته په جنګ کې د ښکېلولو اسباب برابروي . هیله ده چې شیعه حکمداران دغه لوی تورتم ته په فراست وګوري ، او یو رښتین اسلامي وحدت ته ګام پورته کړي . د وحدت په نه لرلو به اسلامي نړۍ باندې نیابتي جنګ تحمیل شي . اما وحدت به مسلمانانو ته دا موقف په لاس ورکړي چې په چین او هند کې د مسلمانانو د کرامت د ساتنې ژمنه وکړي ، او اسلامي نړۍ بې طرفه وساتي . ولیدل شي چې اسلامي ورورګلوی تر کومه حده شتون لري چې اسلامي نړۍ په امن کې وساتي ؟ د امریکې شل کلن هدف وه چې افغانستان يوه امریکائې نمونه )اُلګو( شي : د امریکې محاسبه دا وه چې د ناټو په اوږد شتون سره به افغانستان کې لوی بدلون راولي او افغانستان به هغه نمونه شي چې اسلامي نړۍ به ئې خامخا تعقیبوي . د دوی پلویان : )

د هیروئینو ، او رشوتونو بډایان ـــ کرزیخیل ، غنیخیل ، ربانیخیل ، دوستمخیل ، علیخیل ، قهرمانخیل ، شیرزویخیل ، او سیافزي( به دا وسه ولري چې نورو اسلامي دولتو ته د »دیموکراسۍ« ښه مثال شي او »دهشت او تروریستۍ« نه ئې سمې لارې ته راولي : اسلامي نړۍ ته به د »انسانیت لارې« ، د همجنسو ودونه ، د ښځو حقوق ، د بیان آزادي وښیي . امریکه به وویاړي چې نه يواځې د جاپان امپراطور ئې د الوهیت له مقامه ښکته کړې ، آلمان ئې له نازیتوب نه ایستلې ، اتحاد شوروي نه ئې سوچې روس جوړ کړی ، خو له ټولو نه مهمه ، مسلمانان ئې د »وحشت« نه »انسانیت« ته راوستئ !!!! خو له دې ټولو آرمانونو سره سره ، دا دی ، یو ځل بیا ، په همدغه ځپل شوی وطن کې ، دنړۍ د پياوړې امپراطورۍ پښې سستیږي . امریکا به د افغانستان څخه ووځي ، خو دا چې په څه حال ؟ درې صحنې سوچ ته راځي : )

اوله صحنه: امریکه دې نتيجې ته رسیدلې چې په ډالرو خړوب حکمرانان )د قبيلې خان او د نړۍ نابغه( ، یو هم ونشو کولای چې افغانستان داسې اداره کړي ، چې اقلاً ، امریکې ته کنځلې پکې ونه شي . نو که مقاومت ، چې اداره کې ماهران دي ، د وتلو په مقابل کې ، امریکې ته د دوستۍ لاس ورکړي ، دا به هم کامیابي وي ؛ د چین سره په محتمله مقابله کې به ګټه ورورسوي ؛ که څه هم ونه شوه چې په دغه اسلامي خاوره کې د »دیموکراسۍ« تخم او دانې وکري . )

دوهمه صحنه:د امرېکې غرور به ونه مني ، چې د یوې بې ساري درګیرۍ وروسته ، د اسلام باتورانو ته شا واړوي ، نو ضروري ده ، چې دغه د اسلام ټاټوبي باندې داسې حال راولي چې نړیوال د امریکې حضور ته د قدر په سترګه وګوري ، او امریکه د صلح او سلام ساتونکی وګڼي. که امریکه د غرور لاره نیسي ، بیا به هند او ترکیه مامور کړي چې تحالف شمال بیرته په پښو ودروی ، او د ایران د فاطمیانو فوج به هم ، هره ګړۍ، د وحشت ډنډې ته تیار وي . افغانستان به هغې خوا ته وځغلول شي چې د روسیې د وتلو سره راغی . )

