ورزش

برسلونا لوبډله له مهمې لوبې وروسته د هسپانوي لیګ څخه بهر شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ غویي، ۱۴۰۰ل): د برسلونا مشهور کلب د سیلټا ویګو کلب پر وړاندې له مهمې ماتې وروسته د هسپانوي لیګ «لالیګا» څخه بهر شوه.

د لالیګا لیګ په ۳۷مه ورځ ټولې لوبډلې د یوه بل سره مخامخ شوې چې برسلونا، ریال مدرید او اتلاتیک مدرید دریواړو لوبډلو ته د هسپانوي لیګ اتلولي خپلولو، خو ځینو نورو ته د راتلونکي کال لپاره په لیګ کې د خوندي کېدلو فرصت په لاس ورغلی و.

برسلونا کلب له یاد فرصت څخه ګټه پورته نه کړه او د لیګ تر ټولو مهمه لوبه کې یې د کمزورې لوبډلې پر وړاندې په ۲-۱ ماتې ومنله، چې له کبله یې نمرې کمې شوې او د ارقامو له مخې له لیګ څخه رسما بهر شوه.

دغه راز ریال مدرید او اتلاتیک مدرید خپلو سیالانو ته مهمې ماتې ورکړې، دواړه لوبډلې راتلونکې اونۍ د لالیګا اتلولي خپلولو فرصت لري، خو دغه فرصت به د یوه او بلې بریا پورې هم تړلی وي.

اوسمهال اتلاتیک مدرید ۸۳ او ریال مدرید ۸۱ نمرې لري، چې د لیګ خپلولو لپاره د دواړو لپاره د وروستۍ لوبې بریاوې مهمې دي.

بل لوري ته برسلونا کلب غواړي خپل مشر هالنډی روزونکی «رونالډ کومان» تغیر، او پر ځای یې نوی روزونکی وټاکي، چې تر ټولو غوره کاندید د قطري کلب الاهلی مشر هسپانوي روزونکی «چاوي» دی.

د هسپانوي ورځپاڼو راپورونه ښيي چې د برسلونا کلب د روان سیزن له پای سره سم د یوه کال پاتې تړون سربېره د مشر روزونکي د بدلولو پریکړه کړې ده. د «راک ۱» هسپانوۍ رادیو په وینا د کتالان کلب چارواکو د مشر روزونکي د لرې کولو نږدې ۹۹ سلنه پریکړه منلې ده.

تېره اونۍ د برسلونا لوبډلې مشر روزونکي او د کلب مشر «جان لاپورتا» په یوه ریستورانت کې د کلب راتلونکې په اړه ناسته درلوده، که څه هم له دغې ناستې وروسته دواړو همغږي وښوده، خو داسې لیدل کیږي د کلب ادارې د روزونکي د بدلولو حتمي پریکړه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د برسلونا کلب له سختو پړاوونو تیریږي، په کلب کې د تېرو کلونو اداري فساد او د لوبغاړو او چارواکو ترمنځ د همغږۍ نه شتون دغه لوبډله له ستونزو سره مخ کړې وه، په دې کې د یاد کلب پخوانی مشر ماریو برتامیو ښکېل دی.

باید وویل شي چې برسلونا لوبډلې د رونالډ کومان تر مشرۍ لاندې په ۲۰۲۱م کال کې د کوپا دیل ری اتلولي خپله کړه ده، خو په اروپا اتلانو لیګ کې د شپاړسم پړاو سیالیو پرمهال او د لالیګا لیګ څخه په وروستیو شیېو کې بهر شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x