درېمه: تر ټولو خطرناکه صحنه(امریکې ته بل اختیار دا دی چې چین ته د »امن د ساتلو په بهانه« لاره خلاصه کړي چې افغانستان کې لښکر پلي کړي . کېدای شي چین دغې بلنې ته د خپل امن او د ایغور او نورو مسلمانانو د ارتباط د شڼډولو په خاطر ، په تلوسه ، وډانګي ؛ خصوصاً که نابغه ، د امریکې په اشاره ، دعوت ورولېږي ؛ ایران او پاکستان به ئې هرکلی وکړي ؛ روس ، د ښو اړیکو له کبله ، به مخالفت ونکړي . اما امریکا )او هند ورسره( به شیطنت ته حیران وي ، چې څرنګه چین ئې ، لکه )شوروی اتحاد( ، د »امپراطوریو قبرستان« کې ګیر کړی.

د غربي تسلط خاتمه:
استعمار ځپل د »افغاني اسلامي ملیت« اصلي بڼه : افغاني هویت ، د ایراني پړاوو مغرضو او خارجي دښمنانو له خوا، نه دی منل شوی ، او سپکاوی ئې شوی . دوی یو ډېر ځلاند حقیقت ته ړانده دي : چې دغه د موټي په شان خاوره ، د سکندر کبیر نه تر اوسه ، هرې امپراطورۍ او یرغل کونکي ته هسې ماته ورکړې ، چې نه فارس ، نه د شمال ، او نه د جنوب ګاونډیو ورته د دریځ توان درلود . د امپراطوریو په ځپلو کې د دغې خاورې ټول قومونه په اسلامي حماس اشتراک کړی ؛ او دغه شراکت د افغان د ملیت اصلي سند او تعریف دی ؛ چې دا دی ، بیا ، د امریکې په شړلو ، مغرضینو او خارجي دښمنانو ته د حقیقت په ښوولو ځان معرفي کوي.

د دغه »اسلامي ملیت« مؤسسین او حامیان دا دي، خوشحال خان چې د افغان په ننګ ئې د مغلو شوکت مات کړ ـــ میرویس چې صفویت ته یې خاتمه ورکړه، احمدشاه چې پاني پت کې مرهټو ته ماته ورکړه، محمد عمر چې خمیني ته په وقار ودرېد ، ډیورنډ يې په رسمیت ونه پېژاند  او د مخدراتو آفت يې ختم کړ.

د طالبانو شل کلنو قربانیو یو بې ساري تاریخي بدلون ته لاره خلاصه کړه . د امریکې شاګرس د غرب د پینځو سوو کلونو غارتونو او صلیبي جنګونو پای دی چې د الله جل جلاله په توفیق اسلامي نړۍ ته په برخه شوی دی »
و ما رمیت اذ رمیت ولکن الله رمی« )الانفال ،۱۷( .

غرب به د بلې حملې توان ونلري ، او ورسره به د غرب فکري تسلط ، چې د دوو پېړیو په اوږدو کې اسلامي نړۍ يې لکه د کانګرو بچی، بې اختیاره، هرې خواته زغلولی، ختم شي. د امریکې شاګرس ، د الله جل جلاله په توفیق ، په ډېر مناسب وخت کې د مسلمانانو په برخه شوه : ټولې نښې نښانې شته دي چې که د غرب جبر نه وای درول شوای، د همجنسو ودونه او د )لوط د قوم( عمل ته غاړه کېښودل، نړۍ باندې الزامي ګرځېده، د جو بایډن وروستنی فرمان ژمنه کوي چې د همجنسو دفاع به په ټوله نړۍ کې وکړي. خو له نیکه مرغه تاریخ صفحه اړولې او په نوي عصر کې به مسلمانان مجبور نه وي چې د شیطان متابعت ته غاړه کېږدي او څرنګه چې مسلمانان په دوو پېړیو کې، د یو ځانګړي کلتوري ټاټوبي نه بهر، هيڅ معنوي او مادي اعتلا ته ندي رسېدلي، هغه فرصت به ومومي چې د ژوند په هر ګوټ کې د بېرته پاتې کېدو جبران وکړي ، ځکه چې اِتکا به يې د اسلام پر لورې پر ځان وي.

مسلمانان به وکولی شي چې غرب ته یو ځل بیا د انسانیت لاره وروښیي: چیرته چې غرب نه پوهېږي انسان سره څه وکړي، خصوصاً چې»روباتونه« يې هر خدمت ته سمبال دي او هم يې جنګ ته آماده دي. اوس، غرب، د مسلمان رټلو پر ځای، چین سره ښکر لګولی او وبه غواړي چې اسلامي نړۍ يې څنګ ته ودرېږي او ښايي چې د خلیلزاد په هلو ځلو کې، په دې هکله، څه نښې نښانې وي او وبه غواړي چې طالبان يې د مادي کومک په ځاله کې ولوېږي. امریکې سره د پاتې کیدو توان نشته، خو دا چې څه وخت ووځي؟ امریکې ته يې هم پته نشته، هم يې زړه کېږي هم يې ساړه.
هم غواړي ګوډاګیان ډاډه وساتي ، او هم ناتواني په پرده کې .!!!

مهم سوال: د حل لاره څه ده؟
ځواب: ملي قیام! په هرات او نورو ولایاتو کې ، د ګڼو خلکو حضور د علماوو ویناوو ته ، دا څرګنډوي چې ملت د ګوډاګیانو او امریکې د پاتې کېدلو طاقت نلري او ملي قیام ته زمینه جوړه ده . اوسنی حال هغه صحنه په یاد راولي چې انګلیس سره په دوهم جنګ کې پېښه شوه: ملا صاحب )مشک عالم( چې د الله ډار يې د حکمت مصدر وه ، د جهاد فتوا ورکړه،] ملي قیام ته لاره خلاصه شوه ، د فتوا سره سم ، د مقاوت ډلې منسجمې شوې ، ملي غورځنګ شروع شوو ، او د انګلیس ستر جنرال )رابرتس( د تېښتې لارې ته هڅاند شوو .
د )سي ، آی ، اې( شل کلنۍ هڅې ندي توانېدلي چې د طالبانو صف او وحدت ویجاړ کړي ، او دا د نړیوالو مقاومتونو په تاریخ کې ساری نلري . سره لدې ، که طالبان بین المللي تلوسو ته غاړه کېږدي او ګډ حکم ومني ، نو تحالف شمال او نورې ډلې به هرومرو دغه ګډ حکومت فلج کړي ، او ملت به خوار و زار پاتې شي ، لکه چې په شلو کالو کې پاتې شوی دی . د منافقت او اخلاص لارې بېلې دي ؛ د )سیاف( »د افغانستان اسلامي جمهوریت« ملت ته پرته له بربادیه نور څه ندي راوړي.
نو کوم دی هغه کړنلار چې د رسول صلی الله علیه وسلم پر سنت ولاړ وي ؛ او په عمل ، نه په ژبورۍ کې ، د ملت دردونه دوا کړي؟ »
و قل اعملوا فسیر الله عملکم و رسوله و المومنون« )التوبة ۱۰۵( .

»۱«د طالبانو د صبر او قربانیو په نتیجه کې ، د شلو کالو په اوږدو کې، ټول ملت )۸۰ ٪ تر ۹۰٪( ، د استعمار په حقیقت پوه شوي او په شتون کې يې د دین او دنیا بربادي ویني، پرته له هغو نه چې استعمار پورې تړلي دي. یو لوی تاریخي بدلون ته لاره خلاصه شوې او طالبانو ته يې نوې دنده ورڅرګنده کړې.
د مخلصو علماوو ګډ دریځ د ملي پاڅون دپاره . په دغه حساس وخت کې چې د غرب لمنه د اسلامي خاورو نه ټولېږي ، او مسلمانان ورته د پېړیو نه په انتظار دي ، ]ملي قیام[ به نه یواځې د امریکې او ګوډاګیانو لمنه ټوله کړي ، بلکه ملت به د چین د ډېر محتمل خطر څخه هم وژغوري : چین ته د امریکې مقابله حیاتي مسئله ده ؛ سوقیات ورته خورا اهمیت لري او افغانستان ورته تر ټولو د امن لاره ده ؛ فرصت به دلاسه ورنکړي چې د امریکې په وتلو ، وطن کې لښکر پلې کړي ؛ دوه د استعمار ګوډاګیان به يې هر کلی وکړي.
غني د بقا په شوق او کرزی د څلورمې دورې په تلوسه ــ او کمونیستان ئې هرکلي ته تیار وي ؛ پاکستان به هم په انتظار وي چې د ګواډر چارچلند څو چنده شي ، او د هند او امریکې نږدېکت ته به ښه ځواب وي !!!

»۲« افغان ملت باندې صلیبي غرب هر نوع سلاح او فتنه چلولی او مخدراتو کې ډوب کړی ؛ فقر کې خلک اولاد خرڅوي . نو ښه به وي چې غرب سره لارې بیلې شي ؛ د کانګرو له کڅوړي څخه ښکته شو ؛ امریکې ته ، د کومکونو په بهانه ، لاره ورنکړو چې بیا ځان ته دپل ځای پیدا کړي ؛ کومک ئې زهر قاتل دی ؛ یواځې ګوډاګیان به خوندي ساتي . د دغه لوی تاریخي بري شکر ، به الله تعالی ته هغه وخت ادا شي ، چې فیض یې ټولو ته ورسېږي ؛ داسې نظام جوړ شي چې اسلامي نړۍ ئې بې له تقلیده بله چاره ونلري ؛ او اسلامي نړۍ کې د سوکالۍ سبب شي . مسلمانان شاهد دي چې اسلام سره څومره لوبې شوي : شاهي ، اخواني ، سوسیالیستي ، کمونستي ، کپیتالستي/ ډیموکراسي ، او ټولې ناکردې ئې لیدلي ـــ رښتیاني اسلامي حکومت ته په انتظار دي چې دردونه ئې دوا او کرامت ئې پرځای شي .

»۳« د امن او عدل په سیوري کې به دا وطن ، په یو دوو کالو کې ، شین زرغون شي ځکه چې ټول ورته تګي دي . اسلام په اوږد تورتم او شدید فقر او تنګسه کې ظهور وکړ ؛ انسان ئې د کرامت ، عزت او سوکالۍ خوا ته بوته ؛ او انسان ئې پوه کړ چې الهي خیر او نعمت میسر دی ، خو په بې عزتۍ کې په لاس نه ورځي . هغه وخت رارسېدلی چې د ځان قدر وکړو ، او د )رسول الله صلی الله علیه و سلم( په لار لاړ شو چې د اخلاقو لوړ مثال وه »انني بعثت لاتمم مکارم الاخلاق« ؛ سوکالي ئې د بېوزلو په لوړولو کې ليده »هل تُنصرون و تُرزقون الا بضعفائکم« ؛ د یتیم او ښځو د حق دپاره به یوه شیبه هم آرام نه وه : » اللهم إني اٌحرِّجُ حق ضعيفين ، اليتيم و المرأَة « .

»۴« په دې وطن کې په تېرو څلوېښو کالو کې ، روس او ورپسې امریکا، قومي ، ژبني ، او مذهبي درزونه پراخ کړئ چې په تفرقه کې حکم و چلوئ ؛ خو ونه شوو کولای چې د ظلم ګوډاګيان په خلکو و مني . د دغو درزونو يواځينۍ او یواځینی علاج ، هر فرد کې د کرامت احساس خوندی کول دی او بس . خدای جل جلاله حق دی ، ګرد خلقت پر حق ولاړ دی ، او هر انسان د خدای مکرم مخلوق دی ، او هيڅ حکومت حق نلري چې ، په نا حقه ، یو انسان له ورکړه شوې کرامته تجرید کړي ــ ځوړ یا ځوان ، نر یا ښځه ، هندو یا مسلمان ــ او که وئې کړ ، د قرآني ارشاد نه ئې غاړه غړولې ده . تاریخ شاهد دی چې ، عدل ، دوام او سوکالي راولئ او نشتون ئې بربادي . هېڅ حکومت به بې له عدله دوام ونکړي .

»۵« د هېواد وګړي د هر کار ماهران دي ، طبیعت ئې هرې مېوې او دانې ته سازګار دی ، او سیندونه ئې څپاند دي ــ د هېڅ شي کمی نشته چې دا وطن معزز ، مکرم ، روغ او موړ ژوند ونکړي !!! خو کاریګر ملت په مخدراتو له کاره اېستل شوی ، د افغان عزت او کرامت تر پښو لاندې شوی : استعماري جاسوسي شبکه )سي ، آی ، اې( هیروئین په ډالرو بدل کړل ، اجیران ئې په چوکۍ کېنول او وئې نازول ، او مدعي شو چې افغان حکومت باندې ئې د سلو بیلونو ډالرو نه زیاتې پیسې لګولي . خو داټول ، او څو چنده نور، د هیروئینو پیسې دي ، چې )سي ، آی ، اې( پرې په ټوله نړۍ کې ناکردې ترسره کړې ، بې له دې چې چا ته حساب یا مسئولیت ولري . فقر هغه حد ته ورسېد چې انسانیت پکې ورک شوو ، دا ځکه ، چې استعماري ډلو ، سرمایه بهر ته وځغلاوه او وطن باندې اعتبار نه درلود . د دغه تعدی ، او بربادۍ د لمنې ټولول ، په اوله مرحله کې د امريکې اېستل دی ، چې اوس ئې پښې سستې شوي . تاوان اخیستو ته د چا زور په امریکا نه رسېږي ، خو یو متل لار راښیي )زورم به خر نمېرسه میزنم ده پالانش( : د ګوډاګیانو محاسبه ــ هغه چې په قصرونو کې دي او ملت په کڼډوالو کې ــ به کوټې پیسې تشې خزانې ته ورواړوي ؛ ملت به هم له شره ئې خلاص شي ؛ او نور به حکم هم په بیه وانخلي .

»۶« چېرته چې اسلامي حکومت ، في الحاله ، قدم پورته کولی شي ، هغه نړۍ د مخدراتو له شره خلاصول دي : چې اعلان وشي چې افغانستان به ابداً د مخدراتو مرکز نه وي ، خو په دې شرط چې )نآټو( خپل کرغېړن ډېران پاک کړي . د ملت حق له )ناټو( څخه د مخدراتو د معتادانو د علاج دپاره د بین المللي محکمې له لارې وغوښتل شي ؛ او څلور یا پینځه ملیونه عاطل انسانان پر پښو ودرول شي ، او د کار خلک ورنه جوړ کړي :

ا ــ په هره ولسوالۍ کې د علاج مرکزونه جوړ شي .
۲ ــ د تأهیل موسسې او شفاخانې جوړې شي .
۳ ــ د هستوګني ځایونه جوړ شي .
۴ ــ د علاج او تأهیل په دوره کې معاش ورکړ شي .
۵ ــ او نور ضروریات د ناټو غړو له خوا تهیه شي . د دې مطلب سره به ټوله نړۍ همدرد وي ، که په پوهه او تدبیر اداره شي .
»۶« د اسلامي ورور ګلوئ او تساند بڼست ايښودنه : د یو اسلامي کنفرانس په چوکاټ کې ، اسلامي هېوادونه دې د »حق محاسبې« ته راوبلل شي : چې د افغان جهاد پر غرب باندې لاره بنده کړه او نور به ونکولی شي چې ترهګرې ډلې جوړې کړې او ځانته د تېرئ بهانه برابره کړي . د افغان د قربانۍ له برکته ، اسلامي او غیر اسلامي ملکونه آزاد شول ؛ د اسلامي هېوادونو امن تامین شوو ؛ نړۍ ته انساني کرامت او دا چې اسلام د انسان اصلي حامي دی ثابت شوو او که څوک یو اسلامي هېواد باندې په ناحقه تېری وکړئ ټوله اسلامي نړۍ به ئې مخې ته ودرېږي . د دغو اسلامي خدمتونو په مقابل کې ، اسلامي دولتونو ته پکار دی چې د افغان ویجاړ شوی کور آباد کړي : مهاجرو افغانانو ته د هستوګني ځایونه ، مکتبونه ، شفاخانې ، او د شهېدانو اولادونو او د کونډو رعایت پر اسلامي حکومتونو باندې واجب دی . دغه کړندلار به یو اسلامي حقیقي اتحاد ته لاره پرانېزي .

»۷« په اوږده موده کې ، کله چې د ملت حال ښه شي ، او حکومت په داخل او خارج کې عزت او احترام ګټلی وي ، او افغانستان د رشوت ټاټوبی نه وي ، نو هلته به حکومت ته ، د مخدراتو جرم د امریکې پر ضد ، مؤثره حربه شي او د مفاوضاتو له لارې ډیر ضرورتونه به پرې رفع شي . او هم روسیې نه د جنګ تاوان وغوښتل شي ، کوم چې برهان الدین رباني وربښلی دی .

»۸« انسان د خارقه ذهني قدرتونو پټه خزانه ده : )د غرب مهمې علمي څانګې د انسان د عقلي قوت د ماهیت په لټولو لالهاند دي ؛ او الهي حکمت ته حیران دي ؛ اما نپوهېږي چې د انسان ذهني قدرتونه د »انسان کرامت« سره نغښتلي دي ، چې دوی ئې په رټلو بوخت دي او ، ورسره ، ځان باندې ئې تورتم راوستی( . د غرب د پرمختګ اصلي عامل د دوی تعلیمي نظام دی چې د اسلامي مدنیت تحفه ده . ښه تعلیمي نظام هماغه دی چې د دغې پټې خزانې درنښت ته په قدر وګوري چې د ملت د سوکالي اصلي بڼسټ دی ، او ودې ته ئې هڅه وکړی ، او د نا پوهو معلمانو له شره ئې وساتي . د ذاتي قدرتونو د تجلا د پاره چاره نشته بې لدې چې د ابتدائي مرحلې تعلیم د پیاوړو معلمانو او ښو اخلاقو لاندې وشي.

اسلامي هیوادونه په دوو غلطیو کې ګير شوي ، نو ځکه تعلیمي نظام يې ډېر ضعیف بڼسټ باندې جوړ شوی :

۱ــ غرب ته د رسېدو په تلوسه ، ټول اهتمام لوړو تعلیماتو خوا ته معطوف شوی او ابتدائي تعلیم له نظره غورزول شوی ؛ په نتیجه کې د ابتکار او ابداع توان ضعیفه شوې ، هغه قدرتونه چې یواځې په وړکتوب کې وده کوي . دغه اساسي سبب دی چې مسلمان هېوادونه په پښو ندي درېدلي : فقیران ئې د غرب خیرات ته په تمه دي ، او شتمن ئې غربي شرکتو ته اړ دي چې شتمنۍ ئې په کار واچوي ؛ هیڅ یو پر ځان باور نلري ؛ غرب باندی متکي او طفیلیت باندې راضي دي .

۲ ــ د غرب مادیت او دنیا پرستۍ سره ، زمونږ غبرګون ، اخلاقي ده نه جنګي . اسلام پر غرب روحاً غلبه موندلې ، او د اخلاقي رهبرۍ د پاره ضروري ده چې غرب ته »پَرَزیت« یا طفیلي ونه اوسو . نو ښائي تعلیمي هدف مو ــ په ټولو مرحلو کې ــ داوي چې د کار انسانان وروزو ؛ چې ځان او ټولنې ته ګټه ورسوي ؛ داسې نه چې شهادتنامې ورکړو ، تنخواه به غواړي ، خو د هېڅ کار به نوی . ضروري ده چې د ابتدائي تعلیم په سیر کې حرفوي مهارتونه وروزل شي ، او د بلوغ په عمر ، انسان قادر وي چې حرفوي مهارت ولري او ځانته روزي وګټي . خارجي سیاست : افغانستان ، د پیدایښت څخه تر اوسه ، پینځو امپراطوریو سره لاس په ګرېوان دی او ځان سمبالولو ته وزرګارشوی نه دی . دوطن سیندونه ګاوڼډیو ته ګټه رسوي خو افغانان ترې محروم دي ؛ د افغان وینه بهېدلې او ډېرو هیوادو ته ئې آزادي ګټلې ، خو پخپله افغانان ، د نورو قید و بند لاندې ژوند کوي .

نو خارجي سیاست ښائي د افغان تاریخي شان سره جوړښت ولري ، او افغانستان حقیقي آزادۍ ته ورسوي:

۱ــ پاکستاني واکداران او سیاسي مبصرین د »ډیورنډ کرښې« ته قدسیت ورکوي چې پاکستان پرې وساتي ، بې خبره لدېنه چې پاکستان افغانانو وساته ، کله چې روس يې پخپل ځای ودراوه . افغانانو ته ډېره آسانه وه چې د هند او پاکستان د جنګونو په لړ کې »ډیورنډ« خاورې ایرې کړي ، خو مروئت ئې مخې ته ودرېد . که سبا ، هند د پاکستان د مینځه وړلو هڅه وکړي ، همدغه افغانان به ئې دفاع ته ورودانګي . پاکستان د انګلیسانو جوړونه ده ؛ اوږد تاریخ کې ندی روزل شوی ، چې ملي تساند پکې خوندی وي ، او د دفاع او د شهامت اړیکې پکې نغښتلي وي ، نو ځکه د بنګلادش بیلتون ورته یو ګوزري تبه وه او حرارت ئې بېرته ټیټه شوه . اما د ډیورند کرښه ، افغانانو ته لوی ماتم دی .

پاکستاني جنرالي واکداران هرې خواته خیز وهي )کله سیټو ، کله سنټو ، کله ناټو ، کله سي ـ آی ـ اِې ، یا د چین غېږ ته لوېږي( . او پاکستان ته ، چې د اندونیزیا نه وروسته لوی اسلامي ملک دی ، د پرمختګ لار نشي پیدا کولی . نو ښه به داوی چې دغه پر قوت مین جنرالان ، د ښاخ په آخر کې ، نوی ناست ، او له بیخه ئې ونه رېبي ؛ هم تاریخ او هم مستقبل ته نظر واچوی ؛ د افغانستان په اهمیت پوه شي او د اسلامي اخوت په هڅه ، افغانستان ته آزاده بحري لاره ، پخپله خوښه ، ورکړي ؛ څو چې د افغان ملت ، چې اسلام ته ئې بې شانه قرباني ورکړې ، د خدای جل جلاله له نعمته خپله برخه ولري : »

و لقد کرمنا بني آدم و حملناهم في البر والبحر و رزقناهم من الطیبات و فضلناهم علی کثیر ممن خلقنا تفضیلا« ، او روزي ئې سیاسي کړاوونو سره تړلی نوي . د پاکستان د نوم سره دا هم ښائي چې د بلوڅو او پښتنو سره هماغه معامله وشي چې پنجاب او لاهور سره کېږي ، او هېڅ یو د خدای ورکړی انساني کرامت څخه محروم نوي . پاکستان به هله پاک وي ، او »ډیورنډ لاین« به لایعني شي ، او له څېښتن )ډیورنډ( سره به خاورو ته وسپارل شي .

۲ــ ایران د انساني کرامت زده کړې ته اشد ضرورت لرئ ، څو چې سنیانو سره خپلو ناکردو ته پای ورکړئ : مؤثره طريقه به دا وي چې افغاني شیعه ګان ایران باندې غږ وکړي چې د ایراني سنیانو کرامت ته احترام وکړي ؛ نړول شوي جمایتونه بیرته ودان کړي ؛ او نور دې افغان شیعه د سنیانو قتل ته ونه ګماري ؛ او کراهیت ته ژورې رېښې ورنکړي .

۳ ــ نړۍ »اوږد تورتم« کې له سره ډوبېږي او غرب غواړي د هر فرد پر جسم حاکم شي ، »چِپْ« وروټومبئ ، چې مهار ئې کړي : مسلمانان ، د دغه شیطاني تسلط مقابلې ته ، الهي رحمت ته اشد ضرورت لرئ چې یواځې اسلامي ورورولۍ سره نازل کېږئ »انما المومنون اخوة فاصلحوا بین اخویکم و اتقوا الله لعلکم ترحمون« )الحجرات
۱۰( . د اسلام شوکت هم هره ورځ زیاتېږي »هو الذي ارسل رسوله بالهدی و دین الحق لیظهره علی الدین کله و لو کره المشرکون« )الصف ۹( .

په هند باندې د کورونا حمله ، د حکومت ناتواني ، او د مسلمانانو دریځ او کومک ، مودي مجبور کړ چې اسلام وستائې او خپل عنادي سیاست ته تغیر ورکړي . دغه معجزه دا بیانوئ چې د یو نړیوال اسلامي تساند ټول موجبات برابر دي : اسلام پخپله لار ښیئي او متابعت ئې ضروري دی . د مسلمانانو د صبر کاسه ډکه شوې ، او لرې نښکاري چې د غدارو حکومتونو نړولو ته اقدام وکړي ، څو چې خپل عزت او کرامت د غاصبو قدرتونو په وړاندې وساتي . الله تعالی د دغه »معاصر تورتم« د مجادلې افتخار طالبانو ته ورکړی ، او ناټو ئې »شاګرس« ته مجبور کړی ، نو لازم دی چې د جهان د حال نه واقف وي ، او د اسلامي تساند د رهبرۍ دپاره ځان چمتو کړئ .

و من الله التوفیق

عبدالرحمن الفت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ډاکټرصاحب محترم پاچاصاحب بیاهم دونه مغلقی جملی نه استعمالولی ستادمقالی دعنوان په مفهوم زه نه پوهیږم داسی څه ولیکه چه خلک استفاده ځنی وکړی،زه نه پوهیږم ویب والاڅنګ نشرکه ،ماله شهید عزیزالرمان الفت سره هم شناخت درلودۍ په کوئټی کی زماهوټل ووروس تازه دافغانستانه وتلۍ وومادپاچاصاحب په احترام شهید عزیزالرحمن ته کوټه پری ورکړی وه واصفی صاحب هم دالته ووموږجلسی کولی چه پاټکونه څنګه دمنځه یوسویوارآوازه سوه چه طالبان راغلل طالبان څه وودپاکستان فوج وودواسفی صاحب کور آی ایس آی چورکۍ زموږجلسی یی ګډی وډی کی دافغانستان جوړیدل دپاکستان له منځه تلل دی،پاکستان انګریزان اوامریکا محا فظه کوی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x